کور / تازه خبرونه / کندهار: د امنيت په ټينګښت کي د امنتي ځواکونو هڅي وستايل سوې

کندهار: د امنيت په ټينګښت کي د امنتي ځواکونو هڅي وستايل سوې

په کندهار کي د يوي امنيتي غونډي پر مهال د پوليسو يو شمېر منسوبين له دي امله وستايل سول چي په کندهار کي يې د امنيت لپاره ډېري هڅي کړي دي.له بلي خوا د پوليسو منسوبينو ته امر سوى چې د خبريالانو سره د پېښو پر مهال ښه چلند تر سره کړي.
په کندهار کي د امنيتي حوزو د منسوبينو او ولايتي چارواکو ترمنځ د همږغۍ غونډه جوړه سوه او پرمهال يې د کندهار سرپرست والي توريالي ويسا د ملي پوليسو هغه هلي ځلي چي د امنيت په تامين کي يې کړي، وستايلې او ويې ويل د ملي پوليسو په ليکو کي د پخوا په پرتله ډېر مثبت تغير راغلی.
ويسا د امنيت د ټينګښت لامل د پوليسو همږغي وبلل.
د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د امنيتي ځواکونو هڅي وستايلې او ويې ويل چي په ښار کي بايد د تلاښيو پر ځای استخباراتو او له خلکو سره پر اړيکو تکيه وسي.
نوموړي دا راز امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چي له خبريالانو سره د امنيتي پېښو پر مهال همکاري او مرسته وکړي.
د کندهار امنيتي حوزو امرينو او د کندهار د امنيت آمر رحمت الله اطرافي وويل چې د کندهار په ښار کي يې د خلکو د خدمت لپاره شپه او ورځ کار کړى دى.
بايد وويل سي چې په کندهار کي دا مهال د هېواد نورو ولايتونو ته په کتو سره امنيت سم سوى دى او د ننۍ غونډي پر مهال د پوليسو منسوبينو ته ستاينليکونه هم ورکول سول.