کور / خبرتیا او پيغامونه / بدلون پنځوسمه ګڼه چاپ شوه

بدلون پنځوسمه ګڼه چاپ شوه

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر له لورې په دغه ولایت کې د فعالیتونو د خپرولو په موخه د بدلون په نوم ۱۵ ورځنۍ چاپي خپرونه چاپ کیږي،چې دا ځل د دغه خپرونې پنځوسمه ګڼه هم چاپ شوه.
په دغه ګڼه کې د ولایتي پرمختیایي او حکومتدارۍ برخې خبرونه ځای پر ځای شوي دي،همدا راز اسلامي او د لوبو موضوعاتو ته هم په کې ځای ورکړل شوی دی .
بدلون هر ۱۵ ورځې وروسته په رنګه کاغذ کې په دوه زره ګڼو کې چاپ کیږي او د دې ولایت ولسوالیو او ادارو سربیره د هېواد مرکز او بېلابیلو سیمو ته لیږدلو کیږي