کور / تازه خبرونه / دهلمند دولتي مسئولین خبریالانو ته معلومات نه ورکوي

دهلمند دولتي مسئولین خبریالانو ته معلومات نه ورکوي

په دې ولايت کې د آزادوخبريالانوټولنه وايي په داسې حال کې د مطبوعاتود نړيوالې ورځې يادونه کوي چې د ډيرې مودې راپه ديخوا خبريالان په سختوحالاتوکې ،په روانومسايلو رپوټونه چمتوکوي ،خو د ملکي اوپوځي چارواکولخوا د معلوماتوپه شريکولوکې همکاري نه کيږي، ددې ټولنې خبريالان وايي چې له همدې امله دوی اوس مهال له سختوستونزو سره لاس اوګريوان دي ځکه چې د سيمې اوسيدونکي د همدې خبريالانوپه معلوماتوتکيه کوي اوله دوی څخه د بيلابيلوموضوعاتوپه اړه د معلوماتود شريکولوتمه لري، د دوی په خبره که دا ستونزه همدا سې دوام وکړي په دې ولايت کي به د هغه ټولنيزوستونزولمن نوره هم پراخه شي چې اوس ورسره د هلمند ډيری اوسيدونکي لاس اوګريوان دي چې ښکاره بيلګې يې په دې ولايت کې د دولتي ځمکوغصب،ورځ تربلې د اداري فساد او نا امنيوډيريدل اود نشه يي توکود کراوتوليد پراختيا په ګوته کولی شو.