کور / تازه خبرونه / د افغان محصلینوپه همکارۍ د سیمې د امنیت په اړه کنفرانس جوړشو

د افغان محصلینوپه همکارۍ د سیمې د امنیت په اړه کنفرانس جوړشو

پېښور: دازادۍ راډيو د خبرله مخې د خيبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې د ځوانانو د نړېوال فورم او د افغان محصلينو د اتحاديې په همغږۍ د پاکستان او افغانستان د خپلمنځي اړيکو د پراختيا، په دې کې د کړکيچ د هواري او د سيمه ييز امنيت په موضوع يو ورځنى کنفرانس وشو.دغه کنفرانس چې د پېښور پوهنتون د کلچرل ميوزيم په تالارکې جوړ شوى و، د پېښور او پاکستان د يو شمېر نورو پوهنتونونو افغان او د خيبر پښتونخوا پر سلګونو محصلينو سربېره په کې د مدني ټولنو غړيو، پوهانو او د چارو شنونکو برخه اخيستې وه.د کنفرانس ګډونوالو په افغانستان، پاکستان او قبايلي سيمو کې د سولې ټينګښت، د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې د بې اعتمادۍ له منځه وړلو او په سيمه کې د افراطيت په مخنيوي کې د ځوانانو د رول په اړه رغنده او ګټورې خبرې وکړې.په پاکستان کې د ځوانانو د نړېوال فورم استازي او په خيبرپښتونخوا کې د افغان محصلينو د اتحاديې مشر ابراهيم خان د دغه کنفرانس د جوړولو د هدف په اړه وويل:((د دې کنفرانس هدف دا وه، چې په سيمه کې د افراطيت مخه ونيول شي، د ځوانانو صلاحيتونه تقويه شي، ترڅو په سيمه کې سوله راشي او د وطن احساس په کې پيدا شي.د دواړو خواوو ځوانانو په منځ کې همغږي پيدا شي، ترڅو دوى وکولاى شي په خپلو وطنونو کې د سولې لپاره کار وکړي.))د باچا خان ښوونيز ټرسټ مشر او د سياسي و سيمه ييزو چارو څارونکى خادم حسين بيا وايي، چې دا ډول کنفرانسونه د ځوانانو په فکري و شعوري وده او په پښتني سيمو کې د افراطيت په مخنيوي کې مهم رول لوبوي. نوموړي وويل:((د داسې قسمه غونډو نه صرف دا چې ډېر لوى اهميت دى، بلکې دا ضروري دي.يوه خبره خو دا ده، چې د فکري جوړښتونو سره دا ډېر ضروري دي، فکري مباحثه ډېره ضروري ده. دويمه خبره دا ده، چې د ځوانانو په مختلفو شکلونو کې په دواړه غاړو کې د اقتصاد د مخکې تلو عمل کې انتهايي اهمه خبره ده.د Militancy يا انتهاګرۍ په حواله، چې کوم تصورات يا فکر خوره ده، که هغه په پاکستان کې ده او يا په افغانستان کې ده، زما خيال دا دى چې ددې واحده لار دا ده چې ځوانانو سره خپلو کې کېني، خبرې وکړي او هغه ټولې خبرې تجزيه کړي، کومې چې ضروري دي.))د پېښور پوهنتون د نړېوالو اړيکو د پوهنځي استاد اعجاز خټک بيا په دې خبره ټينګار کوي، چې پاکستان او افغانستان دې د سيمې د امنيت لپاره د يو بل په کورنيو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي:((دواړه ملکونه دې خلک پرېږدي، چې يو بل سره مېلاو شي، د خلکو عزت دې شروع کړي او د يو بل په معاملاتو کې دې ګوتې نه وهي.))د پېښور پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي يوه پېښورۍ محصله “سبا اعجاز” بيا په دې باور ده، چې د ځوانانو دا ډول غونډې ګټورې دي او وايي، د لر و برو پښتنو ځوانانو ترمنځ دا ډول غونډې بايد لا ډېرې شي. نوموړې وويل:((د پاکستان او افغانستان محصلين چې خپلو کې سره کېني، نو په اتوماتيک ډول به خپلمنځي فرقونه ختمېږي او دا توپيرونه چې ختمېږي، نو خامخا به په سيمه کې امن راځي. په راتلونکي کې بايد په دې ريسرچ وشي، چې دا ګيلې ختمې شي. په ماضي کې چې څه وشول، وشول، خو په اوسني وخت کې زموږ ثبات په دې کې دى، چې موږ ټول يو ذهنيت جوړ کړو.))د يادونې وړ ده، چې دغه يوه ورځني کنفرانس ته د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال هم د ويډيويي کنفرانس له لارې وينا وکړه او ويې ويل، چې د افغانستان او خيبر پښتونخوا ځوانان دې په سيمه کې د افراطيت د مخنيوي او سولې او ثبات د ټينګښت لپاره مثبت فکر خپل کړي او په دې لار کې دې هلې ځلې وکړي.