کور / تازه خبرونه / کندهار: په هيواد کي د ورستيو طبعي پيښو د قربانيانو فاتحه واخيستل سول

کندهار: په هيواد کي د ورستيو طبعي پيښو د قربانيانو فاتحه واخيستل سول

په کندهار کي د هيواد د د وروستيو اورښتونو د قربانيانو فاتحه واخيستل سوه
په دې فاتحه کي د کندهار ددولتي چارواکو ترڅنګ په زيات شمېر کندهاریانو برخه اخيستې وه.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په هيواد کي وروستۍ غميزه چي زيات شمېر افغانان پکي مړه، ټپيان او بې کوره سوي، د ټولو افغانانو غم وباله او له ټولو هيوادوالو څخه يې وغوښتل چي يادو غم ځپلو افغانانو ته د فردوس جنت او عاجلي شفاء دعا وکړي.
هغه زياته کړه: د کندهار ټول اوسېدونکي په دې غم کي شريک دي. موږ خپلو هيودوالو ته دعا کوو چي الله فردوس جنت ورپه برخه کړي او ټپيانو ته عاجله شفاء ورکړي.