کور / تازه خبرونه / پنجشیر: واوري کي وژل سوو شمیر ۲۰۰ ته ورسید

پنجشیر: واوري کي وژل سوو شمیر ۲۰۰ ته ورسید

په پنجشیر ولايت كې د واورې ښويیدنې تلفات ۲۰۰ تنو ته رسیدلي دي.
د حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چې اوس د خلكو ژغورنه او له هغوى سره لومړنۍ مرستې د حكومت په لومړيتوبونو كې دي.
نوموړي، چې نن يې د وزيرانو شورا په غونډه كې خبرې كولې وویل، چې د پنجشیر ولايت د زيانمنو سوو سيمو د مواصلاتي لارو د پاكولو لپاره هڅې دوام لري او په واوره كې پاتې سوو كورنيو سره د خوراكي توكو مرسته شوې ده.
بلخوا د پنجشیر ولايت اوسېدونكي وايي، چې له دوى سره لازمې مرستې نه دي سوي.
د دې ولايت يو شمیر اوسیدونكو وويل، چې دوى په خپله د واورې ښويیدنو د قربانيانو جسدونه له واورو راوايستل او خاورو ته يې وسپارل.
د یادولو ده، چې د هیواد په يو شمیر ولايتونو كې د وروستىو طبىعي پیښو له كبله نيږدې ۳۰۰ تنه مړه او له سلو زيات نور ټپيان سوي دي.
همدارنګه خلكو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي او عامه خدمات زیانمن سوي دي.
بل خوا امریکا هم د دغو ځپل سوو افغانانو سره دمرستی ژمنه وکړه او ویلي یي دی چي دنورو نړیوالو سازمانونو به هم ورته مرستی راجلب کړی.