کور / هراړخیز / داسې څوک شته چې ترولسمشره يې ورسوي؟

داسې څوک شته چې ترولسمشره يې ورسوي؟

دهېوادمحترم ولسمشره!
په تېروڅوارلسوکلونوکې دهېوادپه ډېرو ولايتونوکې دپوهنې په برخه کې کار شوي خوپايله يې مثپت نه ده حال داچې تاسې او هم نړيوالودغه څه ستايلي خوله نيږدې خبره بيابله ده!!!
سره ددومره لګښتونوبيا هم په هر ښوونځي کې يوازې دګوتوپه شمېر کسانواملااو انشاء ترڅنګ رياضي او نورمضمونونه تريوې کچې زده دي،يوازې دګوتوپه شمېر کسان په يوه هدف سره زده کړه کوي او بس…
دا چې دافغانستان دبودجې زياته برخه په پوهنې لګول کيږي نوپه کار ده چې ګټه يې هم واى خوداسې ده له بده مرغه…
دلته دولت هم تريوې کچې ملامت دى خوډېره ملامتياکورنيواو زده کوونکوته ده.
دمعلوماتوپربنسټ ډېرې لږې کورنۍ دي چې دخپلوبچيانوپوهنيزه پروسه څاري اوزياتويې دغه کار ښوونکي او دولت ته پريښى دى.
ددې ستونزې دحل لاره:
که دولت دهرزده کوونکي په سردمياشتې دېرش افغانۍ فيس وټاکي نولاندې ګټې به موترلاسه کړي وي:
١-له دې به په مياشت کې ميلونونه افغانۍ عايد دې هېوادکې راټول شي
٢-دکورنيوسره به يو ډول احساس پيداشي او اړبه شي چې خپلوبچيانوپوهنيزه پروسه وڅاري چې له امله به زموږ علمي سويه کې دپام وړ مثبت بدلون راشي
٢-له دغه ميلونونوپيسوڅخه کولاى شو دښوونکومعاش زيات،دښوونځيوچاپيريال ښکلى کړو
٣-يادې پسې زموږملي اقتصادپياوړي کوي او پرې کولاى شوله پاتې پيسو يې برېښنا بندونه او لويې لارې جوړې کړو

هيله ده ترتاسې يې څوک درورسوي.