کور / خبرتیا او پيغامونه / د ایران د فرهنګي اوسیاسي یرغل په وړاندی…

د ایران د فرهنګي اوسیاسي یرغل په وړاندی…

د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې اعلامیه ؛
له یوی خوا د سیمی هیوادونو او په ځانګړي ډول ایران او پاکستان په تیرو څلورو لسیزو کی د خپلو ګټو لپاره زموږ په هیواد کی د جګړی اور بل ساتلی دی او د هر ډول پرمختګ مخه یی ډب کړی ،
له بلی خوا یی په ورستیو څوارلسو کلنو کی په ځانګړي شدت په افغانستان کی د بیان ازادی تر سیوری لاندی د سیاسي او کولتوري یرغل لوبه ګرمه کړی ده . ایران په ځانګړي ډول زموږ هیواد خپله فرهنګي او سیاسي حوزه ګڼي .
دوی خپلو موخو ته د رسیدو لپاره په لومړي سر کی د ټولو افغاني ارزښتونه د له منځه وړلو پسی مټی رانغښتی دي .
د ملي ترمینولوژي او افغان نوم سره ټکرونه او همدارنګه د قومي اختلافاتو راپارول د همدی لویی پروژی یوه برخه وه .
د دی تر څنګ په افغانستان کی (بی کنټروله ) د بیان ازادی پاکستان او په ځانګړي ډول ایران ته دا امکانات برابر کړل چی د هیواد په دننه کی د خپلو یو شمیر (افغانستاني ) لاسپوڅو او خرڅ شوو اشخاصو په مټ په لسګونو مدني ټولنې ، پوهنیز او فرهنګي مرکزونو او همدارنګه لیکلی ، غږیزی او انځوریزی رسنۍ جوړی او تمویل کړي او د دی لاری د افغان واحد ملت تر منځ قومي ، ژبني او مذهبي اختلافات راوپاروي .
په هیواد کی د بیان د ازادی بی کنټروله
دا حالت اوس د انارشی تر هغه بریده رسیدلی چی افغان ملي ارزښتونه او ملي ګټی یی د ستر ګواښ سره مخامخ کړي دي.
په ورستیو ورځو کی د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني په وړاندی د څو خرڅ شوو لاسپوڅو لخوا جوړه شوی دسیسی وښوده چی د ایران د فرهنګي یرغل لاس نور تر ګریوانه راورسیده .
موږ د دی ترڅنګ چی د بیان په معقولی ازادۍ او دیموکراسیۍ متعقد یو ، ددی خاوری هره ژبه د خپل افغان ملي کولتور یو ارزښت بولو او هر قوم د افغان واحد ملت مټی ګڼو ، د هیواد دلویو ملي ګټو او افغان واحد ملت نه د دفاع په منظور غوښتنه کوو چی :
– افغان دولت باید د پردیو د فرهنګي یرغل د مخنیوي لپاره نور لاس په کار شي او جدي او بنسټیزی کړنی وکړي .
په افغانستان کی د ایران او نورو هیوادونو فرهنګي مرګزونه باید وتړل شي یا لږ ترلږه د ملي امنیت د کلکی څارنی لاندی راشي او د کار ساحه یی محدوده شي .
د ټولو رسنیو او مدني ټولنو د تمویل لاری باید روښانه شي .
د ملي امنیت په چوکاټ کی د ملي ګټو نه د دفاع په نوم یوه څانګه جوړه شي چی د نورو برخو تر څنګ د رسنیو او ټولنزو سازمانونو د تمویل او په دی برخه کی د پردیو جاسوسي شبکو کړنی او لاس لرل د څارنی لاندی ونیسي .
موږ په افغان ملت غږ کوو چی په پردیو خرڅ شوي لاسپوڅی اشخاص ، فرهنګي او سیاسي سازمانونه ولس ته په پوره ملي جرآت رسوا کړي او د کړنو مخه یی په خپل یووالي سره ونیسي .
موږ په جرمني کی میشت افغانان د دی تر څنګ چی د ښاغلي جهاني څخه د یو ملي ارزښت په توګه په ټول قوت ملاتړ کوو ، له هغه څخه په کلکه غوښتنه کوو چی د هیواد د دښمنانو او فرهنګي یرغلګرو د اغیز لاندی رانشي او په خپل ټول قوت د هغوی مخنیوی وکړي .
موږ له تا سره یو
د افغانستان د کولتوري ودی ټولنه
په اروپا کی د میشتو افغاني بیلابیلو ټولنو په همغږی
جرمنی ، نیټه : ۶/۵/۲۰۱۵