کور / تازه خبرونه / کندهار: ۵ زده کوونکو د سرو او سپينو زرو مډالونه وګټل

کندهار: ۵ زده کوونکو د سرو او سپينو زرو مډالونه وګټل

د افغان ترک عالي لېسې پنځو تنو زده کوونکو له بلغاريې څخه د رياضي په سيالۍ کي د سرو او سپينو زرو مډالونه ترلاسه کړل.
د افغان ترک عالي لېسې مدير مراد تسون، د معارف رئيس عبدالقادر پيوستون او يادو ۵ تنو زده کوونکو تېره ورځ د کندهار له سرپرست والي سره د هغه د کار په دفتر کي وليدل.
د رياضي دغه سيالي دوې مياشتي مخکي په بلغاريه کي د ۲۹ هيوادونو تر منځ جوړه سوې وه چي له ۱۳۰۰۰ زده کوونکو څخه يادو ۵ زده کوونکو چي څلورو د سرو او يوه شاګرد د سپينو زرو مډالونه ترلاسه کړل.
مراد تسون وويل دوی نه يوازي دا چي کندهاري زده کونکي روزي بلکي د کندهار د زرغونتيا په موخه يې 2500 نهالان هم د کندهار-کابل دوراهي په جاده کي ايښي دي. تسون وويل پلان لري چي د کندهار، هلمند، زابل او روزګان ولایتونو د زده کونکو ترمنځ هم يوه سيالي جوړه کړي چي وروسته به له دې سيالۍ څخه ممتاز زده کونکو انتخابوي او هغه به بيا په کابل کي د ټولو ولايتونو د زده کونکو ترمنځ په سيالۍ کي برخه اخلي. نوموړي زياته کړه چي د اپريل پر 22- 23 نېټه به يو ساينسي نندارتون هم جوړ کړي.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا لومړی د يادو زده کوونکو واليدينو او استادانو ته مبارکي وويله او ويې ويل چي دغه نسلونه به د افغانستان راتلونکی تضمينوي، په کار ده چي سر له اوسه ورته پاملرنه وسي. سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له ترکيې څخه هم مننه وکړه چي د کندهار معارف د پرمختګ لپاره يې زياتي هلي ځلي کړي. ښاغلي ويسا د افغات – ترک ليسې د مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چي زموږ د نورو ښوونځيو سره هم په تماس کي سي او هغوی ته هم دهمداسي سياليو زمينه برابره کړي. ده وویل که کېداسي په نړيوالو سياليو کی د پوهني رياست مسوولینو ته زمينه برابره سي، تر څو هلته يو شمېر تجربې ترلاسه او دلته په کندهار کي یې عملي کړي، چي په دې کار سره به د معارف په کيفيت کي زيات بدلون راغلی وي.
ويسا وويل پلان لري د دوبي په درو مياشتنيو رخصتيو کي د ساينسي مضامينو استادانو ته روزنه ورکړي او په دې برخه کي يې د افغان ترک ليسې له مدير څخه د تکړه او باا ستعداده استادانو غوښتنه وکړه، څو زموږ دکندهاري استادانو سره کار وکړی او خپلي تجربیې ورسره شریکي کړي.