کور / تازه خبرونه / افغان سفيرله نوازشريف سره کتلى

افغان سفيرله نوازشريف سره کتلى

اسلام اباد : دبي بي سي دخبرله مخې د پاکستان لومړي وزير په اسلام اباد کې له افغان سفير سره د ليدو پر وخت د دواړو هېوادونو پر پوځي ملگرتياو خوښي ښوولې او پر افغان سولې غږېدلى دى.د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د کابل او اسلام اباد تر منځ د ښو امنيتي اړيکو له ملګرتيا خوښي ښکاره کړه او د دواړو هېوادونو د پوځ مشرانو هڅې يې وستايلې.افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکې ښې شوې دي.په تېرو څو مياشتو کې د دواړو هېوادونو مشرانو د يو بل هېواد ته ډېر سفرونه درلودل.د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف تر اوسه څو ځله افغانستان ته سفر درلود او له افغان ولسمشر اشرف غني سره يې په افغانستان، پاکستان او سيمه کې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ پر وړاندې د دواړو هېوادونو د ګډې مبارزې د پياړوي کولو په باب خبرې کړې وې.لومړي وزير نواز شريف په اسلام اباد کې د افغانستان له سفير جانان موسى زي سره د ليدو پر وت وويل غواړي افغانستان کې د سولې خبرې نورې هم ګړندی شي او هيله لري چې دا خبرې د کاميابۍ پر لور روانې شي.افغان سفير د سولې په اړوند د ښاغلي نواز شريف له هڅو مننه وکړه.ويل کېږي چې ښاغليو شريف او موسى زي د افغان تجارت په اړه هم خبرې کړې دي.د افغان سفير سره په خبرو کې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف وويل افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ښې شوې دي.جانان موسی زي د پاکستان له حکومت څخه د واورې ښوېدو له قربانيانو سره له مرستې مننه وکړه.تېره اوونۍ په افغانستان کې د واورې ښويېدو له کبله شاوخوا ٢٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.ښاغلى نواز شريف وايي له خپل همسايه ورور ملک سره په هر غم کې ځان شريک بولې. او په افغانستان کې د واورې ښويېدو له کبله د وژل شويو کسانو او زياينمن شويو سره د زړه له کومي خواشيني ښکاره کوي.ده له افغانستان سره د نورو مرستو ژمنه هم وکړه.