کور / علمي / دفیسبوک سایکالوژیکي تاثیرات

دفیسبوک سایکالوژیکي تاثیرات

دټولنیزي میډیا دمثبتواومنفي تاثیراتوپه اړه ډېرڅه ویل سوي دي، په خاصه توګه بیا دفیسبوک په اړه چي اوس تر یو بیلیون ډېراستعمالونکي لري. فیسبوک دانسانانو په ژوند کښي خورا عجب حالات اوتغیرات رامنځ ته کړي دي. ددې سره-سره چي فیسبوک ورځ په ورځ مشهورکیږي خوبیا له سختو انتقادونوسره مخ دئ. فیسبوک له خپلو ګټو سره ډېر تاوانونه هم لري. زه ئې یواز پر رواني اواجتماعي تاوانوباندي لاندي ږغېدلی یم، دتخنیکي او تکنالوژیکي خبرو څخه ئې ځکه تېرسوی یم چي داسي ډېرمسلکي اصطلاحات پکښي راغلي ول چي نه زه په پوهېدم او نه دعامو خلګو په درد خوړل کېدل، دکمپیوټراوتکنالوژي مسلکیانو ته ئې حتماً ګټه لرل. ما دغه لاندي معلومات له ویکيپیډیا او نورو انټرنیټي ویب سایټونو څخه راټول کړي دي:

بدنیتي(Envy):فیسبوک دټولني دټولو طبقو په وړاندي پرانیستی دئ؛هرڅوک پکښي خپل ځان ته ای ډي جوړولای سي.دای ډي جوړولوڅخه وروسته ټول استعمالونکي خپلو فیسبوکي والونو ته خپل ښایسته عکسونه، ویډیوګاني، ښې تجربې، فعالیتونه، ستاینلیکونه، بریاوي، دښوورځوخاطرات اوحقایق پورته کوي،په دې ډول خپل ځان ته مثبت کمپاین کوي اوله نوروخلګوڅخه ښه نظرونه ورټولوي. تاسو به هیڅوک ونه وینئ چي پر فیسبوک خپل دځان په اړه یو منفي شی پورته کړي.دیوه کس دغه ډول سلوک په نورو خلګو کښي په خپل وار بدنیتي رامنځ ته کوي چي داجتماعي ژوند پر نورو اړخونومنفي تاثیر لري. تاثیر ئې همدا دئ چي ژورخپګان، غوسې، درد،کرکي، اجتماعي بیلتون، دکمترۍ احساس اونورو رواني ناروغۍ ته وده ورکوي چي دیوه انسان پر روغتیا باندي سخت تاثیر کوي. کله چي ستاسو پرمهم اوعلمي پوسټ باندي څوک هیڅ نظر نه درکوي او نه ئې خوښوي او بیا وینئ چي دبل چا پرغیر مهم پوسټ باندي خلګ په زرهاوو لایکونه وهي اوتبصرې ورکوي، دغه عمل دخلګو په منځ کښي بدنیتي رامنځ ته کوي چي دانسانانو پر ارواح او صحت باندي منفي تاثیرات لري.
فشار(Stress):دایډینبورګ ناپیر پوهنتون(Edinburgh Napier University) څېړني څرګنده کړه چي فیسبوک استعمالول دخلګو فشارزیاتوي. دمهمواجتماعي معلوماتوهېرول، دفیسبوک استعمالونکوله خوا ستاسي غوښتتي (requests)ردېدل، دانډیوالانو له خواستاسو غوښتنو ته توجه نه کېدل، دفیسبوک استعمالونکو له خوا پرتاسو باندي پر ځای و بې ځایه انتقاد،تهدید، دنامعلومو خلګو له خوا تاسو ته پيغامونه او دمخلتفو انډیوالانو طبیعت په نظر کښي نیول او داسي نور دفشار دزیاتوالی علتونه دي. ستاسو سره په فیسبوک کښي یو نزدې همصنفي او خپل دمکتب/پوهنتون استاد هم ملګری دئ. اوس حیران یاست که دخپلي خوښي سندري غاړي تصویر پوسټ کړئ، نو شاید ستاسو همصنفي ئې خوښ اوښه تبصره ورباندي ولیکي خو ممکن استاد مو درته په غوسه سي او ووايي چي داغیر اسلامي کار دئ اوستاسو سره مناسب نه دئ. دا هغه حالت دئ چي ستاسو په ذهن کښي تر پوسټ کولو مخکي ګرځي و راګرخي چي دفشار دزیاتوالي سبب ګیږي. د مذهبي، قومي، ژبني او شهواني مسایلو په اړه تصویرونه، پوسټونه او پیغامونه لیدل، استول او رسېدل دسړي فشار نور هم زیاتوي.
په فیسبوک روږدېدل (Facebook addiction):دورلډ ان پلګډ (World Unplugged) د ۲۰۱۱ م کال څېړني وښودل چي دځینوخلګو له پاره دفیسبوک څخه لاس اخیستل داسي دي لکه څوک چي سګرېټ او شراب پرېږدي. دساییر سایکالوژي (Cyber Psychology) د ۲۰۱۳ څېړني بیا څرګنده کړه چي ځینو خلګو فیسبوک استعمالول ځکه پرېښودل چي په دې پوه سول چي په فیسبوک روږد سوي ول.
دیوازيتوب احساس کول:شیري ترکل(Sherry Turkle) په خپل کتاب (یوازي ګډ) (alone together) “ولي موږ له تکنالوژي څخه ډېره او له نوروڅخه لږ توقع لرو“ ترسرلیک لاندي وايي چي اجتماعي میډیا خلګ سره نزدې کوي خو په عیني وخت کښي ئې سره لیري کوي هم. یو دلیل ئې دادئ چي په اجتماعي میډیا کښي داخطر سته چي دخلګو سره دانسانانو پر ځای دمادو/شیانو په ډول سلکوک وسي. که څه هم خلګ دفیسبوک په وسیله سره وصل سوي دي خوتوقعات ئې پر کښته خوا میلان لري یعني یو دبل توقع په نظر کښي نه نیول کیږي نوځکه شیري ترکل وايي چي اجتماعي میډیا په خاصه توګه بیا فیسبوک دګډ احساس پر ځای دیوازيتوب احساس رامنځ ته کوي.
طلاق: فیسبوک پر واده باندي سخت منفي تاثیرات لري ځکه چي ماینه دمېړه او مېړه دماینې دفیسبوکي اړیکو په اړه اندېښنې لري چي بلاخره په طلاق پای ته رسیږي. هغه سروې چي په ۲۰۰۹ م کال کښي په لویه بریتانیه (UK) کښي دطلاق په اړه ترسره سول،وې ښودل چي ۲۰٪ طلاق دفیسبوک له وجهي رامنځ ته سوی ؤ، داخبره له امریکا متحده ایالاتو بیا ترمالیزیا پوري مشهوره سوه. کله چي مېړه و ماینه له یوبل څخه دفیسبوکي اړیکو رسوا کول وپوښتي، نو یو اوبل ته پاسورډ نه سره ورکوي چي یو دبل پيغامونه وویني. دغه کار لومړی بدنیتي و بې باوري، ورپسې ستونزي او بیا طلاق رامنځ ته کوي. په افغاني ټولنه کښي به اوس دغه خبري عجبي معلومیږي خو غربي نړۍ اوس ورسره مخ ده.
دشاګردانو نومرې او کاري چاپیریال: دمکتب او پوهنتون هغه شاګردان چي غیراخلاقي پوسټونه ئې کړي، د ادارې له خوا له سمدستي اقدام سره مخ سوي دي حتی داخراج تر حده. دشاګردانو دنومرواوفیسبوک داستعمال په اړه د ۲۰۱۲ دفیبروري په میاشت کښي څلوروڅېړونکوخپلي څېړني داسي وړاندي کړې:
(۱)پسیک اوملګرو ئې په ۲۰۰۹ م کښي ثبوت کړل چي دفیسبوک داستعمال او دنومرو ترمنځ کومه اړیکه نه سته.(۲) کولک او ساونډرس په ۲۰۰۸ م کښي وښودل چي دفیسبوک استعمالونکي او نه استعمالونکي دنومرو په اوسط (GPA) کښي توپیر نه سته.(۲) کریشنراوکارپینسکي په ۲۰۱۰ م کښي ثبوت کړل چي دفیسبوک استعمالونکو نمرې تر نه استعمالوونکوترنومروکمي وې.(۴) جونکو په ۲۰۱۲ م کښي ثبوت کړل چي دملګرو سره په فیسبوک کښي کتل له نومرو سره مثبته اړیکه لري خو نوي پوسټونه کول له نومروسره منفي اړیکي لري. جونکو دې نتیجې ته ورسېدئ چي دشاګردانو له پاره دفیسبوک استعمالول مهم دئ په دې شرط چي سړی ورڅخه داکاډیمیکي نتیجې هیله ولري.
په اکثرو دفترونو کښي فیسبوک بند دئ خوکارمندانو بیاپه خپل ټلیفونوکښي فعال کړی وي. کارمندان خپل ددفتررسمي وخت دفیسبوک کتلو ته ورباسي چي ددوی پر مؤثریت باندي منفي تاثیر لري او په نتیجه کښي دکارمند او کارورکونکي ترمنځ نزاکتونه رامنځ ته کیږي، خبره اخیر په نصیحت، اخطار اومنفق کېدو پای ته رسیږي.
څوک فیسبوک کاروي؟ دوه ډوله خلګ فیسبوک کاروي. یو هغه خلګ دي چي پر ځان لږ باور لري. دغه خلګ ډېرفکر کوي چي نور فیسبوکیان ددوی مربوط څه شي او څنګه نظرونه خپروي. دوهمه طبقه بیا هغه خلګ دي چي پرځان ډېرباور لري، دوی بیا پر فیسبوک دخپلوځانونو، کورنۍ تعلیم او وظیفې مربوط ډېرمعلومات پرفیسبوک خپروي. دلږ/کم باور خلګ فیسبوک په دوامداره توګه څاري اوڅه چي ئې نه خوښیږي، هغه له مخه ایسته کوي. دامو هم په یاد وي څونده چي تاسو له فیسبوک سره نزدې پاته کیږئ او شیان خپروئ، په هغه اندازه هغه شیان ستاسو دهویت یوه برخه ګرځي.هغه څېړنه چي د سویډن په ګوتنبورګ پوهنتون کښي پر ۳۲ کلن عمر درلودونکو ۳۳۵ نارینه او ۶۷۶ ښځینه وسول، په نتیجه کښي وښودل چي څونده دفیسبوک سره تماس ډېریږي په همغه اندازه پرځان باور کمیږي خو توپیر ئې په جنډر کښي ؤ. هغو ښځوچي فیسبوک ئې استعمالوئ دنارینه په نسبت دخپل ژوند څخه لږ راضي او خوشحاله وې.

دسکاټلنډي څېړونکي ډاکټر چارلیس څېړني بیا نورڅه وښودل:

۱۲٪ فیسبوکیانووویل چي دفیسبوک استعمال دوی خوابدی کړي دي.

۳۰٪ فیسبوکیانو ویل چي دانډیوالانو دغوښتنو(Requests)له ردولوڅخه وروسته ئې جرمي احساس کړی دئ.

ډېرو بیا ويل چي کله چي دځینو پوسټونو سره مخ سوي دي، فشار ئې لوړ سوی دئ.

ددې ټولوتاوانونوسره-سره سوال دادئ چي ولي خلګ فیسبوک استعمالوي؟ ډاکټر چارلیس دخپلي څېړني سره سم ددې سوال په جواب کښي وايي چي اکثریت فیسبوکیان فیسبوک دملګروسره داړیکو ساتلوپه نیت کاروي چي مهمي پيښي او خبري ورڅخه تېري نه سي. ډاکټر چارلیس وايي چي فیسبوک داسي دئ لکه قمار چي سړی همېشه دبخت په تمه يي چي ته ودرېږه اوس او اوس به مي بخت راسته سي، نوداسي څرګندیږي چي فیسبوک دخپل پراخ استعمال اوعامو ګټو سره-سره ډېر تاوانونه هم لري.

په درناوي
جان محمد مهربان
کلا فتح الله کابل، ۱۳۹۴ ثور ۲۳ مه