کور / تازه خبرونه / د ۱۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو په موخه د اوبو ذخیره جوړیږي .

د ۱۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو په موخه د اوبو ذخیره جوړیږي .

د میدان وردګو ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ ادارې له لورې د ۳ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو ذخیره چې د سل جریبه ځمکې د خړوبولو ظرفیت به ولري، د جوړېدو چارې یې نن ( دوشنبه) پیل او د درې میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
دغه ذخیره د مرکزي بهسودو ولسوالۍ په میانګي سیمه کې جوړیږي،چې د ۲۸ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به ولري او په پر یو مهال به ترې لسګونه کورنۍ ګټه واخلي .
د میدان وردګو په بهسودینو ولسوالیو کې تر دې وړاندې هم د اوبو لسګونه ذخیرې جوړې شوي،چې سلګونه کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي