کور / تازه خبرونه / انیس: د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو جګړه بغاوت دی

انیس: د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو جګړه بغاوت دی

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې قطر ته د طالبانو د یوه پلاوي سفر او په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د یوشمیر دیني علماوو وروستیو څرګندونو ته ځانګړې کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د سولې شورا پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی دی.

ورځپاڼې د سولې عالي شورا د چارواکو په حواله لیکلي چې استازي به یې په دوحه کې د طالبانو له یوشمېر مسولینو سره خبرې وکړي.

په مطلب کې راغلي چې طالبانو هم د قطر په غونډه کې چې د یوې غیر دولتي موسسې له خوا جوړیږي د خپلو استازو ګډون تایید کړی دی.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا همدې مسالې ته په اشارې لیکلي چې د افغانستان یو شل کسیز پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی دی.

ورځپاڼې د سولې عالي شورا د مرستیال عطاءالله لودین په حواله لیکلي چې ویلې یې دي؛ استازي به یې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې په یوه غونډه کې له طالبانو سره خبرې وکړي.

همدې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې د ولسمشر اشرف غني خبرې را اخیستي چې ویلي یې دي، طالبان کولای شي د اساسي قانون له مخې د هېواد په سیاسي چارو کې برخه واخلي.

د ورځپاڼې په باور، ولسمشر ویلي، نه یوازې طالبان بلکې هر هغه څوک چې د سیاسي ملحوظاتو له مخې له دولته خواشیني وي؛ کولای شي د سیاست بهیر ته را ګډ شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د روانې جګړې په اړه د دیني علماوو خبرې را اخیستي چې ویلي یې دي؛ د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو جګړه بغاوت دی.

ورځپاڼې لیکلي چې د کابل د یوشمېر جوماتونو ملاامامانو د جمعې په ورځ په خپلو خطبو کې وویل چې وسله وال مخالفین او داعش له اسلامه بهر کارونه کوي او ټول اوس د دوی له فعالیتونو سره اشنا دي.

په مطلب کې د دیني علماوو هغه خبره هم را اخیستل شوي چې ویلې یې دي؛ خلک باید د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

افغانستان:

افغانستان ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د کورنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي چې د نظام دننه یوشمېر کسانو د هېواد په شمال کې ناامنیو ته زمینه برابره کړې ده.

په مطلب کې راغلي چې نورالحق علومي په دې برخه کې د کومې کړۍ نوم نه دی یاد کړی؛ خو ویلي یې دي چې د هېواد جنوب مخالفینو ناامنه کړی او د هېواد شمال د دولت دننه کړیو.