کور / هراړخیز / تلن لاره(پالیسي)

تلن لاره(پالیسي)

د یوه هیواد په پر مخ تګ کښې د یوه هیواد په ودانولو او رغونه کښې د هغه هیواد تلن لار(پالیسي) جوړوونکي تر ټو لو غټ رول لوبه وي.تر څو پوري چې یوه کلکه ، تلن لاره د ټولو دولتي څانګو دپاره دهر ساز مان او ادارې دپاره د هري شعبې او تنظیم دپاره په بشپړه توګه تر تیب نسي تر هغه پوري هغه اداره سازمان دولت او ټولي دولتي څانګي په پراخه تو ګه، په لويه پيمانه خپلي دندې تر سره نسي رسولای!

ډېر هیوادونه د خپلوټو لو دولتي څانګو دپاره د هيواد دپرمخ تګ دپاره د هري شعبې او سازمان د پاره خپل زیرک او په هغه شعبه کښې بریالي تلن لار جوړوونکي و دندو او وظیفو ته ګماري!چې ورسته د څلورو یا پنځو راتلونکو کا لو دپاره ټول هیواد او هره دولتي څانګه له دغو تلن لارو سره سم ځي دغه رنګه که چېري په تلن لارو کښې یو څه نیمګړ تیا وي او کا می راسي بیا بېرته په هغو تلن لارو کښې د بد لو ن ګنجایش او پراخوالی هر وخت کیدای سي .و دغه دنده ته بیا هر ګمارونکی مامورهغه که د لویې رتبې یا بیا د کوشنۍ رتبې خاوند وي!هغه دا هڅي کوي د خپل دولت او خپل اولس دپاره چې یو داسي تلن لاره (پالیسي) ترتیب کړي.چې د ده هغه تلن لاره یا د ده یوه ماده او برخه په هغه تلن لاره کښې د دولت او اولس د سوکالي خوشالي ګټي او پر مخ تګ سوب و ګرځي! په پر مخ تللي هیوادوکښې ډېر خلګ د هيواد د پاره خپل خزمتونه په اختیاري ډول او په په رضا سره هم و خپل دولت ته وړاندي کوي.هغه هر هغه کار چې د اولس او دولت په ګټه تمامېږي په صداقت، امانتكاري، سپيڅلوالى سره یې تر سره کوي!او هغه کار د دولت او اولس دپاره خپل مسئوليت ګڼي. د دولت له خوا څخه هم وداسي خلګو ته ډېري اسانتیا وي ورکړل کېږي! دولت داسي خلګ د هیواد دپاره ارزښتمن بولي!ولي چې دیو هیواد اقتصاد ټول د هغه هیواد پر تلن لار(پالیسي) جوړوونکو تکیه کوي!

د هیواد د پر مختګ دپاره د ښو سود منو ګټو و لاس ته راوړلو دپاره د یو پیا وړي زوراور او پر ځای ولاړ اقتصاد دپاره تلن لار(پالیسي) جوړوونکي داسي مقام لري لکه د یو ماشین یا موټرځغلولو دپاره چې تیل څومره ارزښتمن وي!

له بده مرغه په افغا نستان کښې داسي هيڅ یوه ټېنګه مستحکمه واکمنه تلن لار(پالیسي) جوړوونکي اداره وجود نه لري. چې هغه دي د هیواد په اقتصاد یا بیا د هیواد په ټولو څانګو کښې داسي بدلون راولي!چې هغه بدلون دي په ریښتیا د هیواد د اقتصاد او پر مختګ دپاره یا د اولس او خلګو د ښه ژوند دپاره د خوشالي او اسانتیا وړوګرځي.بې واکه بې هوډه، اداري سته خو هغه غیر فعاله دي.دمره توان نه لري چې په ازاده او خپلواکه توګه دي د هیواد د اقتصاد دپاره د خلګو او اولس دپاره د پرمخ تګ او خوشالي دپاره دښوونې او رو زني علم، تعليم او زده كړو دپاره د روغتیا او کرهني دپاره د نورو ټولو دولتي څانګو دپاره په ريښتیا او صداقت سره مستحګمي تلن لاري(پالیسي) جوړي کړي.

د بېلګي په توګه که موږ فکر وکړو چې یو کور لا هم بې له یو ې ټينګي پر ځای ولاړي تلن لاري(پالیسي) هيڅ پر مخ تګ نسي کولای. نه د هغه کور د ژوند کولو تر تيب سمېږي.یو انسان هم بې له یو سر ګندي لاري تر خپل منزله پوري نه رسېږي.یو درست هيواد به څه رنګه بې له یوې ټينګي تلن لاري(پالیسي) چلېږي! دلته د اقتصاد پوهانو ،د فراخ دید لرونکو، په هره دولتي څانګه کښې د صلاحیت او قدرت لرونکو ،د قاعدې او قانون پوهانو،تر بیه سوو اوازمویل سوو تجربه کارو ما مو رینو کامی هم نسته شکر دئ که چېري په صادق زړه او ریښتیا سره د دغه پوهانو له مهارت څخه ګټه واخیستل سي د هیواد په اقتصاد کښې به بدلون راسي. هیواد په خپلو پښو ودرېږي.دا یوه مهمه خبره ده چې بې دبل له مرستي هغه وخت په ښه توګه پر مخ تګ کېږي چې خپلي دولتي خپلواکي واکمني یو له بل سره نښتي (مر بوطه) پر ځای ولاړي (منظمه) اوتکړه څانګي، ادارې،سازمانونه، له خپلو تربیه سوو ريښتینو صادقه مامورینو سره خپل وجود په ګران هیواد کښې سرګند کړي.

د ټولو دولتي څانګو یو له بل سره پېوستون هم د پرمختګ او اقتصادى فعاليتونو دپاره یو اړين ګام بلل کېږي.

بیا هغه بد بختي دلته هم سته!چې ټولي دولتي څانګې او ادارې یو له بل سره هيڅ تړاو (ربط )او غرض نه ساتي. له خپلو احدافو نا خبره دي.چې باید په راتلوکو کالو کښې به څه لاس ته راوړو.بې ځواکه ادارې دي ومامورینو ته هم داسي خاص د زیار او خواري ارزښت نسته

اخلاص من ريښتوني پوهان او چې د هيواد د پاره څه کول غواړي دهغو د پاره دولت هيڅ یومهم ګام نه پورته کوي.

په زرګونو ځوانان له نورو هيوادو اوس له زدکړو له لوړو زدکړو را فارغه سوي دي د هغو له پوهني هم دولت په پورا ډول ګټه نه اخلي د هغو ډيپلومې او دتحصيل سند ونه د کالو خوارئ او د هغو پوهني اوزدکړي د هیواد دپاره تر خزانه لا هم زیاته ارزښتمنه ګټه ده . بیا په هره اداره او څانګه کښې ښه ريښتوني او پوه خلګ سته چې د هغه له تجربې باید ګټه واخستل سي.چې په قاعده او قانون خبر دي کار اودندې ته چمتو دي کمال لري هنر لري خو دلته داسي ټول پوهان خلګ چې د دولت د پاره څه کول غواړي هغه ګوشه دي یا بیا ګوشه کړل کېږي اوشا ته ولاړ وي.