کور / سياسي / دښاغليو سياف اواسماعيل خان څخه دملت دوه غوښتنې

دښاغليو سياف اواسماعيل خان څخه دملت دوه غوښتنې

څو ورځې وړاندې په افغانستان کې دوخت دشوروي اتحاددسرولښکرودماتې اووتلوشپږويشتمه کليزه وه، ددغه کليزې دلمانځلودپاره دلوئ جرګې په خيمه کې يوه لويه غونډه جوړه شوې وه دنوروويناوالوترڅنګ ښاغليواسماعيل خان اواستادسياف هم خبرې وکړې. دواړوښاغليوپخپلوخبروکې هڅه وکړه چې ځانونه دجهاداوددې سترې برياوارثين وګڼي دواړوښاغليوافغانستان اوافغانان دځانونوپوروړي وبلل اوهم ئي ملت ته اخطارونه ورکړل چې که چيرې ملت کوښښ وکړي اودوئ دقدرت څخه څنډې ته کړي نوخيربه ئې په کې نه وي.

بل ښاغلي سياف په زغرده اوواضح الفاظووويل چې دملا محمدعمر ټولې ويناوې اواعلاميې چې دمختلفومسائېلوپه اړوندخپرېږي په همدې وزيرمحمداکبرخان مېنه کې ليکل کيږي اوبيادهمدې ځای څخه نشرېږي اوکه څوک زماڅخه په دې اړونداسنادهم وغواړي نوحاظريم چې اسنادهم وړاندې کړم.

اوس نودافغانستان خلک دښاغلېواسماعيل خان اواستادسياف څخه په ډيرحرمت اواحترام دوه جدي غوښتنې لري.

لومړۍ غوښتنه : لکه څرنګه چې داښاغلي اوددوۍ په څيربعضې نوراشخاص دعوه لري چې موږجهادکړي دي اوافغانستان اوافغانان زموږپوروړي دي، اوکه چېرې ملت کوښښ وکړي چې موږدواک څخه ګوښه کړي اوپه واک کې لکه تراوسه غوښينه برخه ونه لري نودوۍ به غروته وخېژي افغانستان به بې ثباته کړي اويوځل به ئې بیاناورين ته ورټيل وهي.

خوملت وائي چې افغانستان خوتاسې لاوخته ناورين ته ورټيل وهلې دی اواوس هم دناورين په مرکزي نقطه کې ولاړدی. ملت خومشري لاوخته تاسې ته درکړې وه اوتاسې ئې زغملي وئ خوتاسې پرې په خپلومنځوکې سره جوړ رانغللۍ اوپريوبل موداړې سره ښخې کړې.

ملت خوفکرکاوه چې جهاديوه فريضه وه چل ټول ملت په کې ونډه اخيستې وه اوستاسې مشري چې دمختلفوڅارګروشبکوله خواتاسې ته درسپارل شوې وه هم زغملې وه، اصلي قرباني خوملت ورکړې وه هغه ملت چې لاتراوسه ئې خوله دخاوروډکه ده. هغه وخت هم ستاسې دکورنيوغړي په قصروکې اوسيدل اويائې هم په عربي اواروپائي هيوادوکې تعليم اوياهم ژوندکاوه، ملت هغه وخت هم په خاورواوخيموکې ميشت وو اوهره ورځ به ئې دتنکېوځوانانوجنازې جګېدې.

داعرابواواعجاموريال اوډالرموخيټوته واچول ، دامريکااواروپاکومکونه ستاسې ترستونوتيرشول ، ملي اوشخصي شتمني تاسې چورتالان اوغصب کړې خوددې ټولوسره سره تاسې لاهم وږي نس ګرځۍ اوماړه نه شوۍ ، خوداخوارخوبااحساسه ملت اوس په دې پوه شو چې تاسې نورهيڅ مړښت نه لرۍ اوحتی په خاوروهم نه مړېږۍ. ملت يوې بلې قربانۍ ته هم حاضر دی اوتاسې ته داوړانديزکوي :

په افغانستان کې موجودټول مستوفيان راوغواړۍ که چېرې ددوئ دتوان اوصلاحيت څخه پورته وې نوبياورسره دمنطقې مستوفیان هم ملګري کړۍ اوپوره حساب وکړۍ چې دابدبخته ملت نورڅومره دجهادددرکه ستاسې قرضداري دي، که نورڅومیلیونه اویاهم څوملیارده وي چې هيڅ زړه پرې ونه سوزوۍ اونه هم کوم تخفیف ورکړۍ ، دابیچاره ملت هسې هم په ګداېي عادت دی اویابه ددومره قربانیو سره سره خپل په لسهاوواویاسلهاوو زره نورتنکي ماشومان په بازارکې ستاسې دقرض دپرېکولودپاره لیلام ته وړاندې کړي ځکه چې ملت ددې اوږد، نه خلاصیدونکي اوځورونکي قرض څخه نورد ځان خلاصول غواړي.

دوهمه غوښتنه :

لکه څرنګه چې ښاغلي سیاف ورته اشاره وکړه چې دملامحمدعمرپه نامه اعلامېي اوبیانيې په همدې وزیرمحمداکبرخان مينه کې لیکل کېږي اوبیادهمدې ځای څخه خپریږي.

داواقعآ هم ډیره عجیبه اوځورونکي ده چې یوملت ته خپل دوست اودوښمن نه معلومېږي، که دوښمن په ښکاره اوڅرګنده توګه وجنګیږي نودمقابلې دپاره به ورته لارې چارې هم وسنجول شي اوپه وړاندې به ېي کلکه مبارزه وشي، خوکه چېرې دوښمن ددوست دنقاب ترشاپټ وي نوپه هغه صورت کې دغه پټ دوښمن دښکاره دوښمن څخه په مراتبوخطرناکه تماميږي. بیانودداډول اشخاصوپیداکول اودقانون پنجوته سپارل ډیرضروري اواړین وي.

اوس چې له نیکه مرغه ښاغلی سیاف داسې ثبوتونه اواسنادپه لاس کې لري اودغه ددوست په جامه کې پټ اشخاص ورته معلوم دي. نوملت اوس دښاغلي سیاف څخه په ډیراحترام جدي غوښتنه کوي چې دغه اسناداوثبوتونه دملت اودافغانستان دامنیتي ارګانونوسره شریک کړي ترڅوملت خپل دښمنان افشااومحاکمه کړي ، خوکه چېرې ښاغلې سیاف بیاداګام نه پورته کوي نوپه هغه صورت کې بیاملت ته دښاغلي سیاف اوهغه پټ دوښمن هیڅ توپیرنه لري، بیانوښاغلې سیاف ته پکارده چې په هیوادکې دویرې اوبې اعتبارۍ دخپرولوپه اړه ملت ته وضاحت ورکړي.

دګران هیوادددوښمنانودنابودۍ په هیله.