کور / خبرتیا او پيغامونه / دسياسي شخصيت ارواښاد عزيزالله واصفي د فاتحې خبرتيا

دسياسي شخصيت ارواښاد عزيزالله واصفي د فاتحې خبرتيا

انالله و انا اليه راجعون

د افغانستان د کرني او مالدارۍ پخوانی وزير او سياسي شخصيت عزيزالله واصفي نن په کندهار کي د ۸۸ کلنۍ په عمر په ناڅاپي توګه په حق ورسېدئ.
نوموړی د محمد ظاهر شا د پاچاهۍ د دموکراسۍ په لسیزه کې دوې دورې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو وکیل و.
د سردار محمد داود خان په جمهوریت کې یې د ننګرهار د والي او د هیواد د کرنې د وزیر په توګه عالي دولتي مناصب درلودل او همدا راز د ۱۳۵۵ لمريز کال د لويې جرګې مشر وو.
د جهاد په دوران کې یې د مجاهدینو ملګرتیا وکړه او په وروستیو درېوو لسیزو کې په هیواد کې د سولې او ثبات د تامین او د خلکو د سوکالۍ او نیکمرغۍ له کلکو پلویانو او مبارزانو څخه و.
نوموړي د امريکا په متحده ايالاتو کي د خپلي کورنۍ سره ژوند کاوه ، پرون د می پر لومړۍ نېټه له امريکا څخه کابل او نن د می پر دوهمه نېټه کندهار ته په يو شخصي سفر تر راستنېدو څو ساعته وروسته د خپل زوی عزت الله واصفي په کور کي په ناڅاپي توګه په حق ورسېد.

په کندهار کي د فاتحې خبرتيا:

د ارواښاد واصفي جنازه د يکشنبې په ورځ ( د می د مياشتي دريمه) ماپښين د باباولي په هديره کي خاورو ته سپارله سوه، فاتحه يې د راتلونکي پنجشنبې په ورځ د کندهار د خرقې شريفي په مسجد کي اخستل کېږي.

په اروپا کي د فاتحې خبرتيا:

حاجي محمد نادر واصفي، حاجي محمد قاهر واصفي او حاجي عبدالودود واصفي ورېرونه.
حاجي محمد ظاهر د ورور اخښی.
محمد امين الکوزی د خور زوی.
شاکر واصفي، جاويد واصفي، حفيظ الله واصفي، شفيع الله واصفي، محمد اصف واصفي، زمری واصفي او عبدالتواب واصفي لمسيان.
دوستانو ته خبر ورکوي چي د ارواښاد عزيزالله واصفي فاتحه د می د مياشتي پر نهمه نېټه د شنبې په ورځ د ماپښين د 14:00 بجو څخه د ماځيګر تر 16:00 بجو پوري د بلجيم د انټ ويرپن په ښار کي پر لاندي پته اخستل کيږي.

ادرس:
Turkse Moskee
Everaerstraat101
2060Antwerpen-Belgium

د معلوماتو د پاره ټيلفون شمېرې:

په بلجيم کي:
محمد قاهر واصفي 0032493977565
عبدالودود واصفي 0032493369888

په هالنډ کي:
شاکر او جاويد واصفي 0031684551111

د هیواد نامتو او منل سوی سیاسی شخصیت عزیزالله واصفي پيژندنه:
ښاغلي عزيزالله خان واصفي چي د مرحوم عبدالرشيد خان زوي او د عبدالرحمن خان لمسي وو د کندهار د باستاني ښار په یوه منوره او سیاسی کورني کي زېږيدلي او د ۸۸ کلنۍ په عمر يې د شنبې په ورځ چي د ثور ۱۲مه کال ۱۳۹۴ کيږي په کندهار کی د مخني ورپيښي شوی د زړه د ناروغي له وجهي د خپل زوي عزت الله واصفي په کور کي له دې فاني دنیا څخه سترګي پټي او اجل ته یې لبيک ووايه.
انا لله و انا اليه راجعون.
زه محمد قاهر واصفي د خپل کاکا (عزیزالله «واصفي») په اړه د ګرانو لوستونکو او دوستانو لپاره غواړم څه ناڅه د قلم په ذريعه ستاسو په خدمت کی بیان کړم.
د مرحوم عزیزالله خان واصفی کورني د هيواد په سیاسی تاریخ کی مشهور سیاسی اشخاص درلودل چه اکثره یې د ملی مبارزينو او سرښندونکو په توګه په خپل عصر او زمان کي شهرت درلودل.
زموږ د کورنۍ مشر نيکه زین العابدين نومېدی چه د کندهار د ارغستان د ولسوالۍ په بلاژړه کي اوسېدی او تر هغه وروسته زموږ د کورنۍ مشران د بلاژړي څخه د کندهار د ښار د الکوزو کوڅې ته چه په دوهمه ناحيه پوري د ښار مربوطه ده را کوچېدلی او هلته ميشته سوي دي.
د زين العابدين د دوو زامنو(محمد عظيم خان او آزاد خان) اولاده ټول د علم او فضل څښتنان او د ګران افغانستان په ملي خوځښتونو کي د سر د کسانو په قطار کي ملي مبارزين تېر سوي دي. د آزاد خان زوي چه مولوي احمد جان خان نومېدي او د تاجر په نامه یې تخلص کاوه د خپل عصر (د امير عبدالرحمن خان په پاچهي کي) یو ډېر غټ منل سوي دينی عالم وو او علاوه پر هغه یې په فرهنګي چارو (ليکوالي او شاعري) کي پوره لاسرسی درلود چه په فارسي ژبه يې د ډېرو شعرونو ليکلي اثرات موجود دي. نوموړي ډېر وخت په کابل کي میشت سوي او په ټولنه کي یې د ډېر محبوبيت او شهرت تر څنګ د وخت پر امیر عبدالرحمن خان باندی ډېر ګران او زیات قدر درلود.
د احمد جان خان (تاجر) درې زامن هر یو لکه (مولوي محمد سرور خان (واصف)، سعدالله خان او عبدالرحمن خان) او وراره یې چه عبدالقیوم خان نومېدي دافغانستان د لومړني مشروطيت د غورځنګ فعاله غړي تېر سوي چه دخپل ولس د هوسايی او سوکالي په خاطر یې خپلي سیاسی مبارزې ته ادامه ورکړې تر څو چي د وخت د امير حبيب الله خان د باچهي په دوران کي د بعضو مغرضو اشخاصو د توطعو له وجي د امير په امر مولوي محمد سرور خان (واصف) او سعدالله خان او عبدالقیوم خان درې واړه په توپ کي والوزول شول. مولوي محمد سرور خان واصف د خپل شهادت پر وخت د توپ پر خوله دغه لاندي څلوريزه وويله:

روزیکه شود اذالسماء فطرت
وندرپی آن اذالنجوم کدرت
من دامن تو ﺒﮜيرم اندر عرصات
ﮜویم صنما بای ذنب قتلت

الله پاک دي د هغوي شهادت په خپل دربار الهي کي قبول او مقبول وګرځوي.
آمين یا رب العالمين.
د يادولو وړ ده چه د احمد جان خان (تاجر) پاتي بل زوي چه عبدالرحمن خان نومېدي د شېرپور په بندي خانه کي عمر آبد بندي کړه شو چه بالاخره په همهغه بندي خانه کي وفات شو.
د عبدالرحن خان مشر زوي چه عبدالرشيد خان نومېدی او الکوزی تخلص یې کاوه په خپل عصر او زمان کي په ملي سطحه د کندهار د قومونو یو مخور او پېژندل شوي مشر تېر شوي وو. د ولس خدمتګار وو او په دولتي چارو کي یې هم رسمي وظيفي اجراء کړي دي چه له هغه جملې څخه یې دبابا ملت (اعلیحضرت محمد ظاهر شاه) او دهغه د پلار اعلیحضرت محمد نادر شاه په دورو کي د وخت د داخلې د محترم وزارت د معين په توګه او همدارنګه یې د ملي شورا د ولسي جرګې د رﺌیس په توګه او هم یې د حکمران په توګه وظيفې اجراء کړي دي.
مرحوم عزيزالله واصفي خپلي لومړني او منځني زده کړي د کندهار په باستاني ښار کي ترسره کړي دي او بيا یې خپلي لوړي زده کړي د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کي ترسره کړي دي. واصفي صاحب ډېره قوي حافظه درلوده او اکثرًا به یې په خپلو صحبتونو کي د قرآن عظيم الشان آیاتونه او يا به یې کلاسيک اشعار خاصتاً بیا د بېدل صاحب بیتونه ويل. په اسلامي فقهي مساﺌيلو کي هم زیات وارد وو.
مرحوم د بابای ملت د پاچاهۍ د دموکراسۍ په لسیزه کې دوې دورې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو وکیل، د سردار محمد داود خان په جمهوریت کې یې د ننګرهار د والي او د هیواد د کرنې او مالداري د وزیر په توګه عالي دولتي مناصب درلودل. او همدا راز د ۱۳۵۵ هـ ش کال د لويې جرګې د رﺌیس په توګه وظيفې اجرا کړي دي.
خداي بخښلي واصفي د جهاد په دوران کې د مجاهدینو ملګرتیا وکړه او په وروستیو درېوو لسیزو کې په هیواد کې د سولې او ثبات د تامین او د خلکو د سوکالۍ او نیکمرغۍ له کلکو پلویانو او مبارزانو څخه و. هغه مهال چي په افغانستان کي د طالبانو د واکمنۍ تر نړېدلو وروسته نوی نظام واکمن سو ورسره سم په ( ۲۰۰۲ ميلادي کال )کي ښاغلی واصفي د يوه ملي مشر په توګه په لومړيو دوو او درو کلونو کي د يوه سالم ملي افغاني نظام د جوړولو په نيت د هيواد مسولينو او چار واکو ته د مشورو ورکولو موقف اختيارکړ. . دده په مړیني سره افغانستان خپل یو منور او وطندوست بچی له لاسه ورکړ.
الله پاک (ج) دي واصفي صاحب ته جنت فردوس په نصيب کړي.