کور / تازه خبرونه / د اولس یوالې او سمون تر عنوان لاندې مشاعره ترسره شوه

د اولس یوالې او سمون تر عنوان لاندې مشاعره ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په دشتې ټوپ سیمه کې د سلګونو کسانو په ګډون د اولس یوالې او سمون تر عنوان لاندې پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه.
له تېرو شپږو کلونو راپدېخوا دا لومړی ځل دی،چې په سیداباد ولسوالۍ کې د فرهنګي او کلتوري دودونو د بیا را ژوندې کولو او د اولسونو ترمنځ د یوالې په موخه د اولسونو له لورې مشاعره ترسره کیږي .
مشاعره،چې د سیداباد ولسوالۍ د شتې ټوپ په یوه شاعرانه سیمه کې جوړه شوې وه،په کې د یادې ولسوالۍ د مسؤلینو سربیره ګڼ شمېر مخورو،دیني عالمانو او ځوانانو برخه اخیستې وه .
د سیمې یو تن دیني عالم او د مشاعرې ګډونوال مولوی محمدین محمدي وویل : د سیداباد ولسوالۍ د کلیوالي سیمو خلک نور د دوی په سیمو کې له جګړو ستړي شوي او د مخنیوي به موخه یې هم ډېرې هلي ځلي کړي .
ده زیاته کړه، د همدغه هلو ځلو په ترڅ کې نن د مشاعرې له لارې د شعر په ژبه د اولسونو په منځ کې د یوالې او سولې پیغامونه خپروي او دوی هیله مند دي،چې د امنیت د تامین او سولې د رامنځته کېدو لامل به وګرځي .
د میدان وردګو ولایت د فرهنګي چارو امر جاوید کلیوال وویل د شعر ژبه خوږه او بې کچې تاثیر لرونکې ده او کولای شي،چې د اولسونو په منځ کې رامنځټه شوې فاصلې په ښه توګه لمنځه یوسي .
هغه زیاته کړه، په کلیوالي سیمو کې مشاعرې جوړېدل او په هغې کې د سلګونو کسانو ګډون کولو له امله زموږ فرهنګي او کلتوري دودونه هم ژوندي پاتي کیدلای شي .
د مشاعرې په ترڅ کې لسګونو شاعرانو د جګړې ضد،سولې، امن،یوالې،فساد ، پسرلي،مڼې ګل او نورو موضوعاتو ته لیکلي شعرونه ګډونوالو ته واورول،چې د هغوی له لورې په تودو چکچکو بدرګه شول.
د دغه مشاعرې په پای کې د سیداباد ولسوالۍ مقام له لورې شاعرانو او یو شمېر میلمنو ګډنوالو ته برابرې شوې ډالۍ هم ورکړل شوې .
تر دې وړاندې د چک او نرخ ولسوالیو کې هم د کلونو ځنډ وروسته د سلګونو کسانو په ګډون پسرلنۍ مشاعرې ترسره شوې وې .