کور / هراړخیز / نوی کال نوی حکومت اوزړې خبرې

نوی کال نوی حکومت اوزړې خبرې

نوی کال راغی، معمولا نوی کال له نویو زېرو اوپیغامونو سره مل وي. ما هم وغوښتل چې خپل پیغام اومبارکي دنوي کال دراتلو له کبله خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړم ، هیوادوالو نوی کال مومبارک شه. خدای د وکړي چې دغه کال دکړاوونو، بدبختیو ، ظلم ، اداري فساد، چور او چپاول څخه په امان کې وي. داچې نوي کال له ځانه سره څومره پیغامونه راوړي دي، وبه ګوروچې ایا په نوي کال کې به د یتیم زړې جامې بدلې شي؟ وږیو اوبې وزلو ته به کومه مړۍ ډوډۍ ورسیږي؟ د کابل زرګونو خیرات ټولونکو ته به څه په لاس ورشي ؟ په دفترونو کې به د رشوت او اداري فساد مخه ونیول شي؟ دتېر ژمي د یخ وهلو کورنیو هډونه به څه ګرم شي ؟ دبې کوروهېوادوالو له پاره به کومه کوټه یا خیمه برابره شي ؟ دپوهنتون دزرګونو بېکاره فارغینو له پاره به کاربرابرشي اوپه پایله کې نوی کال به دچا له پاره اغیزمن او له خوښیو ډک وي؟ داټولې هغه پوښتنې دي چې یوازې اویوازې الله ج ته پته ده.

په تېرو څوارلسو کلونو کې زموږځورول شو خلکو دخوښیو پر ځای غمونه او مرګونه وګالل. دنوي کال دخوښۍ زېري دلږ اقلیت نه پرته دهیڅ افغان کوراوکوډلې ته لار ونه موندله. داځکه چې حکومت په تېرو څوارلسو کلونو کې ونشو کړای چې په افغانستان کې سرتاسري سوله رامنځ ته اود داداري فساد مخه ونیسي. دغریب او بې وزلو لاس نیوی وکړي. زورواکان اومافیایي کړۍ ختمې کړي.

که چېرې مونږ دڅوارلس کلن حکومت سیاسي ، ټولنیز، اقتصادي پلانونه اودهغوی پایلې وڅېړو، نو وینو چې په دې برخه کې هیڅ داسې ګام نه دئ پورته شوئ، چې دټولو پرګنوپه ګټه وي. کومې پیسې چې په تېرو څوارلسو کلنو کې افغانستان ته راغلې او زمونږ له ملک سره دمرستندویه هیوادونو له خوا و شوې ، که داپیسې په دولتي سکتور کې په ملي روحیه اوملي کچه دملي ګټو په نظر کې نیولو سره مصرف شوې وای، نو نن به له دغو ننګونو سره لاس په ګریوان نه وو. په دغو پیسو افغانانو کولای شول چې یو ملي ټینګ مرکزي حکومت جوړکړي . ملي اردوغښتلې کړي. خپل اقتصادي ، سیاسي او ټولنیز پلانونه ترزیاتې اندازې پورې په ملک کې دننه ترسره کړي، دغربت مخه ونیسي. دځانځاني ګټو اوغوښتنو په بدل کې ملي ګټې اوغوښتنې سمبال کړي.

په تېرو څوارلسوکلونو کې کمزوری حکومت ونه توانیده چې له دغوپیسېو سمه ګټه پورته اوپه پورتنیوبرخو کې اغیزمن ګامونه پورته کړي. انارشیزم، خپل سري ، بې مسوولیتي دناسم ټولنیزاواداري نظام دنشتوالی سلسله لا روانه ده. جنګ لا تراوسه دګاونډیو له خوا پر مونږ تپل کیږي. دنوي انتخاب شوي حکومت نه دا هیله کېده چې ګوندې دغو ټولو ناخوالوته دپای ټکی کېږدي. لکه چې متل دئ او وایي : ( زوړ ملا اوزړې تراویح). سره له دې چې حکومت نوی شو ، خوخبره زړه په زړه ده.

په نوي حکومت کې داسې پوستونه رامنځ ته شول چې هم زمونږ دهیواد داساسي قانون پرخلاف دي او هم یې سارۍ په نړۍ کې نشته. په نوي حکومت کې دمسوولیتونواو صلاحیتونو پراساس دوه مساوي پوستونه په کار وګمارل شول . ددوی ترشا هغه سیاسي کړۍ ولاړې دي ، کومې چې ددغو ناخوالو درامنځته کېدو اصلي عامل بلل کیږي. دواړه خواوې دمقابل لوري دټکولو له پاره دهرې ممکنې وسیلې څخه کاراخلي او یو بل ټکوي. کوم کار که ولسمشر وکړي نود اجرائیه رئیس یې حتما باید وکړي ، که داسې ونشي نو دملي وحدت حکومت به په خطر کې وي . جالبه خوداده چې په نوي حکومت کې د چارواکو دمشاورینو شمېر له حده زیات دئ ، دمشاورینوله دې شمېر سره داپوښتنه رامنځ ته کیږي چې ایاداچارواکي ددغو څوکیو وړتیا لري اوکه نه ؟ نو که داوړتیا په کې وي ، بیا چارواکي څه مصروفیت لري او دومره مشاورینو ته څه ضرورت دئ . دنوي حکومت له جوړېدو څخه څو میاشتې تېرې شوي، لاتراوسه کابینه بشپړه شوې نه ده . اکثره وزیران او اداري چارواکي سرپرست دي. دوی له دغه حالته تر خپلې وسې ګټه اخلي. انارشي، خپل سري او ګډوډډي په اکثره ادارو کې روانه ده.، ددغوحالاتو اصلي قربانیان زموږ مظلوم هېوادوال او دخلکو پرګنې دي. له دې ټولو ننګونوسره سره زه خپله لیکنه په دې پای ته رسوم چې الله دې دغه کال دمظلومانو اویتیمانو له پاره دکړکېچونو دحل کال وګرځوي. الله دنوی حکومت په ملي روحیه سمبال کړي تر څودپرګنو له پاره خدمت وکړي. الله دې همدا ځوان پسرلی زموږ دپرګنو له پاره ځوان ولري ، چې په کې ځوان نیالګي بې له کوم کړکېچه وده وکړي او د مني (خزان ) دتعصب په څپېړه ونه وهل شي. الله دې زمونږ دپسرلي د ا تازه غوټۍ په خپل وخت سره ګل کړي.