کور / تازه خبرونه / په خيبر ايجنسۍ کې چاودنه شوې

په خيبر ايجنسۍ کې چاودنه شوې

پېښور دبي بي سي دخبرله مخې په خیبر ایجنسۍ کې پر امنیتي ځواکونو شوي برید کې د پوځ دوه چارواکي وژل شوي دي.حکومتي سرچینې وايي دغه پېښه د چارشنبې پر ورځ د خیبر ایجنسۍ باړې په نری بابا سیمه کې رامنځ ته شوه.حکومتي چارواکي وايي امنیتي ځواکونه په ګزمه وو چې دغه مهال د سړک تر غاړې د ماین چاودونه وشوه او پایله کې یې دوه امنیتي چارواکي ووژل شول.خو پېښور کې د پاکستاني پوځ یوه لوړپوړي سیاسي چارواکي په دغه پېښه کې یوازې د یو پوځي چارواکي وژل کېدل تاید کړي.باړې کې نری بابا یوه لرې پرته سیمه ده چې د سپاه قوم خلک په کې مېشت دي.