کور / هراړخیز / ولې دومره ژر د عبدالباري جهاني مخالفت؟

ولې دومره ژر د عبدالباري جهاني مخالفت؟

پدې ورځو کې په ځينو تلويزونو او نورو اجتماعي ويب لاګونو کې وينم چې د وتلي شاعر او فرهنګي شخصيت استا د عبدالباري جهاني په مخالفت کې يو کمپاين روان دى او د هغه د بدنامولو او له کار څخه د ګوښه کولو لپاره جلسې او لاريونونه کيږي. ډيره عجيبه او د افسوس څخه ډکه خبره ده. يو موټى خلک چې په حقيقت کې ددې وطن وجود نه مني او د بهرنيو کړيو تالي څټي دي په ډيره بې شرمۍ سره د هيواد د غوڅ اکثريت د خلکو احساسات مجروح کوي او هغوى ته سپکاوى کوي. د ا يوه د فکر خبره ده، او افغانان خصوصآ ځوانه طبقه بايد پدې خبره فکر وکړي. دوى يواځې دا نه چې د باري جهاني لپار حوصله نه لري ، دوى ددې وطن د بقا لپاره هيڅ حوصله نه لري او غواړي چې دا وطن ټوټې ټوټې کړي.
تاسو فکر وکړئ چې تقريبآ پنځه کاله مخدوم رهين ددې هيواد د فرهنګ وزير وۀ، هر چا ته دغه محترم معلوم وۀ خو په پښتنو کې دومره برداشت او حوصله وۀ چې هغه ېې پنځه کاله وزغمۀ، ا و د ټولو فرهنګي ګذارونو سره سره چې زمونږ خلکو ته ورکړل شول پښتنو په پراخه سينه صبر وکړ. او اوس قضاوت وکړئ چې د عبدلباري جهاني دوه هفتې نه دي پوره شوي او دومره غټه غوغا او واويلاجوړه ده. زما په نظر دا د بې شرمۍ او بې حيايۍ يو حد دى چې زمونږ دغه وطنداران ورڅخه تيريږي. غبدالباري جهاني څه ګناه کړې ده، هغه خو وايي چې زمونږ په هيواد کې بايد زمونږ اصيل کلتو رواج وي، نه د ايران، پاکستان او يا کوم بل هيواد. حيران يم چې پدې کې بدي په څه کې ده.
پدې سره يوه بله خبره را ياده شوه او هغه داچې څو کاله وړاندې چې کله د کرزي صاحب په وخت کې غبدالکريم خرم داطلاعاتو او کلتور وزير وۀ نو يو ځل يي يو خبريال ديوې ورځې لپاره پدې خاطر کسر معاش کړى وۀ چې پخپل راپور کې يي د پوهنتون لپاره چې د افغانستان په اساسي قانون کې راغلى دى د دانشګاه لفظ استعمال کړى وۀ. بيا کريم خرم ته پدې خبره ډير مشکلات پيدا شول، حتى د کريم خليلي له و غوښتل شو او ډير سرزنش شو. په اخر کې محترم عبدلکريم خرم ويل چې وه وروره د افغانستان اساسي قانون مې پلى کړى دى او د هغې لپاره جزا را کول کيږي. ما خو کومه ګناه او د اساسي قانون څخه سرغړونه نۀ ده کړي کنه . هغۀ ويل که چيرې ما د اساسي قانو ن څخه سرغړونه کړي وه نو په هغه وخت کې که ما ته کومه جزا هم راکړل شوي وه نو زه به خفه نۀ وم، خو اوس خفه پدې ېم چې د افغانستا ن د اساسي قانو څخه ددفاع او د هغه د عملي کولو په خاطر را ته ستغې سپورې ويل کيږي.
اوس هم عينى خبره ده، عبدالباري جهاني کوم په خلکو داسې قيامت راټيټ کړى دى چې په دوه هفتو کې يي په مقابل کې د څو خرڅ شويو لخوا مظاهرې شروع شوى. د هغۀ ګناه هم داده کنه چې وايي مونږ د نورو کلتور په افغانستان کې نه منو. پدې خاطر يو څو پلورل شوي او داسې خلک چې د افغانيت په نوم شرميږي را پاڅيږي او د هغه په مقابل کې لاريونونه کوي.
ورونو! څه چې ما وويل په هغې نن سبا هر څوک پوهيږي، تاسو به وايئ چې زه ولې تکراري او داسې خبرې کوم چې ټول ورباندې خبر دي، خو زه دلته يو مطلب لرم او هغه داچې ووايم چې نور دداسې تالې څټو په مقابل کې چپ او بې طرفه پاتې کيدل ګنا ه ده. زمونږ ځوانان بايد ويښ شي او په هر ډول چې کيږي دداسې لويدلو خلکو مقابلې ته راووځي. که داسې ونۀ کړو نو ليرې نۀ ده چې د دغه مزدور طبعيته خلکو لاسونه به زمونږ ګريوانونه نور هم ټوټې ټوټې کړي.