کور / تازه خبرونه / په پېښور کې وسله والو یوه افسر وواژه.

په پېښور کې وسله والو یوه افسر وواژه.

پېښور: پېښورد حيات اباد په سيمه کې ناڅرگنده وسله والوله لوري د پاکستاني پوځ يو ډګروال طاهر عظيم وژل شوي.د پېښور پوليس وايي، چې نوموړى هغه مهال ووژل شو، چې د ماسپښين له لمانځه وروسته له جوماته خپل کور ته روان و او په ټپي حالت کې د حيات اباد دولتي روغتون ته ولېږدول شو،خوروغتون ته پر لار يې ساه ورکړه.چارواکي وايي، چې وژل شوی پوځي افسر د پېښور د بډه بېرې و، دنده يې په راولپينډۍ کې وه او کور يې حيات اباد کې و.د پېښور پوليس وايي، چې کېدای شي دا پېښه د کورنۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوي وي. تر اوسه ددې پېښې مسوولیت کومې ډلې یا شخص پرغاړه ندی اخیستی. برید کوونکي پر موټر سایکل سپاره وو او له برید وروسته توانېدلي چې ځانونه تري تم کړي