کور / سياسي / طالبــــانوته بهترینه موقع برابره شــــوې ده

طالبــــانوته بهترینه موقع برابره شــــوې ده

هرعاقل اوبالغ انسان په دې پوهیږي، چې طالبان څوک اوڅنګه دقدرت په ګدۍ کښېناستل، چا له دې ګدۍ څخه کښته او بیاڅنګه دمقابلې لپاره تیارشول.

نن ورځ که ړوند دی که بنا دګران افغانستان له اشغال څخه سترګې نه شي پټولی.

دا چې داشغال په وړاندې څوک او په څه ډول جنګیږي داهم جوته ده څه چې نا مالوم دي هغه دا، چې اشغالګربه دخپلو ناولو اهدافو لپاره زموږ په ملک او سیمه کې ترکومې نېټې پاتې وي.

په افغانانو تپل شوې جګړه د رسوايي پړاوته رسېدلې اوس نړیوال ښه پوهیږي، چې د جهاد اوپاکستان ملاتړ او په افغانستان کې دعربو جنګول دکومو اهدافو لپاره و.

نن پاکستان له پروني دښمن(روس) سره دیارانې ګوتې تاوکړې بلې خواته یې خپل ټول ټټرد چین په سینه ورایښی دی.

ایران که هرڅومره له امریکا سره ددېوال ترشا یارانه کوي نور د روس دفشار وس نه لري او په دې هم پوهیږي، چې امریکا ترپایه له چا سره نه دریږي.

هندهم دخپلوګټوپه ساتونکو پسې ګرځي بل پلود داعش په نوم له کڅوړوڅخه خوشي کړل شوي ماران دمنځنۍ اسیا په لور ور روان خو په مقابل کې یې روسانو هم په بیړه دوی ته ورته ماران وزېږول او زموږ په بدخشان کې یې وازمویل.

ترکیه هم نوره په سیمه کې د دسایسو او نارامي حوصله نه لري اونه غواړي، چې سیاسي اواقتصادي وضعیت یې منفي خواته شېوه شي.

دپورتنیو لنډو دلائیلوله مخې دې نتېجې ته رسیږو، چې په افغانستان کې سوله اوثبات دیادو هیوادونواو سیمې په ګټه دي.

خوسوله اوثبات په عذراوزاریو لاس ته نه راځي یوازې جګړیز فشاراو سیمیز ملاتړدښمن سازش او بلاخره تېښتې ته اړیستلی شي.

که څوک یې طالبان، وسلوال مخالفین اویا وسلوال مقاومت بولي داباید هم ومني، چې داهغه کسان وو، چې ګران اوواحد افغانستان یې د اموترسنده پورې ترخپل بیرغ لاندې ساتلی اوترڅنګ یې دهر وګړي ناموث خوندي ساتلی و زموږ رښتیني افغانان دمال پروا نه لري خو په ناموث سر ورکوي.

په دې اړوند زیات څه نه لیکم دا به هرڅه تاریخ ته پرېږدو خو یو څه چې خورا مهم دي هغه دا، چې طالبان هغه کسان وو،چې کله پاکستان ددوی په دوره کې دډېورنډدکرغېړنې کرښې لپاسه په نښه کړل شویو ځایونو کې بدلون راوست دوی فورأ عملي اقدام وکړ اوپاکستانۍ پوستې یې پرشا کړې.

دا هغه څه و چې دکرزي او احمدزي غلام حکومتونه یې د اشغالګرو دټول زور په صورت کې هم نه شي کولای.

دطالبانو بله مېړانه دا بللی شو، چې په سخته اقتصادي کمزوري کې یې له غبرګ سري اوټیټ سري حکومت سره د خبرو په اړوند دپاکستان شدید فشارهم ونه مانه.

لنډه دا، چې که طالبان بایلل کولای شي دګټلو هم دي خو که له اوسنۍ په زړه پورې موقع څخه ګټه پورته کړي ځکه چې په افغانستان کې قومي جوړښتونه په تېره بیا لږکي سړې تبې نیولي نه خودګټلو دي اونه خو دساتلو.

دنږدې پنځلس کلن اشغال په دوره کې ځینوپلورل شویولږکیو له ګران افغانستان سره خپله پوره بې ایماني وښوده اود۴۸ملکونو له ملاتړ سره سره یې ځپلی او سوځېدلی افغانستان نورهم داسې تباه تباه کړ، چې هم له دوی څخه دتېښتې لار پکې ورکه شوه او هم یې سیمه دمارانو په ځاله بدله کړه.

یواځنی قوت چې حالات مهارکولای شي همدا طالبان به وي خوکه دوی له ځیرتیا، سیاسي او پوځي هوښیاري څخه کار واخلي.

که پرون افغان دښمن (پښتون دښمن) روس دجګړې دوام دپښتنو دتباهي لپاره غوښت خو هغه روسان نن د رښتینو طالبانو او په مجموع کې دپښتنوبقا او قوت ته ددې لپاره اړ دي چې د خپل حریف له کڅوړو څخه را خوشي کړل شوي ماران پرې وځپي ترڅو مسکو او منځنۍ اسیا په امن کې پاته شي.

دسیمې دهیوادونو اړتیا مې هم پاس یاده کړه نو که اوس طالبان له دې طلائي چانس څخه ګټه پورته نه کړي او دسیمې دهیوادونو ملاتړ ورخپل نه کړي بیا به پخپل عمرهم د کامیابي مخ په سترګوونه ویني.

طالبانو ته به دا بهتره وي چې خپل حسابي کسان له پاکستان څخه چین او یا دسمې نورو زورورو هیوادونوته دسیاسي او نورو برتريو په موخه نقل کړي.

داخبره مې لاپنځه شپږ کاله مخکې دآزادي رادیو له څپو څخه هم کړې وه خو کڼو غوږونو وانه ورېده په هرصورت زیات وخت مو نه نیسم فقط دومره لیکم، چې طالبانوته بهترینه موقـع برابره شـوې ده.

دګران افغانستان دخپلواکي او سرلوړي په هیله