کور / سياسي / افغانستان او۱۳۹۴کال

افغانستان او۱۳۹۴کال

تېر۹۳لمریزکال درسنیودراپورونو پراساس ډیربدکال نومول سوي ځکه په دې کال کي برېدونه زیات سوي ملکي تلفات اوج ته رسیدلي او همداشان ددولت اقتصادي غوښتني زیاتي سوي ځکه نړیوالي ټولني لکه چي مخکي يې افغان دولت سره مرستې کولي خپلي مرستې کمي کړي دي
وژنه زموږ په هېواد کي اوس مهال ترهري موضوع ډیره مهمه ده که څه هم زموږ په هېواد کي ملکي چوپړونه اقتصاد بیارغونه هغه څه دي چي موږيې په دي نژدي کلونو کي تمه نلرو ، دنوري نړۍ په هیواد دونو دڅښاک اوبه هم پرمعیار سمې ورکول کیږي
رابه سو دي چي زماپه لېکنه کي زه هغه څه چي په نورو بهرنیو هېوادونو کي ولس ته ورکول کیږي هغه نه غواړم په تیرلمریز کال کي دهېواد کورني عواید څو سلنه کم سوي بې کاري ډیره سوي او همداشان ملي شتمني موکمښت لیدلي که چیري څوک په خپل کوچني فکروګوري نو دافغانستان اوسني لګښتونه چي باید په مصرف ورسیږي بیخي ډیردي ددولتي مامورینو معاشات دفوځیانو اکمالات هغوې ته البسه ډوډۍ او نوراړین توکي چمتو کول چي شاید دولت له ننګونو سره مخ کړی
دهېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته هرافغان اوداوسني نظام هرسرتېری چمتودي خو هغوې چی سرښندنه کوي نوباید وهم ساتل سي دګيډي دمړۍ غم يې وخوړل سی اولادونه يې په ارامه وي او باید دژوند ډیري اسانتیاوي ورته چمتوسي اوبیا دوي په سنګرونو کي وجنګیږي خو بیاهم وینو چي زموږسرتیري پردې برسېره چي څه ورته سوي ندي دخپلو هېوادوالو ساتنه دخپل سره په بدل کي کوي موږيې قدر داني کوو اوهڅي يې ستایو
راتلوونکي ۱۳۹۴لمریزکال به دافغانانو اوباالخصوص افغان حکومت ته څنګه کال وي اوسنۍ نړي او دنړۍ پرقدرته هېوادونه هلي ځلي کوي ترڅو خپل اقتصادي نظام پیاوړي کړي ، ځکه په اقتصاد کي امنیت سوله ،ثبات ، دسیمي دهیوادونو سره ښي اړیکي اوهغه ټولي اړتیاوي پوره کېدای سي چي دیوحکومت ورته اړتیاوي
افغانستان دنړیوالي ټولني اودسیمي هېوادونو پرمرستو ولاړ هېواد دي دافغانستان خپل کورني عواید دهغه ددولتي مامورینو دیوې میاشتي تنخوا هم نه جوړوي او دبهرنیومرستو په مټ اوس دغه هېواد پرخپل ځان تکیه دي که له یوې خوا موږ ته په میلیارډونوډالر را روان له بلي خوموږ ورته مصرف هم لرو ځکه په ورځني ډول زموږجګړه ایز ماموریت ډیرلګښت لري اوددې ماموریتونو سرته رسونه هم ډیراړین دي
موږ تېر کال هم دبهرنیو مرستوپه دوام سره په ملي بودیجه کي کسر درلودی او ومونسو کړاي هغه پلانونه چي مو دکال په سرکي جوړ کړي وو دکال ترپایه پلي کړو
نوځکه موپه هیواد کي عواید کم پانګوونه کمه بي کاري زیاته اوپه کلي توګه ستونزي دوه برابره سوې ترډیره بریده زموږ په سیموکي بهرنۍ مرستي په ډیرو لوړ لګښتونوپرداسي پروژو مصرف سوي چي ملت ته يې هیڅ ګټه هم ونه رسېده فقط دومره وسول چی دقرار دادیانو جېبونه باندي ډک سول
داچي دتېرکال څوروښانه کرښو ته اشاره وسوه نو دداسي کړنو په بیا ځلي توګه سره فکرکولای سوچي دچارواکواو دولتي جګپوړو کارکونکو ډیري خبري هم باید رېښتیاونه ګڼو ځکه هرځلې دوي په خپلو ژمنو اوکړنو کي پاتي راغلي ژمنه کول اودهېواد دوګړو ارامه ساتل ددوي دسیاست یوه برخه جوړه وي
ځکه په دولتي ګمزورتیا کي ولس نورهم دبیلابیلو ستونزو سره مخ کېدای سي اوسني دولت بي له مفتو ډاډونوچي ولس ته یې ورکړي نورڅه ندي ورکړي تل يي ژمني کړي اوعملي کیدل یې دقیامت ورځي ته ساتلي دي زموږدولس په سترګوکي يې خاوري اچوولي
اوسنی دولت به راتلوونکی کال له نوي بهرني تپل سوي جګړې اقتصادي کمښت اوپارلماني ټاکنوسره مخ وي کچیري ددوې اوسني ناکام ماموریت ته وکتل سي نو په نظر رسیږي چي په ټولو چاروکي به همداسي شنډ وي
۱۳کلني جګړې دسیمي استخباراتي کړیو ته کومه ګټه ونکړه اوس مجبوره دي چي دعراق دبریالۍ جګړي څخه په رنګ اخیستلو یاده ډرامه دلته هم پلي کړي چي فکرکوم ددې جګړې لمړۍ موخه به نژادي اومذهبي پاره ووني وي چي مثالونه يي په دې نژدي ورځو کي موږ ولیدل
اوهمداشان دوي به کوښښ وکړي چي خپلي هڅي دافغانستان ګوټ ګوټ ته وغځووي خودابه دومره داندېښني خبره نه وي کچیري زموږ اقتصاد پیاوړی واوسي نوپه هېوادکي هغه وسلوالو ته چي شمېر يې ډیر کم دي ماتي ورکولای سو
ورپسې په دې کال کي کچیري موږ داساسي قانون دحکم سره سم خپلي کړني ترسره کړو پارلماني ټاکني په مخ کي لرو چي یواځي دلګښت تمه يي هم نلرو بې له دي چي بیاهم نړیواله ټولنه راسره مرسته ونکړي
دیادوټاکنو امنیت او په شفافه توګه ترسره کیدن دي چي بیاهم باورنه رسیږي چي بریالۍ دي وي ځکه تیرو دولایتي شورا اوجمهوري ریاست ټاکنو وښودله چي ټاکني نه بلکي تجارت ووخپلي ټولي ژمني يې خرڅي کړلي اوچوکۍ ته يې ځان ورساوه دعاموافغانانوزړونه يې بیخي دټاکنو له نومه څخه بد کړل
داچي دومره ستونزو سره زموږ دولت لاس اوګېروان دی نوبه ملت بیچاره ته څه ورسیږي کارامنیت پوهنه اودژووند اسانتیاوي برابرول ددولت له مهمو کړنو څخه دی چي باید ولس ته يې برابري کړي خو زموږ دولت بېچاره خپله ترسره په ستونزوکي غرق دي نو زموږ او ملت لپاره به څه وکړي
کېداي سي موږهم ددوې دورکي کابینې غوندي برخلیک څخه برخمن سواوستونزي موزیاتي سي کچیري دولت ته غوږ یاست نو ورک به سو خپله دخپلي راتلوونکي لپاره کاروکړي ترڅو اولادونه موهوسا اوهېواد مو اباد وا اوسي
دیوسرلوړي افغانستان په هیله
په درنښت