کور / هراړخیز / د دیموکراسی علمدار د وردګو د ولایت د ناورین مسئول

د دیموکراسی علمدار د وردګو د ولایت د ناورین مسئول

کله چی امان الله خان د دیموکراسی او پرمختګ حرکت پیل کړ ، د امان الله خان د میرمنی ملکی ثریا سره ګډ د وردګو ولایت نه بی بی حاجی د ملکی ثریا کلکه ملاتړی وه او د دیموکراسی او پرمختګ د حرکت یوه کلکه حامی وه. بیا وروسته په شاهی دوره او انقلاب دوره کی هم د بی بی حاجی رول د مکث وړ دی. بی بی حاجی د شاهی حکومت سره د خپلو روابطو له امله او د هغی د ځینی خپلوانو شهیدان کیدل د خلقیانو او پرچمیانو په وسیله به شاید لامل شوی وی چی بی بی حاجی د حکومت په مخالف صف کښی ودریږی. او د هغه حکومت چی په ظاهره د آزادی ، پرمختګ او د غریب کارانو د حقونو د خوندی کولو لپاره رامنځته شوی وو مخالفت وکړی.
بی بی حاجی پاکستان ته د مهاجر کیدلو نه وروسته د خپلی مخکینی پیژندګلوی په بنسټ چی د پیر صاحبانو او حضرت صاحبانو سره یی درلوده ، عبدالرحیم وردګ چی په هغه وخت کښی یی په امریکا کښی خپلی زده کړی بشپړی کړی وی خپل نماینده وټاکه. چی وروسته جنرال عبدالرحیم وردګ د پیر صاحب د ګوند محاذ ملی نظامی مسئول شو. په هغه وخت کی عبدالرحیم وردګ د ISI او AIC سره خپلی اړیکی ډيری پراخی وغزولی. د جهاد په کلونو کی جنرال عبدالرحیم وردګ د ISI د دومره ملاتړ څخه برخمن وو چی حتی په اسلام آباد کی یی هم کولای شول خلک ووژنی. او خپل یو د کور موټروان یی د خپلو کورنیو ستونزو له امله د اسلام آباد په مرکز کی په شهادت ورسولو.
د طالبانو په راتګ سره د تنظیمی ټوپکیانو رول او نقش ختم شو. او بیا چی د سپټمبر د یولسم پیښه رامنځته شوه ، امریکایانو په افغانستان باندی د حملی تابیا ونیوله ، لومړنی کس چی زمونږ په سیمه کی یی د امریکایانو سټلایټ ټلیفونونه خلکو ته توزیع کړل هغه عبدالرحیم وردګ وو. پدی توګه د عبدالرحیم وردګ نوم بیا د خلکو غوږونو ته ورسید. عبدالرحیم وردګ کله چی په تیرو انتخاباتو کی د ریاست جمهوری لپاره کاندید وو د طلوع تلویزیون سره په مرکه کښی وویل چی زما د فعالیت ساحه په کابل او ټولو جنوبی ولایتونو د کابل نه تر قلات او خوست او پکتیکا ولایتونو پوری غزیدلی وه.
اوس هم اصلی موضوع ؛ د نوی حکومت په راتګ سره عبدالرحیم وردک پدی هڅه کی وو چی خپل ټول سیاسی ، حزبی او قومی رقیبان د وردګو په ولایت کښی د انزوا خوا ته کش کړی او همدارنګه عبدالرحیم وردګ کوشش وکړ چی د وردګو ټوله ونډه ځانته واخلی او د خپل طیف څخه یی بیا په خلکو وویشی. یوه بیلګه یی د ننګیالی د وسلی امریکایانو ته په لاس ورکول او په خپله د ننګیالی کش کول ته باګرام پوری دی.
عبدالرحیم وردګ د خپلو پخوانیو اړیکو په بنسټ چی د ISI او AIC سره یی درلودلی د طالبانو د پاتی شونو او حقانی سره هم اړیکی پاللی لکه څنګه چی دا خبره اوس د ټولو په خوله ده چی په ملی اردو کښی زیاته ونډه د حقانی شبکی ته ورکړل شوی وه. او په تروریستی بریدونو کی د حقانی د شبکی د ډیر برلاسی بریالیتوب یوازینی لامل بلل کیــږی.
عبدالرحیم وردګ چی خپلی شخصی ګټی ورته تر هر څه لوړی وی د شمالی ټلوالی سره ښه ملګری شو او په امنیتی سکتورونو کښی یی د شر او فساد یو ښه شریک وو. او باید ووایم چی د عبدالرحیم وردګ دوهم واده د پنجشیر څخه دی ، پنجشیریانو ته به یی خپل ځان د دوی زوم ورپیژندلو.
عبدالرحیم وردګ د خپل زوی حامد وردګ تر مشری لاندی شخصی امنیتی کمپنی درلوده ، په ما د یو وردګ په توګه هغه وخت ډیره سخته تمامه شوله ، کله چی د دوی د رنډی خانو راپور د میډیا له لوری په کابل او امریکا کی خپور شو او یوه ورځ چی کله یو مجلس ته ورتلم او مخکی زما د رسیدو همدا موضوع یاده شوی وه. خو د ما په ور رسیدو او لیدو د مجلس ګډونوالو موضوع بدله کړه ، خو د دوی د وضعیت نه زه داسی پوه شوم چی دوی دا موضوع د ټولو وردګو په اړه د قضاوت په محراق کی ایښی وه.
را ځم چی څنګه د دیموکراسی علمدار د وردګو د ولایت د ناورین تر شا لاس درلود؟ عبدالرحیم وردګ د لومړی سر څخه هڅه درلوده چی که چیری د طالبانو سره په تفاهم کابل او د جنوب ځینی ولایتونه سقوط کړی او تر خپل تسلط لاندی یی راولی. دا چی نظامی تواان یی نه درلود او طالبان یی هم په هغه وخت کی راضی نشوای کړلای نو و نه توانیده.
وروسته عبدالرحیم وردګ د پخوانی کار کوونکی او د نوی امریکایی پروژی د نوی ستر مجری په توګه د وردګو طالبانو او ځینو پخوانیو جهادی قوماندانانو په کورونو د شپی حملی وکړی او ځینی طالب قوماندانان یی هم په لومړی سر کی ووژل.
خو د عبدالرحیم وردګ لپاره طلایی چانس هغه وخت وو چی کله د دفاع وزیر شو او هم یی شخصی امنیتی کمپنی درلوده. د طالبانو جنګ د امریکا په ضد بیا شروع شوی وو او بالاخره اوج ته ورسید. پدی وخت کی د امریکا استراتیژی ګانی او پالیسی ګانی هم بدلی را بدلی شوی. امریکا هڅه وکړه چی په طالبانو کی نفوذ وکړی. او امریکا په خپله استراتیژی کی دری انتخابه با آفشنه ځای کړی وو.
لومړی هغه طالبان چی په هیڅ صورت یی د امریکایانو د مخالفت نه لاس په سر نه اخیست. هغوی ټول ووژل شول او یا هم په زندانونو کی واچول شول.
دوهم هغه کسان چی د امریکایانو سره یی کار کولو ته زړه ښه کړلو هغوی یی نور هم تقویه کړل.
دریمه کتګوری هغه طالبان وو چی د امریکایانو د مخالفت نه یی لاس واخیست ، نه هم د امریکا په ضد او نه هم په ګټه کار کوی.
عبدالرحیم وردګ لدی نه ګټه واخیسته د قادر طارق په وسیله چی د کشف ریئس او د عبدالرحیم وردګ خپلوان وو ، په وردګو کی د امریکا عملیات ټول د قادر طارق تر مشری لاندی سرته رسیدل. ډیر زیات طالبان چی د امریکا سره یی نه پخلا کیدونکی دریځ درلود په شهادت ورسول شول او نور یی په زندانونو کی واچول او یا ئی هم د امریکا د مخالفت نه لاس په سر اخیستلو او کور کیناستلو ته اړ کړل. او پدی توګه یی د ISI او AIC په مرسته د طالبانو کنترول داسی په لاس کی واخیست چی د طالبانو هغه سر ګروپان او قوماندانان چی د دوی سره یی اړیکی درلوده او جاسوسی یی ورته کوله تقویه کړل او هغسی جنایتونه یی سرته ورسول چی مونږ او تاسی یی یی وینو او شاهدان یو.
کله چی امریکایانو د عراق نه په زده کړی د بغاوت ضد استراتیژی په افغانستان کی هم تطبیق کړله ، د طالبانو په وسیله یی ډیر بارسوخه او ښه خلک په وردګو کی په شهادت ورسول ترڅو طالبان بدنام شی او خلک یی په ضد را وپاڅیــږی. پدی وخت کی عبدالرحیم وردګ د وردګو په طالبانو کښی قوی لاس درلود او د کابل څخه یی په اشاره ډیر کسان د طالب په وسیله د طالبانو تر نامه لاندی په شهادت ورسول چی زیاتره د حزب اسلامی کسان پکښی شامل وو. فکر کوم دا د (۲۰۰۸- ۲۰۱۰) کلونو شاوخوا وه. دا هغه څه وو چی د ISI او AIC سره په تفاهم او هماهنګی باندی د قادر طارق او عبدالرحیم وردګ تر مشری لاندی سرته رسیدل.
عبدالرحیم وردګ هڅه وکړه چی په حکومت کښی یو ځواکمن قدرتمند شخص پاتی شی. او د وردګو ولایت نه رښتیا هم ځواکمن شخص دی چی ډیر کسان په دری ګونو امنیتی سکتورونو کښی لری. او په همدی شکل د طالبانو زیاتره قوماندانان هم ورسره اړیکی لری. پدی توګه عبدالرحیم وردګ پدی سیمه کی ، د دی امریکایی او پاکستانی پروژی د غټ مجری په توګه ، پدی څو کلونو کښی رول ولوباوه. او په سیمه کی یی زیاتی بدمرغی رامنځته کړی.
کله چی په حکومت کښی د وردګو ولایت نه نورو وزیرانو او چارواکو حالت له نژدی څاره ، نو دوی هم هڅه وکړه چی هم په حکومت کی وی او هم د طالبانو سره اړیکی ولری. اوس به داسی طالب قوماندان پیدا نکړی چی د یو نه یو حکومتی چارواکی سره اړیکی و نلری او یا هم د حکومتی چارواکو له خوا تقویه نشی. او بد مرغی ، بد امنی او د عامو خلکو وژنه او د خپلو کورونو څخه کډه کیدل یوازی عام او بی ګناه خلک زغمی او ورنه کړیږی.
ښه به وای که عبدالرحیم وردګ د وردګ ولایت د سولی ، امن ، ښیرازی او پرمختګ لپاره کار کړی وای ، په ځای د دی چی خلک ووژنی او د خلکو په وژلو قدرت او پیسی لاسته راوړی. زه فکر کوم د خلکو زور د خدای زور دی او دا هغه څه دی چی په وژلو او پیسو سره نشی ترلاسه کیدلای. بلکی هغه د زړونو په لاسته راوړلو سره لاسته راځی.
ټولو حکومتی چارواکو او مشرانو ته د وویل شی چی د ټولنی د بدمرغی او بد امنی د منځه وړلو لپاره خپلی مټی راونغاړی ، ترڅو زمونږ ولایت کی امن راشی. امن د خدای لوی نعمت دی ، کله چی امن راشی علم او پرمختګ ته زمینه برابره کیږی. علم او پرمختګ ټولنی ته خوشحالی او خوشبختی راوړی. چیرته چی وژل کیږی هلته د خدای رحمت ختمیږی او هلته تل بدمرغی وی. راځی داسی کار ونکړو چی خلکو ته بدمرغی زیږوی ، داسی کار وکړو چی د خلکو د خوشبختی ، خوشحالی او آرامی سبب وګرځی او د دنیا او آخرت نیکمرغی ترلاسه کړو.
وماعلینا الالبلاغ