کور / خبرتیا او پيغامونه / هلمند: د جهاني په ملاتړ د لاريون خبرتيا!

هلمند: د جهاني په ملاتړ د لاريون خبرتيا!

دا چې له تېرو دوه ورځو راهيسې ايران پلوه کړيو د هېواد تکړه شاعر او په افغاني کلتور مئين شخص او د اطلاعات او کلتور وزارت وزير عبدالباري جهاني پر ضد شعارونه ورکوي. دا په دې مانا ده چې د دې کړيو تر شا د ايرانيزم محرکه انګېزه شتون لري.
هلمند مدني ټولنه د افغاني کلتور د ساتنې په موخه د ايرانيانو شومو اهدافو د مخنيوي په خاطر سبا چهارشنبه د لښکرګاه په ښار کې لوی لاريون په پام کې لري، ټول وېښ ولسونه، ځوانان، محصلين او مدني فعالان دې خبر وي.
وخت: سبا چهار شنبه، د روان کال ۱۶ مه نېټه
وخت: سهار ۹ بجې
ځای: د هلمند مدني ټولنې انګړ.