کور / هراړخیز / ولسمشرډاکټرصاحب اشرف غني ته سرخلاصی لیک

ولسمشرډاکټرصاحب اشرف غني ته سرخلاصی لیک

بسم الله الرحمن الرحیم

دافغانستان داسلامي جمهوریت ولسمشرښاغلی ډاکټرصاحب اشرف غني اسلام علیکم ورحمت الله وبرکته!

زه پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ چې همدااوس دجرمني په هیوادکې دسرطان ناروغۍ راډیوتیراپي په څانګه کې کارکوم،  غواړم چې په کابل کې دسرطان ناروغۍ ملي روغتون پروژي په اړوند

National Cancer Hospital Project

یو وړاندېزستاسومحترم حضورته وړاندې کړم .

■ دپروژې اړتیا:

دافغانستان دعامې روغتیاوزارت رسمي خپرونه په ډاګه کوي چې په هیوادکې دسرطان ناروغۍ پېښې هرکال مخ په زیاتېدودي. دنوموړي وزارت احصائیوي ارقام چې درسنیوله خواخپورشوي دي،راښيي چې هرکال لږڅه شل زره کسان دسرطان ناروغۍ له کبله خپل ژوندله لاسه ورکوي.

په افغانستان کې دسرطان ناروغۍ دپېژندنې ،درملنې اومخنیوي د مرکزونو نه شتون ،  ددې لامل شوى دی، چې هره ورځ دسرطان په ناروغۍ اخته لسګونه تنه افغانان له هېواد څخه بهر ته ،د درملنې په موخه لاړ شي او کوم کسان، چې اقتصادي وس نه لري، د هېواد دننه پرته له درملنې مري. دهیوادهرشخص ته یوداسې ناوړه اوغمجن حالت نوردزغم وړنه دي.

په پایله کې هرسړی دې نتیجې ته رسیږي، چې په هیوادکې که په هرقیمت هم وي، باید چې دسرطان ناروغۍ یوروغتون جوړ شي. 

بلخوا په پښتوکې یومتل دی : 

(هلک چې وه نه ژاړي موريې تی نه ورکوي.)

په دې ماناچې که پخپله دهیوادلوړپوړي سیاسي چارواکياوعلمي مسلکي کارپوهان خپل لاسونه،خپل عملونه اودملي وحدت فکرونه سره یوموټی نه کړي اودبهرنیوهیوادونوڅخه دمرستې غوښتنه وه نه کړي، نودنوموړې پروژي کارناشونی دی .

دبېلګې په توګه دهندوستان چارواکي دومره هوښیارتیا او زیرکتیالري چې لږڅه اتیاسلنه علمي پروژي دبهرنیوهیوادونو اوسازمانونولکه WHO;IAEA;UN;په مټ تمویل کوي.

 

■ دپروژي دپیل کړنلاره :

۱- لکه چې پورته یادونه وشوه دبهرنیوهیوادونودمرستې څخه پرته دنوموړې پروژې جوړېدل ډیرستونځمن اوحتی ناشونی دی دبېلګې په توګه زماپه آندجرمنی یوداسې هیواددی چې په افغانستان کې دروغتیاپه څانګه کې دمرستې لیوالتیالري، خوپه دې شرطه چې هغوی ته دافغانستان له خواپه رسمي توګه مسلکياونامتو،پېژندل شوي کارپوهان معرفي شي،ترڅویوخواجرمنیانوته دباوروړکسانو په توګه ومنل شي اوبلخوا افغان ملي کارپوهان وکړای شي چې دجرمني هیوادچارواکوته دپروژې داړتیاپه تړاو قناعت ورکړي.

ترهرڅه دمخه دافغانستان دبهرنیوچاروله لارې دجرمني هیواد سره تماس ونیول شې ترڅوپه هیوادکې دنوموړې پروژې علمي ،تخنیکي اوپلان کولوپه اړوندمرسته اوموافقه ترلاسه شي.

۲- دنوموړي موخې لپاره په دویم ګام کې دکابل طبي پوهنتون اودجرمني نامتو پوهنتونونوترمنځ دګډکارمتقابل تړون لاس لیک شي. دبیلګې په توګه یوداسي تړون داقتصاد په څانګه کې دجرمني بوخوم پوهنتون‌‌Bochum Universität سره شتون لري. په جرمني کې لاندې روغتونونه دسرطان ناروغۍ په هکله په نړیواله کچه نوم لري اوله دې کبله ښايي چې ورسره په رسمي توګه تماس ونیول شي.

  

• National  center for Tumor diseasesHeidelberg
• Charité Comprehensive CancerCenter Berlin
• Cancer Center university Hospital Mainz

 

۳- په کابل کې دروغتون موقعیت ، دتعمیرنقشه اودآبادی مهندسي کارونه همدااوس پلان شي.

۴- په جرمني کې ډیرافغان طبې کارپوهان کارکوي اوغواړي چې دهیوادپه نوموړې پروژه کې خپله ونډه واخلي . نوله  دې کبله په جرمني کې دافغانستان سفارت دنده به داوي چې دنوموړو کارپوهانوسره تماس ونیسي.  بلخواپه جرمني کې اوسیدونکي افغان طبي کارپوهان دافغانستان سفارت له خوانوموړوجرمني پوهنتونونوته دګډکار په تړاود اعتبار وړ کسانوپه ډول وروپيژندل شي.

۵– دافغانستان دپوهنتونونوڅخه وتلي اوتکړه طبي ځوان ملې ډاکټران دتخصص لپاره په لاندې څانګوکې جرمني ته واستول شي .

دروغتون دیپارتمنتونه په لاندې ډول دي اوپه هره څانګه کې دوه ډاکټران دتخصص په موخه دجرمني هیوادته دزده کړې لپاره واستول شي.

 

■ Clinical Departments
• Medical Oncology
• Neuro-Oncology and Neurosurgery
• Radiation Oncology
• Radiotherapy
• Hematology
• Stem cell Transplantation
• Diagnostic Radiology
• Palliative care
• Psycho Oncology
• Pathology, Clinical Laboratories
• Pediatric Oncology
• Blood Transfusion and CellularTherapy
• Gastrointintestinal Medical Oncology
• Surgery Oncology

 

■ Organization : دروغتون تشکیلات
• Management Board : دروغتون لارې چارې مدیریت یا سمبالښت  دیوه کمیسیون په مټ پرمخ بوول کیږي چې په ګوتوشماروطنپال مسلکې کارپوهانوڅخه جوړوي. لکه طبي ډاکټران ،داقتصادډاکټران، اودښایسته سالارې مدیریت دپلان کولو ډاکټران  اونور.

 

• نوموړی کمیسیون باید چې :
✓ دلوړوزده کړووزارت ، ساینس پوهنځی علمي غړو
✓ دعامې روغتیاوزارت، دکابل طبي پوهنتون اوعالي آبادروغتون علمي غړو
✓ دافغانستان داټوم انرژۍ لوړکمیسیون Afghan Atomic Energy High commissionعلمي غړوڅخه جوړوي . داځکه چې دسرطان ناروغۍ کلینیکي کارونه په نوموړووزارتونوپورې تړلي دي.

 

• : Chairman and Scientific Directorدکمیسیون په سرکې یوعلمي رئيس ټاکل کیږي چې په پښتوژبه،دري ژبه ،انګلیسي ژبه اودامکان سره سم په جرمني ژبه خبرې وکړای شي . 

۶ – دهیوادطبي پوهنتونونوپه تعلیمي پروګرام کې دسرطان ناروغۍ ددرملنې ،پيژندنې اومخنیوی په هکله علمې مالومات  دکتابونو دچاپ کولوله لارې ترسره شي .

۷- دکیمیاوي درملنې موادchemotherapy Drugs اورادیوتیراپې ماشین لکه خطي تعجیل کوونکی طبې آله   Linear accelerator ډیرقیمت تمامیږي .دبیلګې په توګه دهوچکین وینې سرطان Hodgkin Lyphoma یوناروغ ددرملني لپاره دیرش زره ایرو 30000  مصرف کیږي. 

نوله دې کبله بایددملل متحد UN،دنړیوال روغیتاسازمان WHO ، دنړیوال اټوم انرژي سازمان IAEA ، دهیوادملي بودیجې اوهمدارنګه ولسې شته منوتجارانواودخیریه موئسسوپه مټ بسپنه ترلاسه شي.

په پایله کې دومره ویلای شم چې دسرطان ناروغۍ ملي روغتون پروژي دپلې کولوپه موخه زه دیوه سلاکارغړي په صفت دخپل وس سره سم هرډول خدمت ته حاضریم. په بله وینا زه دکوم امتیازاویامقام هیله نه لرم بلکې الجهاد في سبيل اللهد الله(ج) د رضا لپاره هڅه کوشش او زيارکوم .

دپام وړخبره خوداده چې دنوموړې پروژې په اړوند اړین ده چې دهیوادچارواکې دزړه له کومي اوپه صداقت سره عملي ګامونه واخلي اودبیوکراسي څخه صرف نظروکړي. لکه چې په اسلام پوهنه کې موږته دشرعی احکاموپه اړوندهدایت شوی دی:

دقرآن شریف لوستل سنت دی خوعملي کول يي فرض دی.

 

 

په درنښت 

پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ

 

■ دلیکوال پېژندنه :
 دکابل پوهنتون دساینس پوهنځی فزیک دیپارتمنت پخوانی استاد
 دافغانستان داټوم انرژۍAAEHC پخوانی مسئول مشر
 دهستې فزیک اوطبي فزیک کارپوه ډاکټر  
 دجرمني په یوه روغتون کې دسرطان ناروغۍ راډیوتیراپې دیپارتمنت فعال کارکوونکی غړی

 

✍ دلیکوال په مټ لیکل شوي کتابونه چې دهیواددلوړوزده کړې وزارت له خواچاپ شوي دي.

۱- سرطان اودچاپېریال راډیواکټیویټي، چاپ کال ۱۳۸۶ ل

۲- دوینې سرطان پېژندنه ،درملنه اومخنیوی،  چاپ کال ۱۳۸۸ ل 

✍ ناچاپ کتابونه :

۱- دالټراسوند Ultrasoundطبي کارولوکړنلاره

۲- دالبرټ اینشټاین نسبي تیوري

۳- درادیوتیراپې ماشین اودسرطان ناروغۍ درملنه

۴- دلیمفوماسرطان پېژندنه ، درملنه اومخنیوی

✍ ترلیک لاندې کتابونه:

دطبیعي علوموانګلیسي – پښتوقاموس(سیندګی)

دطبیعي علوموجرمني – پښتوقاموس(سیندګی)

■ یادونه :

نوموړی وړاندیز، بیخې اخري پریکړه نه شی کیدی اونیمګړتیاوې به ولري . له دې کبله دنوروپوهانواوچارواکودنظرپه پام کې  نیولو سره سم کیدی شي چې بدلون پکې ورکړشي.

Dr.Nazar Sultansei zadran

Email: N.Sultansei@gmx.de

Homepage: WWW.Sultansei.de

Phone in German cell: (+49)  06142 8865077

 

(پای)

 

1