کور / هراړخیز / زموږ په ټولنه کي د ښځي ارزښت

زموږ په ټولنه کي د ښځي ارزښت

نن ديوه نارينه پرفکر سخت افسوس راغی دا نارینه چي ځان ته سواد داره ، مسلکي او روښنفکره هم ویل خو …. ويل يې ((هيڅ يوه ښځه ښه نه ده که ښه دي نو په سلو کي يو فيصد سمي دي ،او ښځه وفاداره نه ده ، ښځه داسي ده چي خپل ګيلاس يې مخ ته ډک پروت وي دهغه چای نه څيښي دبل د ګيلاس چای څيښي او نه پر ښځه بله ښځه کول کوم ظلم دی ځکه په اسلام کي څلور ښځي روا دي ))
چي په اسلام هم پوه يې نو په اسلام کي دا هم راغلي دي چي ترڅو دي د اولي ميرمني خوښه نه وي ته دوهمه نکاح نسی کولای، اوکه هيڅ يوه ښځه سمه نه ده خپله مور دي څنګه دياده ووتله !!!
هغه خو هم ښځه ده هغه مور چي نهه مياشتي يې ته په نس وګرځولې ،هغه مور چي شپې يې درته سبا کړې، هغه مور چي ستاديوار الخ سره زر واري ځان ترتا قربانوي هم یې صدقه کوي، هغه مورچي کومه شپه به دي تبه وه اوبيريدې به ،ترسهاره به يې ستا سر پر ځنګون ايښی وو او ستالاس به يې نيولی وو ويل به يې مه بيريږه زه درسره يم، ته دي دخپلی مور سره يې :
هغه مور چي ترڅو به يې ته نه وې بيده کړی نه بيديده، هغه مورچي ترڅو به يې تاته ډوډۍ نه وه درکړې ګوله يې هم نه کول ،هغه مور چي په وړه ژبه به يې خبري درسره کولې هغه مور چي هرشپه به يې للو للو درته ويل، هغه مورچي دترپښولاندي يې جنت دی هم دا ښځه ده:
هم داسي که وګورو يوه بله ښځه هم سته هغه ښځه ستاميرمن ده هغه ميرمن چي شيرين مور او پلار يې تاته پريښي، هغه ميرمن چي اوس يې ته دزړه مالک يې هغه ميرمن چي اوس خپله دنيا پرتاشروع پرتا ختموي، هغه ميرمن چي ستادردونه ګالي، هغه ميرمن چي الله ته وایي ټول غمونه يې زما کړې، هغه ميرمن چي ستاراتلو ته هرګړی سترګی په لاره وي هغه ميرمن چي تاته ځان سينګاروي، هغه ميرمن چي اولادو ته وايي چوپ سئ پلار موله کاره ستړی راغلی :
هو! يوه بله ښځه هم دپامه ، مه باسه هغه ښځه ستاخور ده هم هغه خور چي هرماځیګر کورته راسي په ډېر ناز درته ورورک وايي، هم هغه خور چي تا دخپل سرتاج ګڼي او ستاعزت ترځان ورباندي ګران دی، هم هغه خور چي تاد زدکړو حق ورځني اخيستی دی چي تادخاوند دانتخاب حق ورځني اخيستی او بدي ته وکړې قرباني هم دا خواره سي.
که لږ نور ورته ځیر سو يوه بله ښځه هم سته او هغه ښځه ستالور ده هغه لور چي تا دسر سايه بولي، هغه لور چي تاته په بابا وایي، هم هغه لور چي وروسته ترلمانځه اول تاته دعا کوي دا هم یوه ښځه ده ، دا ټوله ښځې دي .
هم دا مور تاته دزوی لوړ مقام دربخښلی دی ،هم دا ميرمني تاته دخاوند سپېڅلی مقام درکړی دی ، هم دا خور تاته دا رښتنی د ورور مقام دربخښلی ، هم دا لور تاته دپلار مقدس مقام درکړی دی ، هم دا ښځه ده چي دي مورده ، خورده ، ميرمن ده هم دي لور ده .
ته چي پرښځه انتقاد کوې، ته پيدا دچا يې ؟
دښځي د نشتون په وخت کي دانسانانو پلار ( باباآدم ) ته په جنت کي ژوند ګران سو نو الله (ج) بي بي هوا ( رض ) پيدا کړه ،هم دا ښځه ده چي پېغمبران يې زيږولي دي ، هم دا ښځه ده چي دپېغمبر دمور دوفات وروسته يې پېغمبر(ص )روزنه او پالنه وکړه ،هم دا ښځه ده چي ستاسي دعزت سبب ګرځېدلې ده هم دا ښځه ده چي ستادکور ورځنی ژوند يې اداره کړی هم دا ښځه ده چي ستانيم ايمان يې تکميل کړی دی:
هو! هم دا ښځه ده چي ترپښو لاندي يې جنت دی نو ښځه که بديږي هم داستاسو دلاسه چي ښځي ته د درواغجني وعدې ورکوئ او دروغجن خوبونه په وينی ، یوه ښځه که (بازار حسن )ته اړ وزي نوهم ستاسو خطا ده ، که د یوې ښځي يو بې پلاره کوچنی پيداکيږي دا ګناه هم ستا ده !
سواداره !دپوهنتون محصله روښنفکره او په مسلک پوه صاحب ! ته چي ځان ته دومره پوه وايې ستا دمکتب په کتاب کي ستادپوهنتون په چيپټر کي ستا دمسجد هغه تش په نوم ملا صاحب چي داسلام په نوم سپېڅلي بدلمني کوي تاته نه دي ويلی چي ښځه څوک ده ؟ دښځي عزت باید څه ډول وسي؟
ښځه ستا قوت دی ، ښځه ستا عزت دی، ښځه ستا دشملې ګل دی، ښځه ستا مور ،ستاخور ،ستا ميرمن او ستا لور ده، ښځه هغه څوک ده چي په يوه خوږه مسکادي ټول غمونه اخلي .
ووایه ! دادي کو م انصاف دی، دا دي کو م مذهب او کوم انسانيت دی چي کله هم وغواړې دښځي د وجود څخه انکار کولای سې ځکه خو ښځه دا حق هم نلري چي د واده صلاح دې ورسره وسي، دا په کوم کتاب کي راغلي دي چي ښځه دخاوند دانتخاب څخه محرومه ده ؟
ښځه نيمه نړۍ ده، دخدای دپاره ښځه ،ښځه وګڼئ ، ښځه بشر وګڼئ ، ښځه احساسات لري، ښځه عاطفه لري، ښځه زړه لري نوره ښځه درک کړی .
زه پخپلو شعرونو او ليکونو کي ښځه هيڅکله کمزورې نه پاموم دا ځوریدلې ، کړیدلې ، خواره ، ناتوانه بيچاره لغاتونه د ښځو لپاره نه دي ایجاد سوي چي زموږ پښتو شاعران یې یوازي د ښځو د مظلومیت لپاره کاروي ، زموږ په پښتو شعرونو کي تر اوسه د ښځي څخه د ښایست او سینګار کار اخیستل کیږي او په ټولنه کي د ښځي استحصال ته زمېنه برابروي .