کور / تازه خبرونه / د کندهار نوي والي ډاکټر همايون عزيزي رسماً په دنده پيل وکى

د کندهار نوي والي ډاکټر همايون عزيزي رسماً په دنده پيل وکى

نن په ولايت مقام کي يوې پراخي غونډي ته د حکومت د اجرائيه رئيس له خوا د دغه ولايت لپاره نوی والي معرفي سو او رسماً يې دنده پيل کړه.
په دې غونډه کي د حکومت د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله تر څنګ د کندهار نوي والي ډاکټر همايون عزيزي، د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو، له کابل څخه لسګونه راغلو مېلمنو او ګڼ شمېر رئيسانو او سپين ږيرو ګډون کړی وو.
د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله له پخواني والي څخه مننه وکړه چي په حساسو شرايطو کي يې په کندهار کي دنده ترسره کړې او هغه ته يې په راتلونکي کي د موفقيت هيله وښوده. ډاکټر عبدالله نوي والي ته د دندي مبارکي وويله او د کندهار له اوسېدونکو څخه يې وغوښتل چي د نوي والي ملاتړ او همکاري وکړي.
د کندهار نوي والي ډاکټر همايون عزيزي ژمنه وکړه چي په عدلي او قضايي سيسټم کي به اصلاحات راولي او په جدي ډول به د فساد مخه ونيسي. د پوهنيز بهير پياوړتيا او د بيارغوني کارونو ته به لومړيتوب ورکوي. ښاغلي عزيزي د کندهار له خلکو څخه د همکارۍ او ملاتړ هيله وکړه او ويې ويل چي په ګډه به د دغه ولايت لپاره کار کوي.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي نوي والي ته د هر ډول همکارۍ او مرستي ډاډ ورکړ. ښاغلي شمسي له اجرائیه رئیس څخه وغوښتل چي د کندهار د برېښنا په موخه یو داسي کنفرانس له اړوندو او مرستندويه ادارو سره جوړ کړي چي د دغه ولايت د برېښنا اساسي ستونزه هواره کړي. نوموړي داراز غوښتنه وکړه چي د کندهار د لوی محبس لپاره دي نوې ودانۍ جوړه سي، ځکه اوسنی محبس ډېر کوچنی او د بندیانو د ساتني لپاره معیاري شرایط نه لري.
د کندهار پخواني والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په کندهار کي له يو شمېر پرمختيايي پروژو څخه چي د هغه په دوره کي عملي سوي، يادونه وکړه او د کندهار له خلکو او خپلو همکارانو څخه يې مننه وکړه چي هر وخت يې د ده ملاتړ کړی او تر شا يې درېدلي دي.