کور / تازه خبرونه / رازق: افغانستان دي د سولي د خبرو نه قرباني کېږي

رازق: افغانستان دي د سولي د خبرو نه قرباني کېږي

د کندهار امنيه قوماندان لوي پاسوال عبدالرازق د سولي په برخه کي هڅي بې ځايه وبللې او غوښتنه يې وکړل چي د سولي د خبرو لپاره دي دولتي بانفوذه کسان او افغانستان نه قرباني کوي.
د پوليسو دغه مشره دا څرګندوني د کندهار لپاره د نوي والي د پېژندولو په مراسيمو کي وکړې.
په دې مراسيمو کي اجرايه ريس عبدالله عبدالله هم وو.
د کندهار امنيه قوماندان لوي پاسوال عبدالرازق د ملي حکومت څخه وغوښتل څو د سولي په برخه کي په رښتني توګه کار وکړي او د وسله والو مخالفينو ټولي غوښتني ونه مني.
قوماندان رازق دغه څرګندوني نن په کندهار کي د نوي والي د معرفي کېدو پرمهال وکړې، چي دې مراسيمو ته اجرايوي ريس ډاکټر عبدالله عبدالله هم راغلی وو.
د کندهار د پوليسو مشر عبدالرازق وايي، چي افغان حکومت د سولي د خبرو لپاره افغانستان او دافغان دولت يو شمېر بانفوذه چارواکي قرباني کوي، چي پايله به يې ښه نوي.
هغه وايي، په هيواد کي وروستی کابو سوی امنتي حالت د افغان ځواکونو په سرښندنه راغلی او بايد ستاينه يې وسي.
د کندهار د پوليسو مشر لوي پاسوال عبدالرازق وايې، چي هيڅ وخت به دوښمن ته تسليم نسي او د هيواد ساتلو لپاره به د ژوند تر وروستيو پوري وجنګيږي.
د حکومت اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايې، چي د سولي د راوستلو لپاره به په هيڅ صورت ملي ګټي قرباني نکړي.
د عبدالله عبدالله په خبره، چي دوي د هغو افغانانو قدردانی کوي، چي په هيواد کي يې د امن راوستلو لپاره هڅي کړي دي.
اجرايوي ريس، چي نن د ولسي جرګې د يو شمېر غړو سره کندهار ته راغلي، دلته يې د ډاکټر توريالي ويسا پر ځای ډاکټر همايون عزيزي د نوي والي په توګه معرفي کئ.