کور / تازه خبرونه / روزګان: د لاريون کوونکو له لوري حکومت ته ګواښ

روزګان: د لاريون کوونکو له لوري حکومت ته ګواښ

په روزګان کي په زيات شمېر کسانو د يوه لاريون پرمهال ددې ولايت د امنيه قوماندان د وژني د قضې د څېړولو او د هغه د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړل.
لاريون کوونکو په خپلو شعارونو کي دولت ته هم ګواښ، چي که موضوع پټه وساتل سي د حکومت په وړاندي به ودريږي.
د روزګان امنيه قوماندان نژدې دوې اونۍ مخکي په مرکز کابل کي په مرموز ډول وژل سوو، چي تر اوسه ئې د وژني موضوع پټه پاته.
د هغه تر وژني وروسته د روزګان اوسيدونکي د ناامنيو وېره لري، ځکه امنيه قوماندان مطيع الله په سيمه کي د مخالفينو سخت دوښمن او نسبتا په منطقه کي ئې امنتي حالت کابو کړی وو.
د روزګان په مرکز ترينکوټ کي زرګونو نارينه او ښځينه وو د يوه سوليز لاريون پرمهال له مرکزي حکومت څخه په جدي توګه د هغه د قاتلينو دنيولو غوښتنه وکړل.
لاريون کوونکو د مرکزټرينکوټ بازارونه هم تړلي وه.
لاريون کوونکو حکومت ته ګواښ وکړ چي که د امنيه قوماندان مطيع الله قاتلين ونه نيول سي دوی به په راتلوونکو پارلماني ټاکنو او د حکومت په وړاندي به ودريږي.
د کورنيو چارو وزات بياوايي، چي د روزګان د امنيه قوماندان د وژني قضيه تر څار لاندي ده او د قاتلينو د نيولو په اړه ئې پلټني رواني دي.
دا په روانه اونۍ کي په روزګان ولايت کي دوهم براخ لاريون يون دی چي تر سره کېږی او د ددې ولايت د امنيه قوماندان د قاتلينو د نيولو غوښتنه کېږي.