کور / تازه خبرونه / اجرايئوي ريئس د کندهار لپاره نوی والي معرفي کړ.

اجرايئوي ريئس د کندهار لپاره نوی والي معرفي کړ.

د ملي يووالي د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د کندهار لپاره نوی والي معرفي کئ.
هغه، چي نن په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو د استازو، دولتي چارواکو او يو شمېر قومي مشرانو سره راغلی دلته يې په يوې لوي غونده کي برخه واخيستل.
د کندهار مخکني والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د مخکني ولسمشر حامد کرزي او د افغان حکومت څخه مننه وکړل، چي پر ده يې باور کړی او دا درنه دنده يې وردغاړي کړې وه.
ويسا په خپلو خبرو کي د هغو ستونزو او لاسته راوړنو يادونه وکړل چي دده په دوره کي تر سره سوي وه.
نوموړي نوي والي ډاکټر همايون عزيزي ته د مبارکی تر ځنګ وغوښتل ځو هغه کارونه چي دده له دورې نيمګړي پاته سوي بشپړ کړي
اجرايئه وي ريس ډاکټر عبدالله عبدالله هم له ټولو کندهاريانو وغوښتل څو د نوي والي سره د کارونو په ترسره کولو کي همکاري وکړي.
د کندهار لپاره نوي والي ډاکټر همايون عزيزي هم ژمنه وکړل څو په خپل ټول توان سره به کارونه مخ ته وړي او د خلګو لپاره به خدمت کوي.
افغان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکي ادارې په غوښتنه ډآکټر همايون عزيزي د کندهار د والي په توګه ونوماوه.
ښاغلی عزيزي، چي د هرات اصلي اوسېدونکی دی او د مخکني ولسمشر حامد کرزي د پارلماني چارو وزير پاته سوی دی، د ډآکټر توريالی ويسا پر ځای راغلی دی.
اجرائيه رئيس ډآکټر عبدالله عبدالله د کندهار د والي د معرفي کولو وروسته هرات ته ولاړ او هلته يې د هغه ولايت نوی والي محمد اصف رحيمي هم معرفي کړ.