کور / تازه خبرونه / د کوچي او هزاره قوم د شخړې د لمنځه وړلو جرګه جوړه شوه

د کوچي او هزاره قوم د شخړې د لمنځه وړلو جرګه جوړه شوه

په میدان وردګو ولایت کې د کوچي او هزاره قوم ترمنځ د شخړې لمنځه وړلو په موخه د ولایت مقام په لارښوونه د مرکزي بهسود،حصه اول بهسود او جلریز ولسوالیو د مسؤلینو او مخورو په ګډون قومي جرګه جوړه شوه .
دغه جرګه چې په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې نن ( ۵ شنبه)ّ جوړه شوې وه،د لومړي بهسودو ولسوال محمدشریف امین یار وویل ولایت مقام لارښوونه کړې،چې باید د کوچي او هزاره قوم ترمنځ شخړې ته د مخورو د خبرو اترو له لارې د پای ټکی کیږدي.
هغه زیاته کړه،جرګه افغاني دود دی او د کوچي او هزاره قوم ترمنځ د کلونو راهیسې پیل شوې شخړه هم د درې ولسوالیو د مخورو په همکارۍ د دغه دود د پلي کولو په ترڅ کې حل کول غواړي .
د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري هم د خپلو خبرو پر مهال د مخورو څخه غوښتنه وکړه،چې خپلو ستونزو ته پخپله د پای ټکي کېښودلو په موخه رښتینې هڅي وکړي.
ده د جرګې ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ،چې ټولې هغه ستونزې او غوښتنې چې په لوړه کچه دي ، د حل او مرستې ترلاسه کولو په موخه به یې د ولایت مقام رهبرۍ سره شریک کړي .
د مرکزي بهسودو ولسوال جان اقا محصل د خپلو خبرو پر مهال هیله څرګنده کړه،چې د سیمې د قومي مشرانو په هلو ځلو به د کلونو راهیسې رامنځته شوې ستونزه لمنځه ولاړه شي .
ده زیاته کړه،په جرګه کې هغه قومي مشران شتون لري،چې د همدې سیمې دي او هر مهال یې ټولې شخړې له نږدې لیدلي او تر بل هر چا دوی ښه کولای شي،چې ستونزې د حل لارې چارې په لټولو سره د پای ټکی کیږدي .
قومي مشرانومحمد سرور احمدزي او شیخ زمان اعظمي د جرګې پر مهال یو شمېر غوښتنې وکړې او د ستونزې د حل لارې چارې یې مسؤلینو سره شریکې کړې .
دوی غوښتنه وکړه،چې غوښتنو ته دې په ښه توګه ځواب وویل شي او هغه ستونزې چې دوی په نښه کړې باید د حل په برخه کې ولایت مقام او امنیتي ارګانونه له دوی سره په بشپړ ډول همکاري وکړي.
یادو مشرانو ته د مسؤلینو له لورې ډاډ ورکړل شو،چې ستونزو او غوښتنو ته به یي د حل لارې چارې او ځوابونه ژر تر ژره برابر او وړاندې کړي .
درنښت
د میدان وردګو ولای