کور / تازه خبرونه / د ۶ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وسوه

د ۶ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وسوه

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۶ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، ۴ تنه ټپيان او ۳ تنه د امنيتي ځواکونو له لوري ژوندي ونيول شول.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په ننګرهار، تخار، کندوز، فارياب، سرپل، کندهار، غزني، هرات، فراه او هلمند ولايتونو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
خپله وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.