کور / کره کتنه / بیکاري دځوانان په وړاندي یوه بله لویه بلا

بیکاري دځوانان په وړاندي یوه بله لویه بلا

بیکاره په اقتصادي لحاظ هغه کس ته ویل کیږي چی د ۱۵ ـ ۵۶ کلونو ترمنځ عمر، دکار کولو قابلیت اواستعداد ولري خو ورځني لاسته راوړنه ونه لري هغه که معنوي وي او که مالي.دكار دزمينې نشتوالی هغه ستونزه ده ، چې دزيات شمير افغانانو او په خاصه توګه دځوانانو ژوند يې له ګواښ سره مخ كړی ، او په همدې لحاظ ورځ تر بلې په هیواد کي دبيوزلۍ، نا امنۍ ،اونشه يي توکو استعمال کچه ورځ تربلي لوړه ځي .
په ۱۳۹۲ کال کښي دیوي احسایي له مخي دبیکاره کسانو شمیر ۴۸٪ وو نو اوس چی په هر کور کښي ځوانان بیکاره ناست دي نو داشمیر به څوته لوړ سوي يي.
سره ددي چي ځوانانو علمي او حرفوي زده کړي وکړي دنوي ټکنالوژي سره تریو بریده اشنا سول خو بیاهم بیکاري ورځ تر بلي ولي زیاتیږي . په خاص ډول د ۲۰۱۴ کال راوروسته او دانتخاباتو دجنجالوسره سم غواړم ځني عمده لاملونه يي واضح کړم.
کمزوري اقتصادي پلانو،کار اهل کارته نه سپارل ، په ادارو کښي پراخ فساد،په پرمختیايي پانګه کي بي غوري او کاري فرصتونه په پام کي نه نیول ،په ادارو کښي واسطه بازي، دمسلکي کسانو نه شتون،دسرمایي تیښته، د روزني پروخت دتقاضا خلاف زیات کسان یوي برخي ته عرضه کول او په یوه سیمه کښي دنفوسو زیات والي دبیکاري عمده لاملونه دي .
له بد بخته اوس مو په هیواد کښي یوازي نالوستي کسان نه بلکي لوستي کسان حتی دماسټري په سطحه کسان بیکاره دي . ددي سره سره چی افغانستان ته په تیرو کلونو کښي په میلیونو ډالر راغلل ،او زیات کاري فرصوتونه رامنځ ته هم سول خو ټول موقتي او لنډ محاله وه. چي اوس يي له هغو څخه نیمي کاري فرصتونه پاته نه سول چی داهم ټوله بي نظمه او د اداري فساده ډک غیري متوازن سیسټمونه وه.
که چیري تیر دولت ددي په ځای چی دنورو هیوادونوڅخه کسان په لوړو معاشونو راولي خپل خلګ نورو هیوادونو ته دظرفیت لوړوني ،په خاص ډول په اقتصادي او مدیریتي برخو کي استولي واي اوس به مو تر یو حده دبیکاریو،او کم ظرفیتو مخه نیولي وای .
اوس نوي دولت ته تر هرڅه مهم دکاري فرصتونو زیاتول او دسرمایي دتیښتي مخنیوي پکاردي اوددي ترڅنګ باید نور لوی بهرني پانګوال په هیواد کښي دپانګوني لپاره راجلب کړي ، همدارنګه ځوانانو ته په نورو بهرنیو هیوادونو کي کارونه پیداکړي چي په دي ډول هم هیواد ته سرمایه راوړي او هم مو دځوانان ظرفیت لوړسي او دغه استول باید په لوړه سطحه او دهیواد له هري برخي څخه په هره رشته کي وي، هغه که څه هم ماشینو ترمیم یاهم بنايي وي چي په دي ډول به مو پر قاچاقي لارو دځوانان تګ مخنیوي هم کړي وي او دهغو کسانو دراستنیدو سره سم ورته لویي فابریکي فعاله کړي چي په دي ډول سره به مو په هیواد کښي دنورو هیوادونو ګاریګرو او بیکاریو مخنیوي کړی وي .
دنوي دولت دکار دپیلوني څخه هم داسي ښکاري چي هیواد به ځني مالي سرچینوته برابر کړي او همدارنګه به ځني اقتصادي پروژو په عملي کولو سره دځوانانو کاري چانسونه ډیر سي لکه د وریښمو دلاري او دټاپی دوي لويي پروژي خو هغه به بیاهم موقتي وي او له څه ځنډ ورسته به بیا هیواد داوس په څير د بیکاريو دبهران سره مخ سي
دځوانانو دبیکاریو دلمنځه وړلو لپاره په نورو هیوادونو کښي بیلابیلی سرچیني وي څو ځوانان جذب او په کارونو مصروف وساتي او له هري بلا څخه هیواد وساتی خو له بدبخته په افغانستان کښي یوازي دکار اوټولنیزو چارو وزارت دي چي هغه په تیر کښي هیڅ مثبته پایله نه ده ورکړي او نه يي هم په ادارو کښي دګمارني یومنظم سیسټم رامنځه ته کړي. او ولسمشرغني دکمپاین پرمحال ژمنه کړي وه چی دځوانانو لپاره به نوي وزارت رامنځ ته کړي چي یوه نوي هیله وه خو دقابیني به اعلان سره اوس هغه هم له منځه ولاړل ځکه هغه ژمنه يي هم عملي نه کړل.
نو که واقعا هم نوی دولت غواړي چي څو عمده بلاګاني ورکي کړي، هغه لکه دنشه یی توکو استعمال او کښت ، وسله وال مخالفت، غلاوي، او نور هغه څه چي ټولنه ارام ته نه پریږدی . نو تر هرڅه دمخه دي ځوانان مصروف وساتي مهمه دانده چي ځوانان شتمن کړو مهمه داده چي دځوانانو دکاري او زهني قوي په بدل کښي ورته یو ګوله په ارامه ورسوو . په ډاډ سره وایم که ځوانان هر څونده په مشروع کارونو مصروف یی تر هغه حده به په هیواد کي دبلاګانو مخه نیول سوي وي ، ځکه همدا بیکاري ده چي هره ناوړه پدیده منځ ته راوړي زموږ دټولني ۶۰ ٪ ځوانان جوړوي نو که مو چیري دټولني دغه برخه په مشروع کارونو مصروف وساتل سي او له دي شتمنۍ څخه پرځای کار واخلو نو اړ نه یو چي تر ابده دبل محتاج اوسو.