کور / هراړخیز / بيده ولسونه او وږي حاکمان / زین الله ستانکزی

بيده ولسونه او وږي حاکمان / زین الله ستانکزی

د خدای تعالی په دې پراخه نړۍ کې کله کله داسي د سړي زړه تنګ شي، لکه په زوره چې یوې ډيرې زورې او بي رحمه ډلې په ژوندیني په قبر کې اچولی وي او له پاسه يې پري یو امبار خاوري را اړولي وي، په دغه ډول فشارونو کې تر ډيره دهغو ټولنو وګړي راګیر وي چې دعدل، قانون، انصاف او دهیڅ ډول نظام څرک نه پکې لیدل کیږي.
زموږ په دې سوځیدلي او بي برخلیکه نړۍ کې ډير داسي وګړي دځان په څیر وینم چې له خوښیوو او عادي ژوند سربیره که په ورځ کې نه وي، نو په اونۍ کې، خو یو ځل دچاپیريال دنا دودو او ظلم له امله دحقیقت په ډول سره په خیالي او افسانوي لمبو کې سوځي او ډيرې هلي ځلي کوي چې له دې حالاتو څخه ځانونه وساتي خو له دې حالاتو څخه د ساتلو واټن دکابو کیدو نه وي.
کیسې مي په زړه کې ډيرې دې، دیوه لیکوال او انځور ګر په څیر یې تاسو ته نسم وړاندي کولی، خو دیوه خبریال په حیث به دخبري متن په مټ دخپل زړه درد در سره شریک کړم، هغه چاپیریال چې ما پکې سترګي دې نړۍ ته پرانیستې دي، تر امریکا، اروپا او د نړۍ تر هر ښایست او منظرې يې په طبعیت کې ښکلا ډیره ده، خو که رښتیا ووایم، کله ـ کله مي ترې دتېښتي، جفا او د پټیدو فکر هم کړی دی داچې ولي؟ لاملونه يې همدا پورته ټکې وو.
په یوه کتاب کې مي د ادارې دجوړښت او د تاریخچې په اړه لوستي وو چې، د بشر له پیدایښت سره سم او دځینو نورو پرمختګونو سره یوځای د اقتصادي، ټولنیز ژوند او نورو برخو د ودې ترڅنګ د ادارې د جوړښت یو هدف دا هم وو، چې انسانان له وحشي ژوو، څخه دنجات یا ژغورلو په موخه یوه ځای کار وکړي، دبي لاریو مخه ونیسي، عدل رامنځته کړي، پرمختګ ته لاره هواره کړي، خو کله چې خپله د ادارې ډیره برخه یا رهبري ددغه ډول…. سره وي نجات له چاه څخه؟.
اوږدې جګړي مو ديته لاره هواره کړل چې نااهله او انسان خوړونکي رهبران راباندي وګمارل سي، سیمه مو د نړۍ د لوبو او سیالیو په ډګر واوړې، اتفاق او یوالی مو په تربګنۍ او دښمنۍ بدل سي، د تروریزم او نړیوالې مافیا په وړاندي تش په نوم، کله دخنجر، کله د پړانګ دپنځو او کله د ذوالفقار په نوم عملیات تر سره کیږي، په اصل کې دایوه توطیه او در واغجنه جګړه او کیسه ده.
د ملا، قاضي، څارنوال او د قومي مشر سپیڅلي نومونه مو ددې توطيي او د سیسو ښکار شول، رشوت، فساد او د بشر حقوق خوړل تر پښو لاندي کول اوس د شرم په ځای افتخار بلل کیږي، هر مشر او مسوول چې ډیر ظلم، غلا او د ځمکو غصب وکړي په هغه اندازه يې د قدر او د درنښت تله درنیږي.
په بیده او بي مشره ولسونو کې هر څه شوني دي، چاودني، غلا، تښتوني، دخلکو په شخصي او دولتي شتمنیو دچور او تلا کولو د پیښو په اوریدو سره نه څوک تکان خوري او نه هم څوک غوږ پرې ګروي، تر کومه ځایه چې زه د یوه خبریال په صفت ددغه پیښو او نادودو د رسولو اوخپرولو مسوولیت لرم او تر سره کړی مي دی، هیڅ اغیزه او عکس العمل مي يې ندی لیدلی هر وخت مي هیلې په ناهیلۍ بدلي سوي دي، دهمدي چاپیر نا دودو چې هره ورځ ورسره مخ یم زما زړه هم د ډبرې په څیر جوړ کړی ، په اونۍ کې د لسګونوو وژل سويو او په وینو کې د غرقوو ټپيانوعکسونه او خبرونه اخلم چې دهمدي ځآنمرګو او چاودنو ښکار شوي، خو نیم ساعت وروسته مي دا هرڅه هیر وي، چې دغه هیره او بي پروايې داسي ذهنیت راکوي چې، ګني موږ له دې ډول حالاتو سره عادي سوي یو او دعادت له مخي تر سره کیږي نو کومه اندیښنه به نه ترې کوو.
کوم څه چې ما له دې حالاتو زده کړل، هغه دا دي، چې دجګړي ټولې ښکیلي خواوي تش په نوم دولس، وطن او اسلام سره دهمدردۍ او میني نارې وهي، په اصل کې همدا کسان جګړي ته امکانات او پراختیا ورکوي او په بدل کې يې خپلو شخصي ګټو ته لاره هواره وي، دوی د یو شمیر اړو کورنیو او ځوانانو له مجبوریتونو څخه هم ګټه پورته کوي.
دځوانانو مجبوریت یاده ونه مي ځکه وکړه، چې له پولیسو سره دعملیاتو سیمي ته تلم، هر ګړی ددې ویره وه چې دماین چاودنه به وشي، عسکر راته وايې: تاسو خو به ښه یاست؛ تر ټپي کیدو وروسته به امکانات لری؛ څو دځانونو درملنه وکړی؛ خو موږ چې کله ټپیان شوو لاس، پښه او یا مو دبدن نور غړي پرې شي بس مو له ندي باسي او بیا مو پوښتنه نسته؛ نو له دې امله دځان دروغتیا او دجګړي دوام دعا کوم؛ کنه موږ ته دجګړي په ختمیدو سره بیا نه څوک کار راکوي او نه هم خپل کورنۍ ته ډوډۍ پیداکولی شو، ددې ډول فکر او وینا په اوریدو سره مي همدا د نظام مشران پړه وبلل، ځکه دوی د داسي یوه دوامداره او تلپاته جوړښت لپاره کار ندی کړی چې د هیواد په هر وکړي کې ملي روحیه پیدا سي.
دلته سړي ته دا پایله په لاس ورځي چې دغه ځوانان، خو له زده کړي او تمدن څخه لري پاته سويدي، نه به پوهیږي، ملامت هم نه دي، خو ځیني حاکم کسان دي چې دملي روحيي په نوم په خپل مغز کې کلمه هم نلري او بل له لویه سره هم په دې کار ندی سوی، که چیرې دغه ځوانان په ملي روحیه پوهیدای بیا نو له همدې حاکمو سره يې دغلا، فساد او نورو ظلمونو پرمهال مرسته او ساتنه نه کول.
سره له دې چې ولسونه بیده دې، خو بیا هم دغه ډول ـ ډول او پر له پسي حالاتو په سیاست پوه کړل، اوس په دې پوهیږي چې دبدن ویني يې په پټه اوښکاره همدا نسور او دسلو کالو وږي، حاکمان خوري، ماته دهیواد نامتو لیکوال ګل پاچا الفت دهغه کلا د برجونو او لاندي دخندک کیسه را یادوي، کټ مټ په هغه شرایطو کې راګیر یو، دمظلومو ویني زور ور کاږي او خپلې خیټي پري پړ سوي، څوکۍ په پیسو پلورل کیږي چې داکار نه له چا پټ دی او نه يې هم پټولای سي.
له خپل مسوولیت سره سم یوه ورځ د ملت دشتمنۍ د ژغورلو په اړه دملګرو خبریالانو سره د مشر دفترته ورغلم، څو يې په اړه یو راپور جوړ کړم، په همدي حال کې د مشر سکرټر راغی ویې ویل: صیب! هغه خلک راغلي چې پلانکي درته ټیلفون کړی و، را ويې غواړم؟ مشر: بلي را يې غواړه! ګورم چې یو بوډا سړی امساء په لاس کې راغی تر سلام وروسته غلی په چوکۍ کې کښیناست وروسته یوه ځوانه نجلۍ دغه راز یوه سپین سرې او یوه اته کلنه ماشومه هم راغله، ځوانې نجلۍ هم په ډير جرائت سلام ادا کړ او یوې خواته کښیناتل.
له دې راغلي ډلي سره چې کوم ظالم هر څومره ظلم کړی وو، دا یوې خوا ته، خو ددې مظلومو سره تر دې وروسته، او په تسلسل د عدالت ټیکه دارانو، څارنوال، قاضي او مسوولو یوه نه منوونکي ظلم، او وحشت ته ملاتړلي وه چې اوریدل يې هم دزغملو نه وو.
دځواني نجلۍ مور مشر ته عریضه وړاندي کړه، وویل یو نیم کال وړاندي مي دغه لور په داسي حال کې له کوره یو چا وتښتول چې تر ما( مور، پلار، دري کوچنۍ خوندو)) تیره په کورکې بل څوک نه وو چې مخه يې ونیسي، اوه میاشتي وروسته مو په همدي سیمي کې پیداکړه، یو تن عسکر ځان ته په نکاح کړي وه، خو وروسته هغه په جکړه کې ووژل شو، دعسکر مشر ورور دوه میاشتي په تیریدو د نجلۍ دنکاح کولو هڅه وکړه، خو دا چې نجلۍ له وړاندي دې کورته په زور راویستل شوي وه نو له همدي امله يې دغه نکاح ونه منل، خو د دغه ظالم لخوا چې بله ښځه او اولادونه يې هم در لودل، زنا ورسره سوه ، څو يې په دې کار سره نکاح کولوو ته راضي کړي.
خبره په نږدي سیمه کې تر څارنوال او قاضي او پولیسو پورې ورسیدل، په غریبو او بي وزلو جامو کې دهغې ځواناني او کونډي د نګه ونه او د ښاپیرۍ په څير ښکلا دې ته لاره هوارول چې، د تر لاسه کولو هیلي په هرچا کې پیدا کړي، څارنوال ورته وايي:((په پټ مخ ستا څخه تحقیقت ماته حقایق په لاس نه راکوي، مخ دي ټوله لڅ که، څو زه پوه شم چې ستا په څیره کې څه دي))؟.
نجلۍ وايې له مخ ښکاره کولو سره عادي سوم بله ورځ څارنوال مي مورته وویل خاله ته ولاړه سه زه به دي نن شپه لور را وګرځوم په خپل دفترکې دیګ او خواړه هم لرم، غوښي مي پخ کړي او دشپي به سم معلومات تر لاسه او ستاسو کارونه به په دې ډول سره اسانه سي.
د سیمي لوی څارنوال او قاضي هم دیته ورته غوښتني ترې کړي وي، د پلار له سترګو يې دلور ترخبرو وروسته اوښکي راغلې وویل: کاش چې همدا نن له خپلې کورنۍ سره دیوه ماین چاودني کې وژل شوی وای او له دې شرمه څخه به د تل لپاره خلاص وای، په اداره کې را سره ناست مشر ډیر ژر اقدام وکړ او پولیسو ته يې دهغوی عریضه ولیږل، څو مقابل لوری ونیول سي، خو په اصل کې په داسي یو ټولنه کې چې دعدالت ټیکه داران يې داسي وي، نو بیا له چا څخه دعدالت تمه وسي؟.
دکونډي کورنۍ، دعوي او جنجالونو دې حال ته رسولي وو، چې د ورځي دعدالت په ټیکه دارانو ددې لپاره ګرځي، څو له هغه وحشي انسان څخه چې له خپلې کونډي ورینداري سره يې زنا هم وکړه، ځان خلاص کړي او د شپي ناوخته کور په کور وچه ډوډۍ ټولوي، ددې ظلم سر بیره چې له دې مظلومو سره شوی دی، دکورنۍ داحتیاج او بي وزلۍ کیسي د پولادو زړه ویلي کوي!!!.
له دې معلومیږي چې دعریضي او ګیلې در تړل شوی دی، دهر غریب او بي وزله عزت به په دې ډول تر پښو لاندي کیږي، دپوښتني به یې څوک نه وي، په دې چاپیریال کې له ډیرو داسي کیسو سره د یوه خبریال په حیث مخ سوی یم، چې په هرې کیسي یو عالم خبري له چاپیریال څخه پټي پاته سوي دي، لږ ها خوا بیا یوه بله ډله ده، چې زموږ په ټولنه کې د منل شوي اصل له مخي دجرم په مرتکب کیدو هم بد نه پسي وایو، ددې لپاره چې دګیلي او عریضي د دروازي دتړل کیدو ادعا ښه ثابته سي، یوه بله کیسه داسي ده چې له امنیتي مسئولینو سره یو تن لاس تړلی ناست و.
دا چې څوک دی؟ دهغوی ځواب دا وو، دغه …. صیب دی چې یوه اته کلنه ماشومه يې راګیر کړي وه او د خپل نفسي خواهیشاتو د پوره کیدو لپاره یې ګټه ترې پورته کول، د باور وړ خبره نه وه، خو دا چې دغه صیب! په ډير بي شرمۍ سره له ځانه خپله ویډیو اخیستې وه، نو بیا شک په حقیقت بدلیدی.
له دې هر ډول نا دودو سره چې دا بي نظامه او بي مشره هیواد ور سره مخ دی، څه پکې ونه شول؟ افغاني، اسلامي، او ملي روحیه پکې له منځه تللي، خو بیا هم تش په نوم مشران دخپل کور له انګړ څخه ندي خبر چې څه روان دي.
مخکي مي په هغه مشر ډیر باور درلود چې په بریالیتوب کې یې ما هم ځان په ګناه مرتکب کی، خو کله چې يې په کمزورتیا او ناځوانۍ پوه سوم اوس يې د نوم اوریدو سره تکان خورم، ها خوا بیا د دین او اسلام په نوم یوه ډله هره ورځ لسګونه بي ګناه انسانان وژني او ددې وژنو په سر داسلام له اصلي دښمنانو څخه کریډیټ اخلي، سړک، پول، ښوونځی، جومات او عامه ځایونه د یو بل چاه دخوشالۍ لپاره ورانوي چې تر ټولو ډیر، زیان بیا دا ډله دین کلتور او تاریخ ته رسوي، له دې ډلي څخه مي ځکه ډيره ګیله نسته چې موږ يې هم واکمن نه بولو، دومره وایم چې په خپلو چارو کې دغه ډله په هغو پټو امکاناتو ډیر غښتلي او بریالۍ ده، پیچکاري شوی او ګنس انسان(ځان وژونکی) تر هدفه نیغه په نیغه رسوي، دهغو مشرانو قومانده او پلان چې له لري ورکول کیږي، ښه پلي کوي، تر خپل واکمنۍ لاندي سیمو کې يې تر ډېره خپل جوړ شوی قانون عملي کړی دی.
دبي برخلیکه او بي مشره یاده ونه مي ځکه کړي چې اوس هم داسلام اصلي دښمنان دطرحه سویو پلانونو په پلي کولو بوخت دي، غواړي دیوې تازه قومي او مذهبي جګړې پیل ته امکانات ورکړي او پراخه يې کړي، خو دمخنیوي لپاره يې دغه مشران ندي چمتو!.
دپورته ټکو په یادښت سره انشا الله چي چاه ته شک نه پاته کیږي، د لږ فکر په کولو سره به خپله دې پایلي ته رسیږي چې، ډیری انسان دیوې مړۍ ډوډۍ لپاره خپل ماشوم اولادونه پلوري، فقر او درانه کارونو پرې کوي، له لویږي، ځینو کارونو ته اړ کیږي چې له دین مذهب او ټولني سره په ټکر کې دې، ښوونځی، کسب او کار خو په لویه لاره پریږده، برعکس بیا دغه خیټور، په هیواد دننه او بهر کورونه، مارکیټونه، زري موټر، بهرني سفرونه او داسي نور دعیش او عشرت…. کارونه خو يې د فرض لمانځه په څیر عادت ګرځیدلي دي.
دغه حالاتو ته په کتو سره ویلی سم چې اوس موږ په خپل هیواد کې نه رښتني او ایماداره مشران لرو، نه ژوندي ولسونه، او نه هم داسي ژبه را سره سته چې دښمن ته د قبلیدو ښیرا او دوست ته دعا پرې وکړو.