کور / شعر / غزل (مینه دي جانانه ترمقصده ده)

غزل (مینه دي جانانه ترمقصده ده)

بده ده تربدي لاهم بده ده
مینه دي جانانه ترمقصده ده
اوس می دشنه خال دیدن ته مه راځه
اوس راباندی جوړه شنه ګنبده ده
نه کوم څوک بی مینی پیداسوی دی
نه چا رسولی ترسرحده ده
ښکلیه! په ځوانۍ دی غرورمه کوه
چاته پاته سوی تر آبده ده؟
هرغم ورکوه خو خفه کیږه مه
اوس فیضي له غم سره بلده ده

Feb 21,2015
9:1 PM