کور / سياسي / د امریکا تقریباً نیمايي ځوانان پر قضایي سیسټم باور نه لري

د امریکا تقریباً نیمايي ځوانان پر قضایي سیسټم باور نه لري

Nearly half of young Americans lack confidence in justice system: survey
Reuters
By Alex Dobuzinskis
د امریکا د «هارورډ پوهنتون» د چهارشنبې په سروې کي دا معلومه سول، چي د امریکا نیمایي ځوانان په دې عقیده دي، چي د امریکا قضایي سیسټم کي تعصب او نژادي توپیر پراخ دئ او د دغه مشکل د حل په اړه د پولیسو پر کالو د کمرو نصبول، چي د پولیسو اعمال او حرکات پکښي ثبتېږي، ممکن دغه مشکل تر یو حده کنټرول کړي.
د امریکا د «بالتیمور» ښار د پولیسو په توقیف کي د یو پنځه ویشت کلن تور پوستي ځوان (فرېدي ګرې) د وژلو له امله، د څو ورځنيو مظاهراتو، ناامنیو او خرابیو د مهارولو وروسته دغه سروې خپره سول.
دغو ناآرامیو، د تېر کال د امریکا د نیو یارک ایالت او میزوري ایالت په فورګوسن ښار کي د یوه سپین پوستي پولیس په لاس د یو غیر مسلح تور پوستي د وژل کېدو له اسیته په ټول مملکت کي د مظاهراتو او ناآرامیو لړۍ یو وار بیا تازه کړه.
دغه سروې د «هارورډ پوهنتون» د سیاسي علومو له خوا د امریکا د ۱۸ څخه تر۲۹ کلنو ځوانانو په منځ کي سوې وه چي پوښتني یې دا وې:
آیا، دوی د امریکا په قضایي سیسټم باوري دي؟
آیا، په دې سیسټم کي د خلکو سره صادقانه او بې له کوم تفاوت او توکمیز توپیره چلند کېږي، که نه؟
د دې ټولپوښتني په نتیجه کي معلومه سول، چي ۴۹٪ ځوانان پر قضایي سیسټم یا لږ باور لري او یا هم هیڅ باور نه پر لري.
له دغه سروې څخه معلومېږي، چي په تور پوستو امریکایانو کي ۶۶٪ فیصده په پورتني نظر ول او د هسپانوي نژادو امریکایانو فیصدي بیا ۵۳٪ فیصده ول.
په دغه سروې کي دا هم معلومه سوه، چي د ټولو په شمول ۸۰٪ په دې نظر ول، چي د پولیسو پر کالو باندي د کمرو نصبول به دغسي نژادي توپیرونه څه نا څه رالږ کړي.
د دغه ټولپوښتني لاسته راوړنه به په ټوله امریکا کي د پولیسو په اړه هغه تصمیم عملي کېدو ته نژدې کړي، کوم چي یوه ورځ مخکي د امریکا په دوهم لوی ښار لاس انجلس کي پرېکړه پر سوې وه، چي پولیسو ته به په پراخه پیمانه دغه ډول وړې کمرې ورلګوي.
د پولیسو د خورا ډېر زور څخه کار اخیستل او د دوی څخه د نژادي توپیرونو د خورا بارزو حادثو په غبرګون کي، ځوانو تور پوستو امریکایانو هغه حرکت چي د ( تورانو ژوند هم اهمیت لري!) تر نامه لاندي په لاره واچاوه. د «هارورډ پوهنتون» د ټولپوښتني له مخي، د دغه حرکت سره د امریکا ۳۷٪ سپین پوستو خواخوږي ښوولې ده په تناسب د ۸۱٪ تورپوستو او ۵۹٪هسپانوي نژادو د موافقت.
په دغه ټولپوښتنه کي ۵۹٪ فیصده په دې باوري نه دي، چي د تورپوستو دغه حرکت دي په جنایي قضایي سیسټم کي څه تغیر راوړي.
د (۳۰۳۴) امریکایانو څخه د هر کال د کلني ټولپوښتني، چي په هغه کي د (۲.۴٪) دوه عشاریه څلورو فیصدو غلطیو امکان هم په نظر کي نیول سوی دئ، په سلسله کي دغه سروې د مارچ د ۱۸ څخه بیا د اپرېل تر لومړۍ نېټې پوري سوې ده.