کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / څارنه د سولي او جګړې د لوبي

څارنه د سولي او جګړې د لوبي

ويل کيږي کله چي شورويانو ښاغلی ببرک کارمل افغانستان ته راوستی، نو يې مخ له مخکي ورته د اوسېدو او کار کولو په ځايونو کي د ثبت او انځور اخيستلو او مخابراتي جاسوسي آلې ځای پر ځای کړي وې. د ښاغلي کارمل په هر حرکت او هره خبره شورويان خبر ول او د هغه د هر خالي او ډک بوتل حساب ورته معلوم ؤ.

اوس چي تخنيک زښت زيات پر مختګ کړی دی نو د مخابراتي تماس څارنه لا زياته آسانه سوې ده. اېدورد سنودن دا خبره بربنډه کړه چي د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت اداره اېن اېس اې حتی د خپلو اتحادي او ملګرو هيوادونو د دولتي او حکومتي مشرانو او سياستوالو جاسوسي کوي او تليفوني خبري يې ثبتوي او ارزوي يې.

څو ورځي مخکي دا خبره افشا سوه چي د آلمان استخباراتي ادارې بي اېن ډي د امريکا د اېن اېس اې په غوښتنه د اروپايي اتحاديې د سياستوالو، دولتي او حکومتي مشرانو او چارواکو تر څنګ د اقتصادي اشخاصو او شرکتونو تماسونه څارلي او د هغوی جاسوسي يې کړې ده. د دغو تورونو له مخي آلمانۍ استخباراتي ادارې بي اېن ډي د فرانسې د ولسمشرۍ د دفتر او په همدې راز وزارتونو مخابراتي تماسونه پټ اورېدلي دي.

دا چي فرانسه او نور د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو تر اوسه (د خپلو ملګرو هيوادونو له خوا) د خپلو تماسونو د څارل کېدنې پر ضد احتجاج نه دی کړی، د دې معنی لري چي دوی په خپله هم د ښېښې په کور کي ناست دي او د ډبرو جګړه پېلول نه غواړي. يعني په زيات احتمال دوی هم په ورته اعمالو کي بوخت دي او خپل ملګري جاسوسي کوي.

په داسي يو حالت کي چي غربي هيوادونه او په زياته بيا دامريکا متحده ايالات د خپلو اساسي قوانينو، د خپلو ادعا سوو اخلاقي او ډيموکراټيکو اصولو او ضوابطو پر ضد عمل کوي او حتی يو د بل د تماسونو جاسوسي کوي، ثبتوي او ارزوي يې، نو د اشغال سوي افغانستان د سياستوالو او مطرح کسانو تماسونه به ولي نه څاري؟

حقيقت ته زياته نژدې او ډېره زياته احتمال لرونکې خبره خو دا ده چي کله چي غني په ارګ کي د ډوډۍ فرمايش ورکوي، تر اشپز تر مخه يې توري عينکي والا د هغه د دسترخوان په حال خبريږي. کله چي اجرايوي رئيس په خپل دفتر کي په کښته آواز د خپلو ملګرو سره پر پلانونو بحث کوي، نو اجنټ صفر صفر اوه يې د پټ ميکروفون له لاري اوري او دوسيې ته يې رسوي.

کله چي د افغانستان د «اسلامي جمهوري دولت» مخاليفين د انټرنټ له لاري برېښناليک، تبصره، فيسبوک لايک، ټويټر پيغام يا حتی صرف يوه انټرنټ پاڼه ګوري نو يې ټول معلومات او موقعيت ثبتيږي او ارزول کيږي. زيات احتمال خو دا دی چي حتی هغه کس چي يو وخت يې د طالبانو د کوم اوسني يا پخواني چارواکي سره په يوه انټرنټ پاڼه کي صرف نوم يو ځای راغلی وي، طالبانو ته منسوبي يا کومي ملاتړ کوونکي وېبپاڼي ته يې مطلب یا تبصره لېږلي وي،… يا حتی په تليفون رخ کولو کي يې سهوا په غلطي د هغوی شمېره دايره کړي وي نو زيات احتمال سته چي د هغه ټول انټرنټي او مخابراتي تماسونه به څارل کيږي او ثبتيږي.

د قطعو يا ورقو داسي يوه لوبه چي پکښي د ټولو ګډون والو قطعې صرف يو لوبغاړي ته بربنډي روښانه او معلومي وي، خو نور ټول لوبغاړي يو د بل او حتی د خپل حال څخه بې خبره وي، نو دغه لوبه به څه ډول د ځان په حق کي پای ته ورسولای سي؟ که دغه لوبه د جنګ او سولي لوبه وي، نو علاوه د يو لوبغاړي، د نورو لوبغاړو چل ول او پلانونه به څومره ګټور او فيصله کن وي؟

_________________________________________________
د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه
_________________________________________________