کور / تازه خبرونه / په کندهار کي رسماً د نيال ايښودلو لړۍ پيل سوه

په کندهار کي رسماً د نيال ايښودلو لړۍ پيل سوه

د نيال ايښودلو په موخه د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي يوه لويه غونډه جوړه سوې وه، چي پکي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ مرستيال والي عبدالعلي شمسي، يو شمېر رئيسانو، ولسوالانو، مدني فعالانو، سپين ږيرو او مېرمنو ګډون کړی وو.
د يادو مراسمو پر مهال د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، د کوچنيانو د مدني ټولني مشري ډاکټر رنګينې ويسا او مرستيال والي عبدالعلي شمسي له خوا په رسمي ډول نيالګي کښېښودل سول او د کندهار زراعتي او توليدي توکي د يو نندارتون په ترڅ کي نندارې ته وړاندي سول.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د غونډي په پيل کي د سرسبزۍ د اهميت په اړه هر اړخيزي خبري وکړې او ويې ويل اړوندو ادارو ته يې سپارښتنه کړې چي د نوي کال له رارسېدو سره د ښار په بېلابېلو برخو کي نيالګي کښېږدي. ښاغلي ويسا داراز له مدني فعالان، ملاامامانو او ټولو حکومتي و غيرحکومتي کسانو څخه وغوښتل چي د خپلو کورونو، دوکانونو او سړکونو کي يو-يو نيالګی کښېږدي، تر څو د کندهار په سرسبزه کولو او ابادولو کي ونډه واخلي.
نوموړي داراز له معلمينو، ملاامامانو او مدني فعالانو څخه وغوښتل چي د ترياکو د کښت او د نشه يي توکو پر ضد تبليغات وکړي، تر څو زموږ ځوانان د نشه يي توکو له استعمال څخه لاس واخلي. هغه زياته کړه: نشه يي توکي زموږ د اولادونو، کورنيو او ټولو هيوادوالو په زيان دي. موږ بايد د نشې پر ضد کور په کور او کوڅه په کوڅه تبليغات وکړو.
کندهار والي ټينګار وکړ چي: د نشه يی توکو د زيانونو او ضررونو په اړه بايد خلکو ته پوهاوی ورکول سي، یعني معلم بايد په صنف کي دوې دقيقي تر درس مخکي، ملا امام په مسجد کي تر لمانځه مخکي، والدين په کورونو کي خپلو اولادونو ته، د پوهنتونونو ښوونکي په پوهنتون کي، قومي مشران په مجالسو او غونډو کي د نشه يي توکو د استعمال او د هغوى د زيانونو او خطرونو په اړه معلومات ورکړي، تر څو په سيمه کي د نشه يي توکو د دې ضررناک او خطرناک بوټي په زيانونو او تاوانونو خلک خبر سي.
ښاغلي ويسا داراز يادونه وکړه چي والدين بايد خپلو اولادونو ته د پوليو واکسين ورکړي تر څو اولادونه او ماشومان له ګوزڼ ناروغۍ څخه وژغورل سي.
د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون وويل چي کرهڼه او نيال شاني د امراضو د له منځه وړلو تر ټولو ښه لار ده. هغه زياته کړه چي دوی به په ټولو ښوونځيو کي د نيال ايښودلو لړۍ پيل کړي او پالنه به يې د ښوونځيو د مسوولينو پر غاړه وي.
د علماوو شورا رئيس مولوي عبيدالله فيضاني وويل چي د نيالګيو ايښودل د اسلام له نظره ډېر غوره او د ثواب کار دی. نوموړي داراز له ملاامامانو څخه وغوښتل چي د ترياکو د کښت د حرمت او اضرارو په هکله خلکو ته پوهاوی ورکړي، تر څو خلک د دې ناوړه بوټي له کښت څخه لاس واخلي. د غونډي په پای کي د فوډ زون له خوا يوه تمثيلي پارچه هم جوړه سوې وه.