کور / تازه خبرونه / له (ای اس ای) سره د تفاهم لیک په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

له (ای اس ای) سره د تفاهم لیک په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

له پاکستان سره استخباراتي تفاهم لیک او په هېواد کې ناامنۍ هغه مسایل دي، چې د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې ورباندې د نورو مسایلو ترڅنګ لیکنې کړي.

د ویسا ورځپاڼې په سرمقالې کې د دغه سند یو شمېرمادو لکه د ملي امنیت کارکونکو ته د آی اس آی له لوري روزنه، د دواړو لوریو په زندانونو کې د ګډو تحقیقاتو او د بیلتون پالو پر وړاندې مبارزې ته اشاره شوې.

د مقالې لیکوال وایې، چې که یوازې همدا وروستۍ ماده په یاد سند کې واقعا موجوده وي، نو پاکستان خپل مراد ته رسیدلی دی.

په مقالې کې سره له دې چې ویل شوي، چې د ملي امنیت ریاست او د ولسمشرۍ ماڼۍ دا خبرې رد کړي، خو سپارښتنه کوي، چې ولسمشر او د ملي امنیت مشردې په دې اړه وضاحت ورکړي.

سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

په سرمقالې کې پوښتنه شوې، چې څرنګه کیدای شي د پاکستان استخبارت چې په افغانستان کې د جګړې اصلي محرکین بلل کیږي، هم په دغه هېواد کې جګړه ګرمه وساتي او هم دې له افغان ځواکونو سره د وسله ولو پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي!؟

د مطلب په دوام کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټ په برخه کې تړون ته اشاره شوې چې د لیکوال په وینا یوازې ورڅخه پاکستان خپل په ګټه کار اخلي خو د افغانستان برخه یې نه عملي کیږي.

ورځپاڼه زیاتوي، له همدې امله دې تړونه به هم دوی ګټه اخلي او موږ د اوس لپاره دا توان نه لرو چې له ای اس آی څخه ګټه واخلو.

د مقالې په پای کې راغلي، چې پاکستان د ژمنو خلاف نه یوازې دا چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره کوم کار وکړ بلکې ورځ تر بلې په دغه هېواد کې ناامنۍ زیاتیږي.

– د همدې ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د افغانستان وروستیو ناامنیو ته اشاره شوې چې عنوان یې دی، د شمال د ناامنه کولو لپاره تخار او جوزجان د وسله والو وروستۍ هدف دی.

په مطلب کې د کارپوهانو په حواله راغلي، چې تر فاریاب، بادغیس، بدخشان او کندز وروسته تخار او جوزجان د هغې پروژې برخې دي چې ناامنۍ ترې د ترکمنستان او تاجکستان له لارې منځنۍ اسیا ته غځول کیږي.

ورځپانه د تخار او جوزجان د خلکو په حواله زیاتوي، چې په وروستیو کې یو شمېر بهرنیو وسله الو ددغو ولایتونو پر ځينو سیمو حملې پیل کړي او غواړي چې هلته هم سنګرونه جوړ کړي.

انیس دولتي ورځپاڼه بیا په خپلې مقالې کې د چین او افغانستان ترمنځ وروستي تفاهم لیک ته په اشارې لیکي، دا لازمه ده څو دواړه هېوادونه د سیمې له نورو هېوادونو سره په ګډه له ګډ ګواښ سره د مبارزې لپاره چې افراطیت او تروریزم دی، خپلې همکارۍ زیاتي کړي.

مقاله لیکونکی وایې، که د سیمې هېوادونه په دې برخه کې همکاري ونه کړي نو د افغانستان ناامني به ټوله سیمه نا امنه کړي.