کور / تازه خبرونه / سياسي شخصیت عزيزالله واصفي په حق ورسېدئ

سياسي شخصیت عزيزالله واصفي په حق ورسېدئ

د افغانستان د کرني او مالدارۍ پخوانی وزير او سياسي شخصيت عزيزالله واصفي نن په کندهار کي د ۸۸ کلنۍ په عمر په ناڅاپي توګه په حق ورسېدئ.
نوموړی د محمد ظاهر شا د پاچاهۍ د دموکراسۍ په لسیزه کې دوې دورې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو وکیل و.
د سردار محمد داود خان په جمهوریت کې یې د ننګرهار د والي او د هیواد د کرنې د وزیر په توګه عالي دولتي مناصب درلودل او همدا راز د ۱۳۵۵ لمريز کال د لويې جرګې مشر وو.
د جهاد په دوران کې یې د مجاهدینو ملګرتیا وکړه او په وروستیو درېوو لسیزو کې په هیواد کې د سولې او ثبات د تامین او د خلکو د سوکالۍ او نیکمرغۍ له کلکو پلویانو او مبارزانو څخه و.
نوموړي د امريکا په متحده ايالاتو کي د خپلي کورنۍ سره ژوند کاوه ، پرون د می پر لومړۍ نېټه له امريکا څخه کابل او نن د می پر دوهمه نېټه کندهار ته په يو شخصي سفر تر راستنېدو څو ساعته وروسته د خپل زوی عزت الله واصفي په کور کي په ناڅاپي توګه په حق ورسېد.

د ارواښاد واصفي جنازه د يکشنبې په ورځ ( د می د مياشتي دريمه) ماپښين ۲ بحې له خرقې شريفي څخه اخستل کېږي او ماپښين پر ۳ بجې د باباولي په هديره کي خاورو ته سپارله کېږي.
په افغانستان او اروپا کي د فاتحې خبرتيا وروسته د لراوبر په خبرتياو کي خپريږي.