کور / سياسي / د افغانستان د سولي په نوم نوې جګړه – د پاکستان نوې پروژه

د افغانستان د سولي په نوم نوې جګړه – د پاکستان نوې پروژه

د پاکستان استخباراتي اداره ای ايس ای په دې وروستيو کي په خورا بېړنۍ توګه د سولي په نوم نوې جګړې ته د افغانستان د سوق کولو د لوبي قطعه ميدان ته تري کړله.
که څه هم لومړی ددغي پاکستانۍ لوبي مانورونه په نورستان، غزني او فراه ولايتونو کي د مخ پټو وسله والو لخوا د ۱۳۹۳ لمريزکال په اوايلو کي اجرا سول خو وروسته د مخ پټو وسله والو د پاره د هلمند ولايت د امن ځای وټاکل سو.
ولي هلمند؟
دا ځکه چي هلمند په سيمه کي ستراتيژيك مو قيعت لري دلته د تارياکو د کښت او مخدره موادو له کاروباريانو د زکات په نوم کافي اقتصادي حمايت ترلاسه کيږي چي له امله يې روزګان، دايکنډي، غور، بادغيس، هرات، فراه او په ټوله جنوب غرب حوزه تر پوښښ لاندي راوستل کيږي.
دغه طرحه او عمليه د کوئټي او پېښور شورا ته دوه انتخابه په لاس ورکوي، يو دا چي هغه پچخل طالبان چي نور د سيمي استخبارات کار نسي ځني اخستلائ د سولي تر نامه لاندي افغانستان ته وسپاري او نور پاته طالبان چي اوس هم د جنګ انرژي لري هغوی به د داعيش او مخ پټو وسله والو په توګه شمالي ولايتونو ته سوق کړي چي دا کار به پاکستان ته دوې مهمي لاسته راوړني لري.
هغه دا چي پاکستان به نور له هغه انتقادونو او ګوتنيونو څخه ځان وباسي چي ګواکي د طالبانو روزنه او ملاتړ کوي او بل دا چي هغه کسان به د هند سره پر اړيکو تورن کړي چي ای ايس آی ددغي پروژې پر وړاندي ضرر ورڅخه احساسوي لکه پخوانی ولسمشر حامدکرزی او د هغه د ټيم يو شمېر کسان.
که څه هم د پاکستان پخواني پوځي مشر جنرال پرويز مشرف په خپلو وروستی بيان ددې خبرو شاهدي ورکوله خو د دې پروژې د پياوړتيا د پاره په تېرو ورځو کي پاکستان خپله نوې ستراتيژي هم اعلان کړه چي هغه پاکستان مېشتي افغانان چي شناخته كارت ونلري يا به په پاکستان کي زندان ته اچول کيږي اويا به په افغانستان کي داعيش ته ځي.
پاکستان به دا واري د سولي د خبرو په نوم جګړه په خپله ګټه تمامه کړي هغه داسي چي په خورا لنډه موده کي يې د مهاجرو د پاره خورا ژر پريکړه او عمل پيل کړ، د سولي په نوم جګړې ته يې دا ځل طالب پر دريو برخو ووېشه ( د قطر طالبان ، د کوئټي شورا او د ملا رؤف خادم او ذاکر قيوم او منصور داد الله ډله). دا په داسي حال کي ده چي ملامحمد عمر اخند بيا هم پټ ساتل سوی دی او ممکن په يوه بل فرصت کي وکارول سي، خو يو په دې اړه تر اوسه ډېر لږ بحث ياد سوی دی چي ايا د ملا محمد عمر په نه شتون کي سوله ممکنه ده؟
پاکستان په ۱۹۹۲ميلادي کال هم دې ته نسبتاً ورته لوبه وکړه، مجاهدين يې پر ډلو ووېشل، ځيني يې د سولي په نامه له حکومت سره يو ځای کړل، نوري يې له ځان سره وساتل، د ډاکټر نجيب حکومت تر نسکورېدو وروسته نه بيا سوله خوښوونکي مجاهدين وليدل نه دين خوښوونکي ، بلکي ټولو يو د بل خولې ته ګوتي واچولې او سياسي ګټه پاکستان پورته کړه. څنګه چي پاکستان د يوه اباد او سرلوړي افغانستان په رامنځته کېدو کي خپل زيان ويني نو هيڅکله يې د سولي او خواخوږۍ په خبرو سطحي باور ونه سي بلکي په هر اړخيزه توګه د افغانستان د سولي پلان تر غور او څېړني لاندي ونيول سي.
پاکستان په افغانستان کي د سولي د رامنځته کيدو په نوم شرطونه وړاندي کړي دي چي لومړني شرطونه يې دادي چي په افغانستان کي به د پاکستان د پروژو ضد افغان افراد او اشخاص په هر نوم چي وي متهم کېږي ، له صحنې به ليري کېږي او محکمه کېږي به او يا به په مرموز ډول يو په يو وژل کيږي.

د طرحي بله برخه داوه چي د ژمي په موسم کي يې په افغان حکومت د هغو سيمو عمليات وځنډول چيري چي طالبان پټ وه او افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په اجرا کولو د هغو سيمو د پاکولو هوډ درلود چي په دې توګه طالبانو او داعيش ته د نوو تياريو د پاره کافي فرصت او وخت ورکړل سو چي اوس به د سولي په نامه دغو ملي ګټو ضد شرطونو په منلو سره په راروان دوبي کي يو يا دوه ولايتونو د داعيش د پراختيا په نامه د سقوط سره مخامخ سي.
اوس نو د سولي په نوم جګړه دوه بېلابېل اړخونه لري ، که طالبانو سوله وکړه د نورو طالبانو لخوا به د تهديد سره مخامخ وي، که يې د سولي لاره تعقيب نکړه دوهمه لاره د داعيش ده چي بيا هم د جګړې ډګر توديږي چي دغه طرحه د ای ايس ای په آند پاکستان د تجزيې له خطره ژغورلای سي خو بل طرف ته بيا په ځانګړې توګه د ځينو پښتون مېشتو سيمو او په ټوله کي د افغانستان د پاره د خطر زنګ بلل کېدای سي.

په دې توګه لوی خطر په لومړي ګام کي جنوب غرب حوزې ته مخامخ دی ځکه د ای ايس آی په لومړنيو غوښتنو کي دغه سيمي د شرط په توګه يادي سوي دي چي طالبانو ته به سپارل کېږي، طالبانو ته په تدريجي توګه د سيمو سپارل پاکستان ته د سيمو سپارلو په معنا دي.
له نېکه مرغه د افغانستان شمالي سيمي ، مشرقي او جنوبي سيمي او همدا ډول غربي سيمي چي د هرات ولايت او شاوخوا ده هره لويه سيمه يو رهبر ، مشر يا غمخور لري ، يوازنی بې رهبره او بې مشره سيمه په دې وروستيو کلونو کي جنوب غرب حوزه ده، ځکه خو هم ای ايس آی خپل لومړني شرطونه ددغو سيمو څخه پيل کړل او افغان حکومت هم دا شرطونه په اساني ورسره ومنله چي دلته د پوښتني څوک يا نه وو او يا پاته نه دي.

د سولي په نوم جګړې ته د افغانستان د ورښکېل کولو د پاکستانۍ پروژې نوري برخي به کرار کرار په نژدې ورځو او اوونيو کي عملي سي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي متهم کېدل، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ ته په ظلم ، زور او جبر سره شدت ورکول او د يو شمېر پاکستان ضد لوړ پوړو افغان چارواکو بدنامول او د بشر حقونو په تور ليست کي يې د نومونو ثبتول ځيني له هغو شرطونو څخه دي چي پاکستان یی دپه ښکاره د سولي راوستلو د همکارۍ په نامه ټينګار پر کوي خو په حقيقت کي د پاکستان په ګټه د جګړې اوږدېدلو افغان ضد مضري هڅي دي.ددغو افغان ضد هڅو دوام د افغانستان غميزه د ختمېدو پر ځای نوره هم پېچلې کوي او اوږدوي يې.