کور / تازه خبرونه / ویسا: له تور لسته د یو شمېر طالب مشرانو نومونه ایستل شوي

ویسا: له تور لسته د یو شمېر طالب مشرانو نومونه ایستل شوي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې ترډیره له تورلسته د طالبانو د یو شمېر چارواکو بهرکیدو او د امنیت د ټینګښت لپاره د حکومت اقداماتو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د ملګروملتونوله تور لسته د طالبانو د یو شمېر مشرانو نومونه ایستل شوي دي.

په مطلب کې د سولې عالي شورا د چارواکو په حواله لیکل شوي چې ملګري ملتونه باید همکاري وکړي چې د نورو طالبانو نومونه هم له تورلسته ووځي.

ورځپاڼې د سولې عالي شورا د ویاند شهزاده شاهد په حواله دا هم لیکلي چې د سولې د خبرو لپاره باید طالبانو ته دفتر پرانستل شي.

همدې ورځپاڼې بیا په یوه جلامطلب کې لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د پاکستان له ای،ایس، اي سره امنیتي سند لاسلیک کړی دی.

په مطلب کې راغلي چې د دې سند له مخې به ای،ایس،ای د افغانستان د ملي امنیت ریاست کارکوونکو ته مسلکي روزنه ورکوي.

انصار:

انصار ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې وروستۍ حملې کابل ته د نوازشریف د سفر ډالۍ دي.

د مطلب لیکوال ویلي، د نوازشریف له سفره دوه ورځې وتلې وې چې طالبانو په کابل کې د بهرنیانو پر یوه میلمستون حمله وکړه او یو شمېر کسان یې مړه او ټپيان کړل.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د افغانستان او چین ترمنځ همکاریو ته اشاره کړې او ویلې یې دي چې چین له افغانستان سره د سرحدي پولیسو په روزنه او د امنیت په ټینګښت کې مرسته کوي.

په سرمقاله کې چین ته د کورنیوچارو د وزیر وروستي سفر ته اشاره شوې او ویل شوي چې چین به افغانستان ته په کشفي او استخباراتي برخه کې پرمختللي تجهیزات ورکړي.

په مطلب کې راغلي، چې چین او افغانستان له یوشان ستونزو سره مخ دي او همکاري یې کولای شي د امنیت په ټینګښت کې ګټور رول ولوبوي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د وروستیو حملو په اړه د ولسمشراشرف غني څرګندونې راخیستي چې ویلې یې دي، د مخالفینو کرغیړن بریدونه د هغوی ماتې څرګندوي.

ورځپاڼې د ارګ خبرپاڼې ته اشاره کړې چې ویلې یې دي، د ښځو او ماشومانو وژل یو بزدلانه او ناځوانمردانه عمل دی.