کور / تازه خبرونه / ترافيکي پېښي له امله ۱۰ اولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

ترافيکي پېښي له امله ۱۰ اولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د کابل ـ غزني پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت اړوند د سیداباد ولسوالۍ په زرني سیمه کې د د یوې ترافيکي پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .
دغه پېښه نن ( چهارشنبه) سهار نږدې لس بجې هغه مهال رامنځته شوه،کله چې یو مارسیډیز او کرولا ډوله موټرونه سره وجنګیده،چې له امله یې یو ولسي وګړی شهید او د یوې مېرمې په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي .
د یادې پېښې کرولا ډوله موټر له کابل څخه غزني او مارسیډیز موټر له سیداباد ولسوالۍ څخه کابل ته روان وو،چې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله سره وجنګیده او یاده مرګ ژوبله رامنځته شوه.
په پېښه کې د درې تنو ټپیانو روغتیایې حالت سم نه دئ.
د پېښې د رامنځته کیدو سره سم د عامې روغتیا ریاست له لورې د سیمې څخه ټپیان د میدان وردګو ولایت مرکزي روغتون ته رانتقال کړي،چې دا مهال تر درملنې لاندي دي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په پېښه خواشیني ښودلې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې .