کور / تازه خبرونه / په هلمند کي د کوکنارو پر سر پيسې اخستل کېږي

په هلمند کي د کوکنارو پر سر پيسې اخستل کېږي

هلمند کې د کوکنارود اړولوپرمهال له کروندګروڅخه پيسې اخيستل کيږي ددې ولايت يوشميراوسيدونکي وايي چې وړاندې د کرلوپرمهال په هرجريب کوکنارو۵۰۰ افغانۍ اخيستل کيدلې خواوس مهال چې د حاصلاتود راټولووخت نږدې دی دا کچه لوړه شوې ده،
په هلمند کې د کوکنارود اړولوپرمهال له کروندګروڅخه پيسې اخيستل کيږي
ددې ولايت يوشميراوسيدونکي وايي چې وړاندې د کرلوپرمهال په هرجريب کوکنارو۵۰۰ افغانۍ اخيستل کيدلې خواوس مهال چې د حاصلاتود راټولووخت نږدې دی دا کچه لوړه شوې ده،
خوچارواکي وايي چې اوس مهال يې د کوکنارود اړولوکمپاين پيل کړی که په دې برخه کې هرڅوک ګرم وپيژندل شي اويا هم کره اسناد په لاس راوړي له قانوني چلند څخه به کارواخلي.
ياد سوي اوسيدونکي وايي چې دا پروسه د څوکلونوراپه ديخوا دوام لري چې هرکال د کوکنارود کرلوپرمهال د امنيتي کسانوله لوري له کروندګروڅخه د هرجريب کوکنارو۵۰۰ افغانۍ اود
حاصلاتود راټولوپرمهال په هرجريب کوکناروترې لس زره اويا هم ۱۵ زره افغانۍ اخيستل کيږي، د دوی په خبره چې دا شکايتونه وړاندې هم چارواکوته په خلاص لاس رسيدلي خودا چې په دې کې دوی هم ونډه لري د مخنيوي لپاره يې ګام نه دی پورته کړی.
د دوی په خبره که دا پروسه په همدې ډول دوام وکړي فکرنه کوي چې په دې ولايت کې د د نشه يي توکومخه ونيول شي په داسې حال کې چې د تيروکلونوپه پرتله په لوړه کچه کرل شوي هم دي
خوپه دې اړه د هلمند د والي وياند وايي چې دوی ته هم دا ډول آوازې رسيدلې خوتراوسه پورې په دې اړه کره شواهد نه دي وړاندې شوي.
هغه وايي چې دوی په دې برخه کې جدي دي اوکه څوک پکې ګرم وپيژندل شي قانوني کړنه به ورسره وشي، دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په دې ولايت کې د کوکنارود له منځه
وړلوکمپاين پيل شوچې د چارواکوپه وينا په لړکې به يې پنځه زره هکتاره ځمکه له کوکناروڅخه پاکه کړي، په داسې حال کې چې د کرل شويوکوکنارود رسمي سروې ګانوله مخې سږکال په شاوخوا سل زره هکتاره ځمکه کوکنارکرل شوي دي.