کور / سياسي / «زما بريدګر زوی ته عفوه وکړئ»

«زما بريدګر زوی ته عفوه وکړئ»

حاجي آغا: نذيرجانه دغه پيسې واخله دا خورکي ته يې ورکه. ورته ووايه چي په زکات کي دي يې قبولي کړي.

ښځه: يا وروره خيرات زکات نه غواړم. په دا ټول بازار کي دکان پر دکان ګرځم او اوس دا دی ستا دکان ته راغلم. لس مياشتي تر مخه دلته دباندي پټاؤ وسو. تاسو ته خو به يې کوم تاوان نه وي رسولی؟

حاجي آغا: څنګه به يې نه وي رسولی؟ دغه ټول بازار په وينو ولمبول سو. د خلکو د کلو کلو د خوارۍ دکانونه وسوځل سول. بيخي د بازار څخه دباندي لا د کړکيو ښيښې ماتي سوې. دغه هلک نذيرجان وينې، دا زما د فقير منشي حاجي اخندزاده صاحب زوی دی. د دغه هلک پلار مي دباندي بانک ته استولی ؤ چي دغه پېښه وسوه. نذير جان پنځلس يا شپاړس کلن دی او پنځه خوندي لري. حاجي اخندزاده صاحب د ټولي کورنۍ يوازنی ګټونکی ؤ. د هغه د شهادت وروسته مي اوس نذير جان د ځان سره په تجارت خانه کي کښېنولی دی او د پلار کار يې ور زده کوم او هغه د پلار تنخوا اوس د ته ورکوم… خلک يې درپه دره کړه. د قيامت ورځ وه. زه پخپله ولله که تر اوسه په غوږ سم اورم… آخوري مه ژاړه، څه درپېښه ده؟ ولي په ژړا سوې؟ ستا هم څوک پکښي خوږ سوی که څوک درڅخه ورک دی؟

ښځه: آ وروره د مور زړه دی. په مرګ پسي يې نه ژاړم… مرګ خو حق دی…

حاجي آغا: نذير جانه دا خورکي ته يو ګلاس اوبه ورکړه، هله شاباس… دغه نانۍ انجلۍ چي ورسره ده، هغې ته هم اوبه ورکړه.

ښځه: الله بسلمانانو دا څه فساد راوسو…يا الله خو هميشه مي په اودس شودې ورکړي وې. دی د تي ؤ چي شورويانو يې پلار شهيد کی. په څه زحمت مي رالوی کی. مهاجرت مسکيني درپه دري. لا ډېر کوچنی ؤ چي پر لمونځ مي ودراوه. ولله که مو په کور کي يوه ګوله ډوډۍ درلوده. خو ما دی مزدورۍ ته نه بلکه سبقانو ته مي واستاوه. دا هر څه عبس؟…دنيا عبس…وۍ خدايه، آ لويه خدايه آخرت يې ولي عبس سو؟ ولي عبس سو؟…

حاجي آغا: د چا آخرت عبس سو خوري؟ ستا څوک پکښي له منځه تللی دی؟

ښځه: زه هغه بدبخته مور يم چي زوی يې پر بلسمانانو (مسلمانانو) دغه قيامت جوړ کړی ؤ. زما زوی دغه پټاؤ کړی ؤ.

حاجي آغا: هغه ځوان چي پر سدرۍ يې بارود پرله غوټه کړي وه، هغه ستاسو زوی ؤ؟

ښځه: آ وروره کاشکي مي د ځانه نه وای ليري کړی. دا دومره بسلمانان يې ازار کړل. دا که په هغه ورځ زموږ د کلي سړي هغه په ښار کي نه وای ليدلی نو به نه وای خبره چي زوی مي څنګه او چيري مړ سو. که زموږ د کلي شمسو نه وای ليدلی نو به زه نه وای په خبره چي چيري او څنګه مړ سوی دی.

حاجي آغا: نذيره زويه مه ژاړه، صبر وکړه. پلار دي بې ګناه وژل سوی او پاک شهيد دی. مه ژاړه هر څه به خدای خير کړي.

ښځه: يا الله ما خو غوښتل چي ستا پر لاره روان سي. ما خو غوښتل چي نورو انسانانو ته يې ګټه ورسيږي.

حاجي آغا: بخښنه غواړم خوري، خو زموږ زخمونه بيخي تازه دي. اوس ته زموږ څخه څه شی غواړې؟ موږ څه وکړو؟

ښځه: وروره، ته به هم اولادونه لرې. زما زړه د مور زړه دی. د اولاد مرګ يوه مور زغملای سي، خو دا چي اولاد يې په داسي حال کي مړ سي چي نور انسانانو ته يې تاوان رسېدلی وي، دا د زغملو نه دي.

حاجي آغا: خوري ته ژاړه مه، سمه خبره وکړه. موږ هم هيڅ ګناه نه ده کړې او په دې دنيا راباندي قيامت تيريږي. د هغې ورځي وروسته والله که مو نه بيا د ډوډۍ خوند اخيستی وي او نه د اوبو. ولاحول ولاقوت… ته ژاړه مه خوري. دا ووايه چي زموږ څخه اوس څه شی غواړې.

ښځه: بخښه غواړم، د خپل زونی له پاره عفوه غواړم. هغه يې خطا باسلی ؤ. هلک ؤ پر ګوتو يې کشمير ورته جوړ کړی ؤ.

حاجي آغا: ته دي اوښکي پاکي کړه خوري. دا شيان نور زما او ستا تر وس وتلي دي. دا خبري به خدای ته پرېږدو. ته ژاړه مه، زه به د نذير جان سره بيا په ارامه خبري وکړم. خو خبره ډېره غړکه ده. ته به د چا چا د کور دروازه ورټکوې؟ څنګه به ټول زهير سوي خلک پيدا کوې. که پوليس در خبر سي کېدای سي چي نور ازار هم ووينې. کرار خپل کور ته ولاړه سه او صبر وکړه. فرض کړه چي موږ ستا زوی ته عفوه هم وکړو، نور خلک ښايي عفوه ورته ونه کړي. انسانان خو پرېږده. دغه زموږ د دکان شاته يوه پيشي لنګه سوې وه. چنګوټيان يې دوو درو ورځو ول چي دغه پېښه وسوه او دغه پيشې هم پکښي ژوندۍ وسوځل سوه او چنګوټيان يې پاته سول. د دغو چنګوټيانو څخه به څنګه بخښنه غواړې؟ فقير حاجي اخندزاده صاحب به هميشه ويل چي د اور سزا يوازي د الله حق دی. ستا هلک په دې دنيا انسانان او حيوانان په اور وسوځول او د الله په حق کي يې تېری وکړ، نعوذبالله… د انسانانو حق پرېږده خوري. د سوځل سوو مېږيانو حساب و کتاب به په آخرت څنګه ورکوي؟ زما خبره ومنه، دا خبري آخرت ته پرېږده او کور ته ولاړه سه. دغه نانۍ انجلۍ هم درسره بوزه، د بڼي څخه يې لا معلوميږي چي ډېره دي ستړې کړې ده.

ښځه: دغه انجلۍ مي د زوی يوازنۍ نښانه راپاته ده.

حاجي آغا: ولا حول ولاقوت… آ ښايستي انجلۍ مه ژاړه زويه، ستا خو هيڅ ګناه نسته. خوري د خدای روی ته وګوره دغه انجلۍ درسره بوزه او کور ته دي ولاړه سه، اوس خلک را خبر نه سي چي څه خبره ده.

_________________________________________________

_________________________________________________