کور / سياسي / دقوم اوژبو سوداگرو پاټک مه جوړوئ !

دقوم اوژبو سوداگرو پاټک مه جوړوئ !

نن مې دولسی جرگې دغونډی خبر چي دڅو وزيرانو کړنلاره یې اورېدل واورېد .خوترهغه وروسته مې دا خبر هم ترغوږو سو چي داشرف غنی اوعبدالله لخوا په ۱۶ کاندي وزيرانوکي اتودبهرنيو هيوادو تابعيت درلود چي داوو ((۷)) نفرو ومنل سو خو دښاغلی عبدالباري جهاني لخوا دامريکا دتابعيت دپرېښودلو داسنادوپه هکله پريکړه وسول چي همدا اسناد دی يوځل بيا دامريکا سفارت ولسی جرگې ته راولېږي . نو له ځان سره مي له ډيره قهره وخندل اوداخبره مې زمزمه کړه : (( امريکا يانو اواروپايي ټولني داپاټکسالار دومره وروزل چي اوس دپاکستان او ايران دازروگانودسرته رسولوپه موخه دبيروکراسی پاټکونوجوړولو هم پوهېږي . ))
ددې لجوجانه اوملی ضد پرېکړي په دو موخوموږ هر يو پوهېږو :
لمړی : دوي غواړی په دې بې شرمۍ دجهانی صاحب شخصيت ته ديوه هيواد دليکوال ،مورخ ،ژباړونکی اوپه ټوله نړۍ کي منلی شاعر ته سپکاوی وکړی .ددې سپکاوی طرحه اوپروگرام دايران اوپاکستان داستخباراتولخوا په مختليفو شعارونواوبېچلو بېلگوددوي تر اجنټانو رسېدلې اوهمدا اوس هره شپه او ماذديگرنۍ په شير چور ،وزيراکبرخان مينه اونو رو لکسوځانوکي شخوند پرې وهل کيږي اوتبصرې پر کوی .
دوهمه موخه پدې سپکاوی کې داده چي دو يته ددوي بادارانو هدايت ورکړی ترڅوپدې نوم دوي دا زورېدل ولس دپښتون اوغير پښتون په نوم سره بيل او وجنگوی .
ترکومه چي زه معلومات لرم دانوروقومونو اوپه چانگړې توگه تاجکو دولسی جرگې ،شمالی ټلوالی اوجمعيت گوند متعصيبو شخصيتونوته ددې منحوس اوغيرملی حرکت پر خلاف خپل دريز ددوي سره شريک کړئ دی ،خودادي هم پټه نه وی چې دوي يوڅودگوتوپه شمير خرڅ سوی پښتانه دپيسوپه مقابل کي هم تل په ځان پسی کشوی اودهغوي په نوم نړیوالوته داڅرگندوی چي گويا دوي دملت سره نېغې اړيکې لري اودټولودملاتړ نه برخمن دي ،چې داسي نده .
زمادکره معلوماتوله مخې دتاجو دقوم ډير وسپينږېروددوي له دې موقف سره مخالفت کړئ چې تل دوي ددي لوي قوم استازي ځان بولی ،هغوي دا خبره ورته په ډاگه کړې اوترمطبوعاتوپوري هم رسېدلې ده چي ولی يوه ډله اوديوه گوند يوه کورنۍ دټول تاجک قوم استازيتوب وکړی ؟اياپدې لوی قوم کي نور هوښيار اومنلی مشران نسته ؟ داچي هغوي وطن ،ملت ،قوم اوانسانيت سوداگری نده کړې ،ځکه یې څوک نوم نه اخلی خوپه قوم کي درسوخ او اعتبارخاوندان دی .
ځکه خو موږ پدې مسله کي نه دتاجوکو اونه هم دازبکو، ترکمنو اوهزاره او نورو قومونوپه استازيتوب ددي پلورل سوو څوکسانو خبري منو اونه دوي دخپل بادار دهدايت له مخې موږ يودبل پر وړاندي سره درولاي سي .
له نيکه مرغه دا ټول موږ پېژنو، ما په کراتو داخبره کړې چې دايوهم په خپل قوم کي ځاي نلري ،لکه يولجوج اوقدرت طلبه جاهل پښتون چي دپښتنو استازيتوب نسي کولاي دوي هم له دې معنوی درنښت نه دتل لپاره محروم دي .
تاسو اوس خپله قضاوت وکړی ؟که دوي وايي چي موږ دوزارت مقام ته پاک ، سپېڅلی اومسلکی شخص غواړو ،نو جهانی صاحب خو دادبياتوليسانس ،پدي برخه کې تر ۱۳۵۷ کال پوري داطلاعاتو اوکلتور وزارت په مربوطاتوکي کارکړی ،اوپه امريکا کي ئې هم دراډيو اومطبوعاتوسره سروکاردرلود،نه یې څوک وژلی اونه یې په هيڅ بڼه دقاتل سره مرسته کړئ ،هغه زموږ په اصطلاح يوملنگ اوپاک زخصيت دی .هغه يو وتلی اوپه ملی کچه منلی شاعر ،ليکوال ،تاريخ پوه اودڅوژبونه ژباړونکی دی .بې شميره ليکل سوی اثار یې چاپ سوی هم دی .جهانی که د ژبودسوادگروپه خبره له فارسی چي دوي ورته وايي تعصب درلوداي ،دهمدي فارسی نه یې دعمر خيام شعرونه پښتوته راوژباړل اودهمدې عمر خيام په هکله په همدي ژباړه کي دده نظر ددي ښکارندوی دی چې جهاني د يوپراخ ملی نظرخاوند شخصيت دی .
ډيره دشرم خبره ده ، هغه شاعر چې دخپل هيواد ملي سرود یې ليکلی وي په خپل هيوادکي پدي اوهغه منحوسه بهانه له ملی چوپړ نه ليری ساتل کيږي!!!! دولسی جرگي اوددوي شاته رهبران دې مهربانی وکړی داسي بېلگه دې راوښئ ،چې په کوم هيواد کې ددې کچی دملی شخصيت سره دي دا ډول کړنه سوې وي لکه چې همدا اوس یې دايران اوپاکستان داجنټانولخوادسرپه سترگو گورو؟
څومره به دې ولس ته د شرم اوعار خبره وی چي نړيوال داخبر ترلاسه کړی ،هغه شخص چې دهيواد ملي سرود یي ليکلی اوټول ملت ته ددرناوی وړدی دڅومتعصيبو لخوا ددولتی قدرت نه په استفادې دجمهور رئيس لخوا ورته ټاکل سوی دندي نه محروم سو !!!
راسئ چې له پاټکو جوړولونه تيرسو، کنه که داملت شهامت ولری نوداپاټک جوړونکوته به په بله بڼه جواب ووايي اوبايد وئې وايې .
زموږ له نظره دعبدلباری جهانی پر وړاندی پاټکونه دافغان ملت اود((پښتونو)) پر وړاندي دبهرنيواجنټانولخوادورکړه سوودندو پاټک دی . پدې صورت کي نه يوازی پښتانه بلکئ دافغان ولس دټولوقومونو سپېڅلی استازيبايد دملی بغاوت ډگرته راووزي .دادپاکستان اوايران پېژندل سوی نوکران پردې نه بايد بريالی سی چي دعبدلباری جهانی پر وړاندي دمخالفت په نوم داهيواد يوې بلې ملی غميزي ته ورننوزی. اوهغه وخت ايران اوپاکستان له نړيوالونه دامتيازاتو مطالبه وکړی . لکه چي تل یې دافغان ولس دهر فرد دسر په قيمت دهمدي ايران اوپاکستان لخوا دامريکا اوبهرنيو هيوادونونه مالی اومادی امتيازات اخيستل سوی دي .
ليکنه پدې يو ه کليمه راټولوم ،که داملت رښتياهم بيدار اوشهامت ولري نودابهرنی پارلمانی نوکران بايد پدي ښه پوه سی چي په پيل سوې لوبه کي به يوازي ناکامی اوتور مخ له ځان سره خپل بادارته وړی اوبس . وياپه افغان ولس