کور / شعر / زوړ شوم

زوړ شوم

کله چی زه به له کوڅو تیریدم
پنځه اولس به په کړکو ولاړې
له هری خوا کتلی
څو کاله تیر شول
جنوکې کمی شوي
هر یو، یو خوا ولاړه
او زما ویښتو په رژیدو پیل وکړ
او پاتی شونکي
په نوبت شول ټول سپین
اوس
نه کوڅه او نه په ښار كي شته څوک
په محبت چی نیم نظر وګوري

مونتری، کالیفورنیا دوشنبه دفبروری ۱۶، ۲۰۱۵ کال