کور / خبرتیا او پيغامونه / د مڼې په نوم میاشتنۍ مجله له چاپه راووته

د مڼې په نوم میاشتنۍ مجله له چاپه راووته

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر په هلو ځلو، له درې کلن ځنډ وروسته له میدان وردګو ولایت څخه خپریدونکې د مڼې په نوم میاشتنۍ مجله بیا له چاپه راووته .
دغه مجله د لیکوال او شاعر ګل اغا احمدي وردګ په مسؤل مدیریت په زرګڼو کې چاپ شوه،چې هره ګڼه یې ۳۴ مخونه لري .
د میدان وردګو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د دغه مجلې په چاپ کېدو خوښ دي . د مجلې مسؤل مدیر ګل اغا احمدي وردګ وایي یاده مجله یې د وروستي ځل لپاره په ۱۳۹۰ کال کې چاپ کړې وه .
هغه زیاتوي مڼه مجله د مالي ستونزو له امله له چاپ څخه پاتې شوې وه،خو یو ځل بیا د دولایت مقام مطبوعاتي دفتر او د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ یې په زر ګڼو کې چاپ کړه.
هغه وویل له دې وروسته به مڼه هره میاشت د دغه ولایت په اړوند په ځآنګړې ډول د مڼې په اړه د زیاتو معلوماتو په کوربتوب چاپ کیږي .