کور / تازه خبرونه / د يوه مسجد د جوړېدو کار پيل سو

د يوه مسجد د جوړېدو کار پيل سو

د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د ملي سوداګرو او ولسونو په شاوخوا لس میلیونه افغانیو مالي لګښت په یوه جریب ځمکه کې د یوه جومات د جوړولو چارې نن ( شنبه) پیل شوې .
د دغه جومات د جوړولو چارې چې د یادې ولسوالۍ د سرباغ ها په سیمه کې پیل شوې،په دوه پوړونو کې به د ملام امام د استوګنې خونې،تشنابونه او نور ضروري ملحقات ولري او د شپږو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي،چې پر یو مهال به د ۲ زره لمونځ کوونکو د ځای پر ځای کیدو ظرفیت ولري .
د یاد مسجد لپاره جهادي مشر ښاغلي اعظم په وړیا ډول خپله یو جریب ځمکه ورکړې او په یاده ولسوالۍ کې ملي سوداګرو او د سیمې اوسیدونکو له لورې ورته د جوړولو په موخه شاوخوا یو میلیون افغانۍ راټولې شوي دي.
د جلریز ولسوال ښاغلي نقیب الله حیدري د دغه مسجد د بنسټ ډبرې د کېښودو په مراسمو کې د دغه ولسوالۍ د سوداګرو او ټولو ولسونو څخه مننه وکړه،چې هر مهال یې په اسلامي او کلتوري برخه کې په شخصي لګښتونو فعالیتونه ترسره کړي.
ده د یاد مسجد پر جوړېدو خوښي وښوده او له اولسونو سره یې ژمنه وکړه،چې د جومات بشپړ رنګ،چې شاوخوا اته زره امریکایي ډالر لګښت پرې راځي د ولسوالۍ مقام له لورې به ور سره مرسته وشي .
تر دې وړاندې هم د لس میلیونو افغانیو په لګښت په جلریز ولسوالۍ کې یو بل مسجد هم د اولسونو لخوا جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی وو .